لیکواله: شهناز حقاني –

د اسلامي فیمینېزم  نظريه، چې د قرآن کریم د نارینه مطالعې له مخې او همدارنګه د جنسيت نابرابري چې د مسلمانانو په اکثریت ټولنو کې یوه طبیعي او فطري خبره ښکاري چې د قران کریم  په دلایلو ولاړه نه ده، بلکې د نارینه ټولنیز جوړښت محصول دی؛ د هغه زده کړې او جزیاتو ته ویل کېږي.

د اسلامي فیمینیزم پوهان د اوسنیو اسلامي تفاسیرو بر خلاف، وايي چې د اسلام اساس په جنسي برابرۍ او د ښځو په حقوقي لحاظ په پیاوړتیا ولاړ دی، چې ډیری وخت له ښځو سره د چلند په برخه کې د محمد (ص) د ژوند له بېلګو او د قران له هغو برخو څخه استفاده کوي چې د جنسیت د برابرۍ په اړه دي.

دې حرکت ته د شریعت د بیا تفسیر او بیان له نظره هم کتلی شو، په داسې صورت کې چې موږ د شریعت لاره د عدالت د ترلاسه کولو لاره ګڼو.

اسلامي فیمینیزم ته کولای شو چې د یو پل په توګه چې (اسلام ښځو ته ۱۴۰۰ کاله مخکې هغه حقوق ورکړل کوم چې غرب ېي‌ اوس ورکوي) د مسلمانانو ښځو حقوق په ریښتینې ډول وګڼوو.

د اسلامي فیمینیزم پوهان د قران هغه آیاتونه له سره او بیا تفسیروي چې په تاریخي لحاظ د جنسیت په اړه دي او نارینه ته برتري او یا هم بهتري ورکوي.

د هغو آیاتونو بیا تفسیرول نوې نتیجې او بحثونه رامنځ ته کوي‌ چې د اسلامي فیمینستانو له نظره  د هغه تفسیر په تناسب چې یوې نرواکې ټولنې کړي، سم دي.

دا په دې دلیل چې هغه آیاتونه چې پوښتنې ېي پورته کړي او د نرواکې ټولنې تفسیر یې کړی دی، له متن سره تطابق نه کوي او نه هم د هغه آیاتونو هغه نتیجې  له اصلي‌ متن سره لګېږي. د ځینو اسلامي فیمینستانو د بحث اساس خپله قران دی (لکه؛ آمنه ودود، رفعت حسن) د نورو لپاره د شریعت قانون مهم دی چې په دقت وارزول شي. او بله ډله اسلامي فیمینستان بیا د احادیثو په بیا آزمايلو او بیا تعریفولو کار کوي. (لکه فاطمه مرینسي).

لکه څنګه چې به تر دې ورسته وویل شي، مختلفو پوهانو په بیلابیلو ډولونو دا ثابته کړې چې د نرواکۍ له وجې ډېری تفسیرونه د قران کریم د متن د ناسم پوهاوي له وجې تحمیل شوي او هغه حدیثونو ته اهمیت نه دی ورکړل شوی په کوم کې چې د ښځو د حقونو د مساواتو او د جنسیت د مساواتو په اړه ویل شوي دي.

لومړی، که څه هم، اسلامي فیمینیزم یو پراخ مذهبي بحث دی، خو بیا هم دا تګلاره یوازې د اسلام د دین انحصار نه دی. عیسوي فیمینیزم، هندي فیمینیزم، یهودي فیمینیزم، او نورو مذهبونو هم په همدې دریځ پانګونه کړې ده.

د فیمینزیم پوهان، که څه هم د اسلام وي او که د نورو مذهبونو، په دې ټینګار کوي چې د هغو په دین، تاریخ او دودونو کې جنسي مساوات شته، خو چون دین او مذهب له پیله د سړو لخوا تفسیر شوی او رسول شوی دی نو ځکه په کې د ښځو غږ چوپ شوی دی.

نو ځکه د فیمینیزم دیني پوهه هغه ښځینه تجربې دي چې د بې عدالتۍ او ناخوالو په برخه کې له مذهبي تجسس څخه پیلیږي.

اسلامي فیمینیزم یو څو بنسټيزې لاسته راوړنې درلودې. تر ټولو لومړی، په دې ټینګار کوي چې، که چېرې تفسیر د قرآن، او یا هم د کوم بل متن وي هغه ټول د انسان د خپلو نظریاتو، چاپيریال او د وخت پيداوار دی. (د نور مالوماتو لپاره د آمنه ودود (Qur’an and Woman) او د کرن بور (Gender Hierarchy in the Qur’an) خو بیا هم ډیري فیمینست پوهان (ودود، عاصمه برلاس) دا مني چې د قرآن شریف د تفسیر نه یوه لاره ده او نه یې هم کوم تفسیر مطلق دی.

یادښت: دا ژباړه د شهناز حقاني (په تکزاس کې د منځني ختیځ او اسلامیاتو متخصصه) د یو بشپړې څېړنیزې لیکنې لومړۍ برخه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *