تاند- مشهور دیني عالم ډاکتر ذاکر نایک په نړیوال معیار برابر د سولې لمسي فون (Peace Smart Phone) په نوم سمارټ فون خلکو ته وړاندې کړ.
رسنیو پرون /چهارشنبه/ په دوبۍ کې وویل د سولې په نوم دا سمارټ فون د ډاکتر نایک د فکر عکاسي کوي ځکه چې په دغه ټېلفون کې موجود معلومات د ده په لارښوونه او سپارښتنه ځای پرځای شوي دي.
د سولې په لمسي موبایل ټېلفون کې نه یوازې لومړني او اساسي دیني معلومات وړاندې کېږي بلکې ځینو مهمو دیني پوښتنو ته ځوابونه هم وايي.
په دې ټېلفون کې اسلام او نور دینونه هم سره پرتله شوي. دغه راز په یوه کلیک د ډاکتر نایک ویناوې، چې په مختلفو غونډو کې یې کړي، اورېدای شئ.
ډېر ښه.
der kha.