تاند، شنبه، د ثور ۶مه: د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان پر ټولو سیاسي او ښکیلو لوریو یو وار بیا په روژه کې د اوربند ټینګولو لپاره د ګډ کار غوښتنه کړې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان په یو ځانګړي پیغام کې افغانستان له ستر ګواښ سره مخامخ هیواد بللی او وايي، کورونا له شدیدو زیانونو سره د افغانستان پر خوا مخه کړې ده.
دغه سازمان پر ښکیلو غاړو غږ کړی دی چې د لانجې د هواري لپاره رغنده مذاکراتو ته داخل شي او په افغانستان کې یو تلپاتې سولې ته سره ورسېږي.
سازمان له ټولو سیاسي لوریو غوښتي چې د مذاکرې دروازه پرانیستې وساتلي او په افغانسستان کې دې په پوره یووالي له کوویډ ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې هڅې بریالۍ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه ناټو، افغان حکومت، ملګرو ملتونو او ګڼو لوریو په روژه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده، خو دغې ډلې په اوسنیو شرایطو کې چې روژه او کورونا ویروس دواړه راغلي دي، داسې یوه غوښتنه غیر معقوله بللې ده.