په ګڼ شمېر مسلمانو هېوادونو کې نن سبا خورا زیاتې ستونزې دي. کله چي د دې ستونزو پر عواملو او حل‌لارو خبرې کېږي؛ نو ډېری کسان لا په دې نظر دي چې د اسلامي نظام نه‌شتون د دې ټولو بدمرغیو سبب دی او که اسلامي نظام راشي؛ نو دا هر ډول ستونزې اتومات حل کېږي. هغه کسان چي د اسلامي نظام لپاره په مبارزه اخته دي، د هغوی لوی هدف همدا دی او دا د هر ډول ستونزو حل هم ګڼي.

راځو دې ته چي اسلامي نظام څه شی دی؟ د ادیانو لوی هدف هم اسلامي نظام وي، که هسې د واک غوښتونکيو له لوري دین ته منسوب یو تعبیر دی؟ د دې نظام په اړه په شرعي نصوصو کې څه راغلي؟ د دې نظام په اړه د خدای د رسول او د هغه د اصحابو تګلاره څه وه؟ او…

که د اسلامي نظام له غوښتونکو پوښتنه وسي چي اسلامي نظام یاني څه؟ دوی وايي، اسلامي نظام دا مانا چي حدود نافذ وي، اسلامي امیر موجود وي، د اساسي قانون پر ځای د خدای قانون د عمل وړ وي، له کفارو سره اړیکې غوڅې وي، د کفارو خلاف جهاد روان وي، خلګ په دولتي کچه له بدو منع او ښو ته را بلل کېږي.

که پر لومړۍ خبره فکر وکړو، نو دوی د یوه ناوړه کار د اسبابو د درک پر ځای د هغه کار سزا ته خوشاله وي. د دوی په اند لاس غوڅول د شریعت هدف دی، خو دې ته فکر نه کوي چي لاس پرې کول د جرم د مخنیوي په خاطر و، نه د یوې شرعي موخې په توګه. لومړی بايد د جرم عوامل له منځه یووړل سي، اسباب يې درک سي او که د دې ټولو سربېره چا جرم وکړ، د سزا وړ دی.

دا نه یوازي د عقل غوښتنه ده بلکي نقل يې په صراحت تاييد هم کوي. له دې امله رسول الله خلګو ته داسي توصیه کوي:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «تَعَافُّوا الْحُدُودَ فِيمَا بَيْنَكُمْ، فَمَا بَلَغَنِي مِنْ حَدٍّ فَقَدْ وَجَبَ» (سنن ابي داؤد: ۴۳۷۶)

ژباړه:عبد الله بن عمرو بن العاص روايت کړی چي رسو الله وویل: تر خپل منځ مو حدود سره معافوئ، که په یوه حد زه خبر سم، حد واجبېږي.

له دې حدیثه ښکاري چي پر خلګو د حدودو له جاري کولو بايد تر خپله وسه ډډه وسي. که خلګو تر خپل منځ ستونزې سره حل کولې، د حدودو اړتیا نه‌سته. حد له خپلو ټولو شرایطو سره که امیر ته خبره ورسېده، د نفاذ وړ دی. دا هم ترې ښکاري چي اساسي هدف سزا نه ده، د سزا لپاره خوشالي بې‌ځایه ده، اصلي موخه د جرایمو مخنیوی دی، له دې امله نو عمر فاروق رض ویلي:

قَالَ عُمَرُ: «لَا يُقْطَعُ فِي عِذْقٍ وَلَا عَامِ السَّنَةِ»(مصنف ابن ابي شیبه: ۲۸۵۸۶)

ژباړه: عمر رض ویلي: د خورما پر تنه یا ښاخ کي د پاتې خورما له امله او په وچکالي کي دي لاس نه پرې کېږي.

عمر فاروق د خپل خلافت مهال په وچکالي کي د غلا حد ځنډولی وو. پاس جمله هم د دې ادعا پوره تاييد کوي. ما د دې مقالې لیکلو پر وخت د هغو عالمانو لیکنې هم ولوستې چي د عمر فاروق له دې کاره يې دفاع کړې وه. د همدې ځنډېدنې له امله پر عمر فاروق خورا ډېري نیوکې هم سوې چي ګڼو ديني عالمانو يې ځوابونه ویلي دي.

په همدې اړه ابن قیم د امام احمد قول نقلوي:

قَالَ السَّعْدِيُّ: سَأَلْت أَحْمَدَ بْنَ حَنْبَلٍ عَنْ هَذَا الْحَدِيثِ فَقَالَ: الْعِذْقُ النَّخْلَةُ، وَعَامُ سَنَةٍ: الْمَجَاعَةُ، فَقُلْت لِأَحْمَدَ: تَقُول بِهِ؟ فَقَالَ: إي لَعَمْرِي، قُلْت: إنْ سَرَقَ فِي مَجَاعَةٍ لَا تَقْطَعُهُ؟ فَقَالَ: لَا، إذَا حَمَلَتْهُ الْحَاجَةُ عَلَى ذَلِكَ وَالنَّاسُ فِي مَجَاعَةٍ وَشِدَّةٍ.(اعلام الموقعین)

ژباړه: سعدي ویل، له احمد بن حنبله مي د دې حدیث په اړه پوښتنه وکړه، ده ویل؛ عذق مانا خورما او عام سنة د لوږې مانا لري. دی وايي، احمد ته مي وویل، ته يې هم منې؟ ده ویل: هو، په خپل عمر مي قسم. ما وویل: که چا په لوږه کي غلا وکړه ته يې لاس نه پرې کوې؟ ده ویل: نه، که خلګ په لوږه او سختي کي وي او یو کس د اړتیا له مخې غلا وکړي، دا کار نه کوم.

په اعلام الموقعین کي ابن قیم پسي وايي:

وَعَامُ الْمَجَاعَةِ يَكْثُرُ فِيهِ الْمَحَاوِيجُ وَالْمُضْطَرُّونَ، وَلَا يَتَمَيَّزُ الْمُسْتَغْنِي مِنْهُمْ وَالسَّارِقُ لِغَيْرِ حَاجَةٍ مِنْ غَيْرِهِ، فَاشْتَبَهَ مَنْ يَجِبُ عَلَيْهِ الْحَدُّ بِمَنْ لَا يَجِبُ عَلَيْهِ، فَدُرِئَ.

یاني په وچکالي کي اړتیاوي او مجبور کسان زیات وي، په خلګو کي د شتمن او هغه چي له اړتیا پرته يې غلا کړې وي له بله توپير نه کېږي. له دې امله د هغه چا چي حد پر واجبېږي له هغه سره فرق نه کېږي چي حد پر نه‌سته، ځکه نو حد ترې ایسته سوی.

له دې قولونو مالومه سوه چي حد د جرایمو د مخنیوي لپاره دی. مخکي تر دې چي د جرم علتونه درک او بیا يې د له منځه وړلو کار پيل سي، د اوسني اسلامي نظام غوښتونکي دې ته خوشاله وي چي د یو چا لاس غوڅ کړي، بل په ډبرو ویشتلو مړ کړي، یو بل خوار بیا قصاص ته ودروي او نور بیا په درو ووهي. په داسي حال کي چي ټول فقهاء په یوه خوله وايي، د حدودو جاري کول د امیر یا نایب کار دی. هغه څوک چي نه د جرم علتونه پېژندلای سي، نه يې د له منځه وړلو وس لري او نه پوهه، نه یوه لوېشت ځمکه تر واک لاندي لري، نه يې محکمه او څارنوالي مالومه وي، شل واره يې اعتراف کړی چي بې‌ګناه کسان يې په محکمه کي تورن سوي او بیا سزا ور کول سوې. دغسي ډلې ټپلې په هيڅ مذهب او اسلامي فقه کي د حدودو د جاري کولو واک نه لري.

دغه کسان په هغو وروسته پاته ټولنو کي د اسلامي نظام چیغې وهي چي خلګ يې له لوږې مړه کېږي. د بې‌کارۍ له امله په میاشت کي زرګونه ځوانان نورو هیوادونو ته تېښته کوي. د میرمنو مهرونه له اسمان سره خبرې کوي، وچکالي يې کښتونه، باغونه، رمې او نور د کار و کسب شته داسي ورختم کړل چي که نن له چا سره یو څه سته هم، نو پر هيڅ حساب دي. د زده‌کړو په برخه کي دومره پاته دي چي ان ابتدايي تعلیم هم د ګوتو په شمار کسان لري. د لسګونو کالو جنګونو يې د هېواد بنسټونه وران کړي، عامه تاسیسات خراب سوي، د امن ساتلو اورګان له بېخه ویستل سوی، د خلګو د هېواد پالنې، ملت‌پالنې او خپلو ارزښتونو پالنې روحیه سخته کوټل سوې او په خلګو کي اوس د خدمت جذبه نه پاته نه ده. په دغسي ټولنو کي عقل او شریعت دواړه دا وايي چي لومړی د هر جرم لامل په ګوته سي، حل‌لار يې وښووله سي، خلګ له ستونزو را وکښل سي او بیا د اسلامي نظام شعار پورته سي، خو زموږ افراطیان د دې ټولو ستونزو حل  په اسلامي نظام کي ويني. حقیقت دا دی چي ستونزې خپل عوامل او حل‌لاري لري. که هر څوک يې له هماغو لارو د حل هڅه و نه کړي، نو د هيڅ نظام مفاهیم يې هم نه‌سي حل کولای، دا نظامونه تجربه سوي دي. له ننه سوونه کاله مخکي چي خلافت موجود و، هم اسلامۍ نړۍ یو سمندر ستونزو په مخه کړې وه او نن بیا دوه سمندره مشکلات ورته رامات دي. که موږ ځمکني حقایق و نه منو او هسي په خیالي نړۍ کي د خوشالۍ هڅه وکړو، تل به مو همدا حال وي لکه اوس چي ورسره مخ یو.

د اسلامي نظام او اسلامي امیر اصطلاحات هم د دين او شریعت په نصوصو کي نه‌سته. قران‌کریم هيڅ پيغمبر ته د شرعي سلطان، شرعي امیر، شرعي خلیفه او شرعي نظام د ورکړې یادونه نه ده کړې، خو هر ځای يې دا ورته ویلي چي نبي يې، رسول مو استولی يې، د خلګو په ديني چارو کي لارښود يې. رسول الله چي په خپل ژوند کي د ديني رهبر تر څنګ سیاسي او نظامي مشر هم وو، د خپل ځان په اړه هيڅ ځای نه دي ویلي چي زما نظام شرعي نظام دی او زه يې شرعي امیر يم. خپل حکومت يې د خلافت په نوم نه دی نومولی او د ټولو چارو په اړه يې د اصحابو له مشورو سره سم کار کاوه. قران‌کریم امر کړی دی چي د مسلمانانو خپل‌منځي چارې د هغوی په مشوره کېږي او کار بايد اهل کار ته وسپارل سي. همدې دوو اصولو ته په پام رسول الله د جنګ لپاره خالد غوره کاوه او د ديني پوهاوی په پار به يې معاذ یا مصعب استول. د جنګونو، سولي، له مخالفو کسانو سره د تړون کولو، بندیانو، امیر ټاکلو او دې ته ورته نوري سترې دندې به يې د اصحابو په مشوره مخ ته وړې او هر ځای يې د اکثریت په مشوره عمل کړی دی. له دې خپله ښکاري چي حکومت یوه دنیوي چاره ده او د کارونو په اړه يې انبیاء علیهم الصلاة و السلام ته هم وحې نه کېده. حتا د نبیانو او رسولانو لویه برخه هغه څوک دي چي هيڅ ډول نظام يې نه در لود او قران کریم د هغو یادونه هم کړې ده چي د بل تر مشرۍ لاندي يې خپل کار ته ادامه ور کوله.(البقره: ۲۴۷) ځيني نبیان په زندانونو کي په همدې اعزاز نازول سوي او بندیانو ته يې خپل دعوت رساوه. (یوسف: ۴۰)

که له دین او شریعته هدف نظام وي، ایا په بنديخانه کي نظام جوړېدای سي؟ ولي د نبیانو غوڅ اکثریت هيڅ نظام نه لري؟ د ټولو نبیانو په لړ کي یوازي درې یا څلور کسان يې داسي دي چي د نظام په راس کي قرار لري؟ ولي رسول الله د عربو پر ځای چي هيڅ نظام يې نه در لود د فارس یا روم لور ته نه لیږل کېده چي برحاله نظامونه يې لرل او د عربو په پرتله يې د ژوند سطحه لوړه وه او په ښه توګه د اسلامي نظام نفاذ يې کولای سوای؟

اصلاً د نظام لپاره یو موډل جوړېدای نه‌سي. هغه څه چي هره ورځ يې د تغییرېدا او بدلېدا احتمال وي، هغه ته یو فارمول را منځ ته کول، انسانان له کړاو سره مخ کول دي. خدای پاک د همدې لپاره حکومت له ديني و شرعي چارو بېل ساتلی او د نظام په اړه يې یوازي دوه ځایه لارښوونې کړې دي. د شورا اصل او اهل کار ته کار سپارل د قران هغه لارښوونې دي چي د نظام په اړه يې کړې، نور قران له نظام سره کار نه لري. د یو چا کور ته د ورتلو پر مساله ږغېدلی، خو د نظام مشر د ټاکلو مساله يې خلګو ته ایله کړې. رسول الله کور ته د ورتلو اجازه بیان کړې، خو د مرګ مهال يې د مشر ټاکلو، نظام فارمول بیانولو، وزیرانو، امیرانو، رییسانو، والیانو، جنګي قوماندانانو، سفیرانو او نورو چارواکيو په اړه یوه لارښوونه هم نه ده کړې. د مرګ پر مهال يې د لمانځه یادونه کوله، له مرېيانو سره د سلوک خبره ورته مهمه وه، بهرني سفیرانو ورته ارزښت درلود، خو د خپل نظام د مشر ټاکلو مساله يې همداسي خلګو ته ایله کړه!؟ د قران‌کریم او رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې تګلاره کي یو لوی سبق او درس پروت و. د انسانيت خالق نه غوښتل چي د یوه چوکاټ په ټاکلو راتلونکي خلګ له ستونزو سره مخ کړي. له دې امله شریعت د نظام په برخه کي له مسایلو څخه صرف نظر کړی. دا کار شارع ارادي کړی او د دې حکمت رسول الله په یوه حدیث کي داسي بیان کړی:

مَا أَحَلَّ اللَّهُ فِي كِتَابِهِ فَهُوَ حَلالٌ وَمَا حَرَّمَ فَهُوَ حَرَامٌ وَمَا سَكَتَ عَنْهُ فَهُوَ عَفْوٌ فَاقْبَلُوا مِنَ اللَّهِ عَافِيَتَهُ فَإِنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُنْ لِيَنْسَى شَيْئًا، ثُمَّ تَلا هَذِهِ الآيَةَ: {وَمَا كان ربك نسيا} . (مسند البزار: ۴۰۸۷)

ژباړه: الله چي څه په کتاب کي حلال کړي هغه حلال دي او څه چي يې حرام کړي هغه حرام دي. له څه چي يې سکوت کړی هغه معاف دي؛ نو د الله معاف سوي ومنئ، ځکه الله هيڅ شی هم نه هېروي بیا يې پاس ایت ولوست.

د دې حدیث د اصل له مخې د حکومت چارې په درېيم اپشن کي راځي. قران کریم او نبوي سنتو يې په اړه سکوت کړی، دا د خدای معاف سوې چاري دي چي مسلمانان يې بايد ومني او پر ځان سختي و نه کړي، که نه د رسول الله زېری دی چي که چا سختي وکړه دین به اخېر ورته سخت سي. (بخاري)

ایا مسلمانان اساسي قانون ته اړتیا دي؟

يو وخت د مسلمانانانو او په تېره بیا زموږ د افغانانو حالت داسې و چې د هر بل قانون نوم یادول د قران ضد بلل کېده. له دې امله چا دا جرات نه درلود چې یو بل قانون د دنیايي مسالو د حل په موخه جوړ کړي. دا فکر لا اوس هم شته چې مسلمانان د قران په مقابل کې بل قانون ته اړتیا نه لري. ایا دا خبره سمه ده که ناسمه؟

دلته پر دې خبره بحث کوو. د سر خلاصولو او افهام و تفهیم تګلاره ده نه پر یو چا د ټاپو لګولو. مخکې مې هم وویل چې قران‌کریم د دین او شریعت د یوه متفقه متن په توګه او د رسول الله سنت يې د شرحې په ډول کله هم د نظام له‌پاره یو چوکاټ، فارمول او موډل نه دي ټاکلي. قران ته د اساسي قانون نوم ورکول د قران‌کریم له حیثیته ناخبري ده. دا یو واضح حقیقت دی چې د قران‌کریم او نبوي سنتو لارښوونې د اساسي قوانینو له هدایاتو سره توپير لري. قران‌کریم او نبوي سنت د دین او شریعت تر چوکاټه را محدود دي. له دې امله رسول الله اصحابو ته په دنیايي چارو کې پراخه اجازه ورکړې وه.

د قران‌کریم او اساسي قانون دې جلا حیثیت ته په کتو ویلای شو چې هر هېواد نن یوه داسې قانون ته اړتیا لري چې دنیوي چارې په حل و فصل کړي. رسول الله له مکیانو سره د تړون پر مهال د وحې انتظار و نه کړ، د خندق په غزا کې يې د متحدو لښکرو له ځينو مشرانو سره د مفاهمې خبره د اصحابو مشورې ته وړاندې کړه، خو د وحې انتظار يې و نه کړ. د مدينې له یهودو سره يې د میثاق مدینه په نوم تړون وکړ، یهودو ته يې د دین پوره ازادي هم ورکړه، په اړه يې د هيڅ ډول وحې انتظار نه دی کړی. د حبشې پاچا له دې سره چې مسلمان و، لسګونه مهاجرو مسلمانانو پنا هم اخیستې وه، رسول الله هيڅکله ترې و نه غوښتل چې یا په خپل ملک کې اسلامي نظام پلي کړه یا ته او ټول مهاجر اصحاب مدینې ته هجرت را وکړئ. د همدې نجاشي تر مرګ وروسته رسول الله د هغه ځای‌ناستي نجاشي ته هم د اسلام بلنه ورکړه، خو د اسلامي نظام د نفاذ هيڅ یادونه نه‌شته. (مسلم؛ ۱۷۷۴)

د قران‌کریم مقام ته که موږ د دې ايت په رڼا کې وګورو، بیا داسې غلطي نه کوو؛

وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا (الحج؛ ۷۸)

ژباړه؛ او د الله له‌پاره پوره کوښښ وکړئ، همده تاسې غوره کړي یاست او په دين کې يې پر تاسې هيڅ تکلیف نه دی راوستلی. ستاسې د پلار ابراهیم ملت دی، ده مخکې هم مسلمان نومولي واست او په دې «کتاب» کې هم.

دلته وینو چې قران‌کریم يو ديني کتاب دی. د ابراهیم علیه السلام ملت دی. ابرهیم علیه السلام او د ده اولادونو هيڅ ډول نظام نه درلود. قران‌کریم رسول الله ته امر کوي چې د ابراهیم علیه السلام تابعداري وکړي، د هغه نور اولادونه هم د هغه په تابعداري مکلف وو، مګر په تګلاره کې يې هيڅ اسلامي نظام نه‌شته او نه دې ته ورته مفاهیم پکې تر سترګو کېږي.

له دې امله دې اساسي قانون او قران‌کریم نه سره پرتله کېږي. قران د دین او شریعت قانون دی او اساسي قانون د دنیايي چارو په اړه هدایات لري. د دې دوو تر منځ پرتله هيڅ ممکنه نه ده. پرتله د هغو قوانینو تر منځ کېږي چې د یوې کټګورۍ وي، اما دلته د هر قانون مقام او زاویه بېله ده. له دې امله بايد په خپله ناخبري د قران‌کریم مقام را ټيټ نه کړو او د هر قانون لارښوونې پر خپل ځای عملي کړو.

له نامسلمانو سره اړیکو ته اسلام په کوم نظر ګوري؟ ایا د اسلامي نظام یوه ځانګړنه دا ده چي له نامسلمانو سره په دولتي کچه اړیکې پرې کړي؟ زموږ افراطیان خو نن په همدې پلمه د اسلامي نړۍ ټول حکومتونه د کفر په ټاپه وهي او پر ضد يې قیام لازمي د شریعت امر بولي. زموږ په هېواد کي دا څلوېښت کاله په همدې بانه خلګ وژل کېږي، عامه تاسیسات نړول کېږي، د علم مرکزونه تخریبېږي، معابد انفجارېږي، پل و پلچک الوزول کېږي، لويې لاري کنډ و کپر کېږي، د برېښنا مزي غوڅېږي، پايې يې نړېږي، د اوبو بندونه ماتېږي او د برېښنا د توليد توربین په نورو پلورل کېږي.

نور تر هر څه راتېرېږو او مستقیماً دې پوښتنې ته ځواب وایوو. که په لنډو ووایو، اسلام نه له مسلمان او نه له نامسلمان سره پر اړیکو بندیز لګولی. د بندیز ځایونه مشخص موارد دي چي بايد مشخص کړای شي، نه داسې لکه د اسلامي نظام اوسني غوښتونکي چې وايي.

لومړی دلته د قران‌کریم هغه درې ایاتونه راوړم چي دا موضوع يې مشخصه کړې او له دې موضوع سره تړلي اياتونه ټول بايد په همدې اياتونو تفسیر شي. ځکه د اصولو قاعده همدا ده چي مطلق په مقید تفسیرېږي، مثال يې د مطلق «دم» دی چي بل ځای قران‌کریم د «مسفوح» قید ورسره اضافه کړی؛ نو ځکه مطلق وینه حرامه نه ده بلکي، دم مسفوح حرامه ده. «البرهان في علوم القران، تنبیه في حمل المطلق علی المقید»

قران‌کریم د اړیکو په اړه مشخصه تګلاره ټاکي او وايي؛

عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (7) لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (الممتحنه: ۷، ۸، ۹)

ژباړه؛ نږدې ده چي الله به ستاسې او هغو تر منځ دوستي راولي چې له دوی څخه يې له تاسې سره دښمني کړې وه. الله يې وس لري. الله بښونکی او مهربانه دی. الله تاسې له هغو سره له نېکي او انصافه نه منع کوي چې له تاسې سره يې پر دین جنګ نه وي کړی او نه يې تاسې له سیمو ایستلي یاست. بې‌شکه الله انصاف کونکي خوښوي. یقیناً د هغه چا له دوستي مو منعه کوي چي پر دین يې له تاسې سره جنګونه کړي او تاسې يې له دیارونو ایستلي یاست یا يې ستاسې پر ایستلو مرسته کړې وي. له دوی سره که چا دوستي وکړه، همدوی ظالمان دي.

دا یاتونه دومره واضح، روښانه او له هر ډول ابهام و اغماضه دومره خوندي دي چي که په دې موضوع کي یو څوک واقعاً د ځان‌پوهونې هڅه کوي، د دې اياتونو په لوستلو به يې هيڅ شک هم پاتې نه‌سي او په ذهن کې ورسره ټول سوالونه به يې حل شي.

په لومړي ايت کې خدای پاک مسلمانانو ته د احسان په توګه وايي چې له ځینو هغو سره به مو دوستي پيدا کړي چې مخکې يې دښمني درسره کړې. د «مودة» لفظ د مسلمانۍ په مانا نه دی، بلکې هغوی به له دې سره چې نامسلمان به وي، له مسلمانانو سره به دوستي ته زړه ښه کړي. قران دا ټکی د خدای یو احسان بللی دی او په واضحو الفاظو يې مسلمانانو ته یادونه کړې ده. دا وروسته ایت يې علت هم بیانوي. دا کار الله ځکه کوي چې خدای له هغه چا سره ستاسې دوستي، نېکي انصاف او عدالت بندونکی نه دی چې له تاسې سره د دین له امله شخړې نه کوي، ګواکې له هغه چا سره چې مسلمان نه وي، خو د دین له امله د مسلمان‌وژنه او تخریب هم نه غواړي د مسلمان دوستي، اړیکې، نېکي، انصاف او عدالت شرعاً ناروا نه، بلکې ښه کار دی او الله له دې کسانو سره مینه کوي. هغه څوک له کفارو سره له اړیکو منعه شوي چې هغوی د دین له امله شخړې کوي او مسلمان د اسلام له امله بد ګڼي. وژني يې او له خپلو سیمو يې شړلو ته اړ کوي. قران‌کریم وايي له دوی سره اړیکې مه پالئ او که چا په دې لارښوونو سربیره اړیکې او دوستي ورسره وپالل، ظالمان دي.

همدې ته په کتو رسول الله خپل اصحاب د روم، یمن، بحرین او یهودو له بازارونو منعه نه کړل چې له هغوی سره يې اقتصادي و سوداګریزې اړیکې درلودلې. ثمامه بن اثال ته يې امر وکړ چې د مکیانو د قافلو لار خوشې کړي. «فتح الباري»

عمر فاروق رض يې له دې منع نه کړ چي خپل مشرک ورور ته یوه ورېښمينه چپنه ور ولېږي او دا مهال هغه په مکه کي اوسېده. (مسلم: ۲۰۶۸) د خبیر ځمکې يې هغو یهودو ته بېرته ورکړې چي له ده سره يې جنګ کړی و. اکیدر بن مالک يې تر نیولو وروسته بېرته خپلې سیمې ته ولېږه او پر نامسلمانو يې همداسي حاکم پرېښود. د حديبيې په سوله کي يې بنو خزاعه د مسلمانانو لوري ته کړل په داسي حال کي چي هغه قبیله مسلمانه نه وه. په تړون کي ویل سوي وو چي پر بنو خزاعه بريد پر مسلمانانو بريد دی. (الرحیق المختوم)

قران‌کریم خو لا دا خبره هم په ښکاره الفاظو کړې ده:

وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (الانفال: ۷۲)

ژباړه: او د دين په اړه که درڅخه مرسته وغوښتل سوه نو مرسته ور کړئ مګر هغه قوم چي ستاسو و د هغوی ترمنځ تړون وي. الله ستاسو د اعمالو لیدونکی دی.

دلته ویل سوي چي که نامسلمان له ځينو مسلمانو سره د دین پر سر شخړه کوي. همدا مسلمانان له نورو مسلمانانو څخه مرسته وغواړي نو قران وايي، مرسته يې وکړئ، که نور مسلمانان له همدې محاربو کافرانو سره تړون ولري؛ نو په جنګ کي مداخله نه‌سي کولای. له دې مالومېږي چي مسلمانان کولای سي دوه یا څو بیل حکومتونه ولري، ځکه که تر یوه دولتي چتر لاندي وای نو بیا څنګه امکان لري چي هم دي له نامسلمانو سره تړون ولري او هم دي جنګ ورسره وکړي؟ دې ايت چي کوم حالت ته اشاره کړې، دا یوازي په هغه صورت کي ممکن دی چي د مسلمانانو څو حکومتونه موجود وي. یو حکومت د خپلو ګټو په خاطر له نامسلمانو سره اړیکې جوړوي او مختلف تړونونه ورسره کوي او د مسلمانانو بل حکومت بیا خپلو حالاتو ته په کتو جنګ ورسره کوي. دا ايت د خلافت د هغو مدعیانو پر ادعا هم چليپا را کاږي چي وايي، د مسلمانو هیوادونو تر منځ سرحدونه نه‌سته او دا د اسلام غوښتنه ده.

نن چي په اړیکو کي اقتصاد مهم رول لري، هيڅ هیواد له بل مسلمان یا نامسلمان سره د دین او مذهب په خاطر اړیکې نه پالي. که د مذهب خبره مطرح وای زموږ افغانان، د عراق مهاجر او له سوریې تښتېدونکي کسان به د اروپا پر ځای سعودي، قطر، اماراتو، پاکستان او د مسلمانانو نورو هیوادونو ته تلای!؟ هيڅ مسلمان هیواد نن خپلو مسلمانو وروڼو ته ځای نه ورکوي. اسلام د اړیکو لپاره هيڅ اصول نه دي ټاکلي. یوازي له هغه چا سره دوستي منعه سوې چي پر دین مسلمان زوروي او هغه هم یوازي د هغه مسلمان لپاره چي له همدې نامسلمانو څخه ازار ويني، دا اصل هم د ټولو مسلمانو لپاره نه دی. که یو هیواد له هغه محارب کافر سره اړیکه وساتي چي یو بل ځای له مسلمان هیواد سره په جنګ اخته وي، اسلام د اړیکې غوڅولو امر نه دی ور ته کړی. لوړ ایت د دې ښکاره ثبوت دی، د اړیکو په برخه کي اسلام یوازي همدا اصل بیان کړی، نور کوم فارمول نه لري.

د خلافت یا اسلامي نظام غوښتونکي هر وخت د جهاد یادونه هم کوي چي پخوا مسلمانو پاچانو جهاد کاوه او نن اسلامي نظام نه‌سته له دې امله جهاد هم موقوف سوی دی. همدا لامل دی چي ګڼ شمېر اسلام ته منسوبو ډلو په يوه او بل نوم د جهاد بیرغ پورته کړی او ادعا کوي چي خالص جهاد کوي او یوازي د دې شرعي فريضې احیا يې هدف دی.

راځئ دلته د جهاد پر مشروعیت، طریقه، د پخوانو حکومتونو پر تېرو جګړو او د نن ډلو پر روانو جنګونو بحث کوو او دا چي اولنو او وروستنو له دې نامه په استفادې څه وکړل؟

د جهاد لغوي مفهوم ډېر کوښښ دی او اصطلاحي مانا يې یوازي قتال نه دی، بلکي د دين او شریعت لپاره ټولي هڅې جهاد بللای سو. قران‌کریم په مکي سورتونو کي هم د جهاد یادونه کړې ده، یو ځای وايي:

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ (العنکبوت: ۶۹)

ژباړه: او هغه چي زموږ لپاره هڅې کوي، ارو مرو به زموږ لاري ور وښيو او بې‌شکه الله خامخا له نېکانو سره دی.

يوه حدیث د مور و پلار خدمت جهاد بلل سوی:

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو، قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَسْتَأْذِنُهُ فِي الْجِهَادِ فَقَالَ: «أَحَيٌّ وَالِدَاكَ؟» قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «فَفِيهِمَا فَجَاهِدْ» (مسلم: ۲۵۴۹)

ژباړه: عبد الله بن عمرو ویل چي رسول الله ته یو کس راغی او جهاد ته د تلو اجازه يې غوښته. ده ورته وویل، مور و پلار دي ژوندي دي؟ هغه ویل، هو! رسول الله ورته وویل، د هغوی په خدمت کي کوښښ وکړه.

له دې نصوصو ښکاره سوه چي جهاد یوازي جنګ نه دی. د دین او شریعت لپاره ټولي هڅې تر دې مفهوم لاندي راځي. د کوم شي لپاره چي نن خلګ د جهاد توری کاروي هغه ته قران‌کریم د قتال نوم ورکړی. په احادیثو کي هم د دین لپاره جنګ ته د قتال نوم کارول سوی. البته مقاتله هم د جهاد یو جز کېدای سي. ځکه که د دین لپاره څوک جنګ کوي دا هم یو دیني خدمت دی چي د جهاد په پراخ مفهوم کي ځايېږي.

مقاتله څه وخت مشروع ده؟

قران ‌کريم يې په اړه وايي:

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ (39) الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا (الحج: ۳۹، ۴۰)

ژباړه: مقاتلینو ته له دې امله اجازه ورکول سوې چي ظلم پر سوی او یقنیا الله يې پر مرسته قادر دی. هغه چي له څه حق پرته له خپلو سیمو وشړل سول، مګر دا چي ویل يې الله زموږ رب دی او که الله ځيني انسانان په نورو نه دفعه کولای، نو د راهبانو خونې، د یهودو عبادتځایونه، د عیسویانو معابد او هغه مساجد به خراب سوي وای چي د خدای نوم ډېر پکي ذکر کېږي.

یو بل ځای وايي:

وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (البقرة: ۱۹۰)

ژباړه: او د الله په لار کي له هغو سره وجنګېږئ چي له تاسې سره جنګ کوي او تېری مه کوئ، یقیناً الله تېریګر نه خوښوي.

په يو بل ځای کي دې موضوع ته داسي اشاره کوي:

وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ (12) أَلَا تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُمْ بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (التوبه: ۱۲، ۱۳)

ژباړه: او که دوی تر خپلو ژمنو وروسته وعدې ماتې کړې او ستاسې په دين کي يې بد ویل پيل کړل، د کفارو مشران ووژنئ، یقیناً دوی هيڅ ژمنې ته پابند نه دي، په دې سره ښايي را وګرځي. ولي له هغه قوم سره جنګ مه کوئ چي خپلې ژمنې يې ماتې کړې، د رسول د ایستلو تکل يې کړی او همدوی لومړی ځل «جنګ» پيل کړی. ایا له دوی ډارېږي؟ الله د دې وړ دی چي ترې خوف وکړئ که رښتيا مومنان یاست.

په دې درو اياتونو کي که فکر وکړو نو پوهېږو چي مقاتله په شریعت کي څه حکم لري. د اسلام تر ټولو معتبر کتاب قران‌کریم په واضحو الفاظو وايي چي مقاتله یوازي د ځان د دفاع وسیله ده، نه د نورو د غلام کولو، ځمکو نیولو، واک غصبولو، دولت و ثروت ګټلو او نوم لوړولو خدايي اجازه‌لیک چي هر وخت به مسلمانان د نور خدايي مخلوق ژوند د خدای او رسول په نوم ور تنګوي او د ژوند کړۍ به ور باندي را سختوي.

په لومړی ايت کي راغلي چي د مقاتلې اجازه له دې امله ورکول سوې چي د دين له امله ظلم ورسره کېږي. مقاتله د دې لپاره ده چي د هر عابد د عبادتځای خوندي سي. نه داسي لکه نن چي پر معابدو حملې د اسلامي نظام په نوم تر سره کېږي. دويم ايت کي ویل سوي چي یوازي له هغه چا سره جنګ وکړئ چي له تاسې سره جنګېږي او پر نورو به تېری نه کوئ. په درېيم ايت کي راغلي چي له مقاتلې مخ مه اړوئ، ځکه جنګ تاسې نه دی پيل کړی، لومړی ستاسې دوښمن جنګ ته مخه کړې، هغوی رسول له سيمې پسي اخیستی، خپلې وعدې يې ماتې کړې او دا هر څه له دې امله کوي چي ستاسې دین له هغوی بېل دی، د دې ټولو تر څنګ په دین کي بد رد هم وايي؛ نو د دوی په اړه ویل سوي چي مشران يې ور قتل کړئ.

د دې موضوع په اړه راغلي ټول اياتونه او احادیث به په همدې ایاتونو تفسیرېږي، د مقاتلې په اړه د دې اياتونو حکم واضح، پرېکنده، قاطع او له هر ډول شک و شبهې وتلی دی. د مقاتلې په اړه ټول نصوص که په دې تله وتلو، د نن ورځې ډلې ټپلې او د پرون ورځې ځان و واک غوښتونکي امیرانو، پاچاهانو او خلفاوو یوازي د ځمکې نیولو، قدرت ساتلو، ثروت زیاتولو او پر خلګو د راج چلولو لپاره د مقاتلې تر نوم لاندي عام مسلمانان جنګول چي ګټه يې یوازي دوی ته رسېده.

د دې ادعا ستر ثبوت د مسلمانانو په تاریخ کي خوندي دي. د همدې مجاهد خلیفه، امیر او پاچا یا هم د نن ورځې جهادي ډلو د شخصي واک، ځواک او ګټو په وړاندي که مسلمان خنډ پيدا کړی او که کافر دوی ورسره جنګېدلي او نن هم جنګېږي. موږ وینو چي د امارت جنګیالي د داعش له کسانو سره په جنګ دي او د داعش دا له القاعده سره جنګېږي. په افغانستان کي د روس خلاف جنګېدلي د مقاومت ډلې لومړی یو له بل سره په جګړه سولې او وروسته يې له طالبانو سره جنګونه وکړل. په تېر تاریخ کي د فاطمیانو خلافت د عباسیانو خلافت مقاومت کاوه او عباسیانو بیا د امویانو تخته چپه کړه. پر عثمانیانو محمد بن عبد الوهاب د جهاد اعلان وکړ او د هغوی خلاف بیا شیعه ته منسوبې ډلې ودرېدې چي تر ننه یو بل سره وژني. که د شریعت له لوري د نظام په برخه کي باوري او واحد فورمول موجود وای، ولي به د داعش نظام له امارتیانو له نظام سره توپير درلود؟ ولي به د سني نظام د شیعه د نظام چپه کولو کوښښ کاوه؟ ولي امویان عباسیانو را نسکور کړل؟ ولي وهابیانو د حنفي عثمانیانو پر خلافت د جهاد اعلان وکړ او د هغوی د خلافت پر ځای يې خپل شاهي نظام را منځ ته کړ؟ او…

دا وژنې، غصبونې، لوټنې، پيسې اخیستنې او ترټنې ټولي د جهاد او مقاتلې تر عنوان لاندي کېدې او نن هم کېږي. نه پخوا چا د دین له امله له نورو سره جګړې کولې او نه نن جنګونه د دین پر سر کېږي. د مسلمانانو تر هیوادونو په نامسلمانو هیوادونو کي مساجد، مسلمانان، مدرسې او د تبلیغانو جوفې زیاتي دي. ټول جهادي تحریکونه نن هم تر کافر مخکي مسلمان وژني او پرون يې هم  وژل. د درېيم خلیفه عثمان غني رض له شهادته را په دې خوا چي مسلمانانو په خپلو تورو شهيد کړ، بیا تر ننه د یوه مسلمان د حرب و ضرب اله د بل پر خلاف پورته کېږي او د مسلمان وینه د مسلمان په لاس تویېږي. دې فتنو او فسادونو ته د جهاد نوم ورکول له دیني مفاهیمو سره ستره جفا ده. د مسلمانانو همدې کارونو د هغوی د سولي دين د جنګي دين په توګه معرفي کړ. مسلمان د سولي نماینده يې د ترهګر په څېره کي را ښکاره کړ او هغه جوفې جوفې خلګ چي د خدای دين ته په اخلاص او صداقت راتلل د دوی د وحشي او دین ضد کړنو له امله زړه‌بدي او بېرته شا ته وترهېدل. دا لله دین او شریعت، خدای او رسول، قران او سنت سره د مسلمانانو خپله لویه جفا وه چي د حق و عدالت دین يې د نورو په وړاندې له ارزښتمن مقامه را کوز کړ. د مسلمان هغه توره چي د خپل مسلمان ورور سر يې د جهاد په بانه پرې کړ، اسلام د نورو په سترګو کي بې‌اهمیته کړ. د خلافت هغه خیالي خوبونو چي نه يې قران امر کړی او نه رسول عملي کړی و، نامسلمان د مسلمانانو په وړاندې درولو ته اړ کړل.

تېروتنه زموږ ده. قران دا دین ټول انسانیت ته رحمت بللی دی. عالمین یوازي مسلمانان نه دي، بلکي نور ملتونه هم کي شامل دي. کوم دين چي یو ځل د رحمت جامه واغوندي هغه بیا وحشت نه‌سي کېدای، خدای چي کوم دین ته د رحمت نوم ورکړی هغه بیا د نورو د ژوند واک نه ترې اخلي. دا موږ يو چي رحمت مو په وحشت خلګو ته معرفي کړ، نه یوازي نامسلمان را څخه کړېږي، بلکي پر مسلمانانو مو بده ورځ راوستلې ده.

بدبختي دا ده چي د نن ورځې په نوم مجاهد تر اوسه په دې پوه نه‌سو چي د ده د جنګ ګټه د مسلمان پر ځای نامسلمان ته رسي. جنګ د اقتصادي ګټو لپاره پيل سوی دی او جهادیانو په دې اور کي د خاشاکو په توګه کارېږي. زموږ بدمرغي دا ده چي هم مو دین بدنامېږي او هم مو هیواد ورانېږي. هم مو ملت ارامه ورځ نه ده لیدلې او هم مو د هیواد ټول عامه تاسیسات له منځه یووړل. بشري قوه مو یا په جنګ کي وژل کېږي، یا لوږې را څخه واخیستل او یا بدې ورځې مهاجرت ته اړ کړل چي په دې لار کي څوک د سمندري ماهیانو خوراک سول، څوک د زندان په تورو شپو کي همداسي د تل لپاره غایب سول او څوک په وچ زور له افغانیته منکر سول او نن د بل هیواد نشنليټي په ډېر افتخار په خپل جېب کي ګرزوي. دا هر څه د هغه جنګ نتېجه ده چي د جهاد په نوم د اسلامي نظام د احیاء لپاره پر موږ تپل سوی دی.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مساله خورا مهمه ده، مګر له خپل اهمیت سره سره د دې په مفهوم کي ډېری کسان تېروتلي هم دي. قران‌کریم د معروف او منکر نوره تشریح نه ده کړې چي معروف کوم شیان دي او منکر کوم؟

معروف یوازي د منکر په مقابل کي نه دی ذکر سوی، بلکي نور ځایونه هم قران کریم د ځینو مسالو په ضمن کي معروف یاد کړی. قران‌کريم کي تقریبا «۱۹» ځایه معروف ذکر سوی. قران همداراز «۱۰» واره د منکر یادونه کړې ده. له دې «۱۹» ځایونو يې «۸» ځله معروف د منکر په مقابل کي راغلی، خو له دې پرته معروف د مینځې د مهر ادا کولو په مورد کي هم راغلی چي مهر دي په معروفه توګه ادا سي. «النساء: ۲۵» د همدې سورت په «۱۹» ايت کي راغلي چي له ښځو سره په معروفه طریقه ژوند کوئ. د نساء په «۶» ايت کي بیا راغلي چي که څوک فقیر وي؛ نو د یتیم مال دي په معروفه توګه خوري. د بقرې په «۲۴۱» ايت کي ویل سوي چي د طلاقو سوو مېرمنو متاع په معروف ډول ورکړئ. د بقرې په «۲۳۴» ايت کي د کونډې په اړه وايي چي تر عدې وروسته د ځان په اړه د هر ډول فعل واک لري البته په معروفه توګه. په بقره کي «۲۳۳» ايت بیا دوه ځایه د معروف ذکر کړی دی. یو ځل د هغې مور د روزي او جامې په اړه چي له مېړه جلا سي خو د هغه اولاد ته تی ور کوي؛ نو له معروف سره سم به مېړه جامه او رزق ور کوي او بل ځل د اولاد د دايې په اړه ویل سوي چي ورته ټاکل سوې مزدوري به په معروف ډول ورکوئ. د بقرې په «۲۳۲» کي بیا هم د جلا سوي مېړه او ماينې د رضایت لپاره معروف توری کار سوی چي که د معروف له مخې مېړه او ښځه بیا د ګډ ژوند لپاره سره راضي سول، بدي پکي نه‌سته. د مور و پلار او قریبانو د وصیت په اړه هم د معروف الفاظ کارېدلي. «البقره: ۱۸۰» له قاتله د قصاص پر ځای د ديت اخیستلو او تر لاسه کولو لپاره هم د معروف کلمه استعمال سوې ده. (البقره: ۱۷۸)

د دې په مقابل کي منکر لس ځایه راغلی چي د الحج په دوه اویایم ايت کي د هغه احساس لپاره کار سوی چي د یو شي په اړه يې انسان لري او د مخ په بد نیولو يې اظهار وکړي. قران‌کریم وايي چي د قراني اياتونو په تلاوت کافران په خپلو مخونو کي د همدې منکر اظهار کوي. نور ځایونه منکر د معروف په مقابل کي راغلی.

د معروف کلمې د استعمال له مواردو را مالومه سوه چي معروف په قران‌کریم کي توضیح سوی نه دی، بلکي معروف د انسانانو ټولنو ته ایله کړل سوی. د ښځو د طلاق په مساله کي د ټولنو له رواج سره سم متاع ورکول کېږي او قران د معروف د لفظ په کارولو دا جواز ورکړی. دا رنګه دا نور ځایونه هم، حتا د عنکبوت په (۲۹) په ايت کي لوط علیه‌السلام قوم ته وايي چي تاسې په خپلو مجالسو کي منکرات کوئ. له دې مالومېږي چي په هره ټولنه کي ځيني داسي کارونه سته چي د دين او شریعت له لارښوونو پرته يې انساني عقل هم منکر بولي. له دې امله نو لوط خپل قوم ته د هغه منکر یادونه کوي چي هغوی هم د منکر په توګه ورته قایل دي.

له دې تفصیله مالومه سوه چي معروف او منکر هغه نېکي او بدي دي چي هره ټولنه د خپلې ټولنې په محدوده او ذهنیت کي ورته تعریف ټاکي. زیاتره منکرات او جرمونه داسي وي چي انساني عقل يې هم بد ګڼي. د ګنا په اړه يوه حدیث کي دي:

يَا رَسُولَ اللهِ، فَمَا الْإِثْمُ؟ قَالَ: ” إِذَا حَاكَ فِي نَفْسِكَ شَيْءٌ فَدَعْهُ “ (مسند احمد: ۲۲۱۶۶)

ژباړه: ای د الله رسوله! نو ګنا څه ده؟ ده وویل، کله چي دي له ځان سره د یوه شي په اړه تشویش پيدا کړ، ایله يې کړه.

دا عامه اجازه موږ ته په ګوته کوي چي د یوه شي په اړه تشویش پيدا کول هم د ټولنې تر اثر لاندي کېږي. زموږ په ټولنه کي ټرافيکي اشارې ته نه درېدل خلګ یا جرم نه بولي یا که يې جرم ګڼي، خو پروا يي نه لري، اما دا په نورو ټولنو کي لوی جرم دی او لازماً جریمه پرې راځي. زموږ د پښتنو په ټولنه کي که څوک د چا له ښځې یا لور یا هم خوره مچه واخلي؛ نو خلګ وژنو ته سره پرې رسېږي، اما همدا قضیه د رسول الله په زمانه کي دا رنګه حل سوې ده:

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ، أَنَّ رَجُلًا أَصَابَ مِنِ امْرَأَةٍ قُبْلَةً، فَأَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرَ ذَلِكَ لَهُ، قَالَ فَنَزَلَتْ: {أَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ، إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ} [هود: 114] قَالَ: فَقَالَ الرَّجُلُ: أَلِيَ هَذِهِ؟ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «لِمَنْ عَمِلَ بِهَا مِنْ أُمَّتِي» (مسلم: ۲۷۶۳)

ژباړه: عبد الله بن مسعود روايت کړی چي یو کس له یوې ښځې مچه واخیسته، بیا رسول الله ته راغی او دا پېښه يې ورته بیان کړه؛ نو دا پاس ايت «د ورځي په دوو طرفونو او د شپې په یوه برخه کي لمونځ کوه، بې‌شکه نېکي سیئاتي ختموي. دا د پند اخیستونکو لپاره پند دی.» نازل سو. ده ویل هغه سړي وویل، ای د الله رسوله! دا حکم یوازي زما لپاره دی؟ رسول الله وویل، زما له امته د هغه چا لپاره دی چي عمل په وکړي.

جرایم، ګناهونه او منکرات تر ټولنو پوري توپير کوي. له دې امله نو قران یوازي د منکر یادونه کړې. نیکي او معروف همداسي واخله. دا چي منکر او معروف ټولنو او زمانو ته په کتو تبدیلېږي، ځکه نو د واحد فارمول لاندي نه‌سي راتلای او شریعت يې هم مشخص چوکاټ نه دی ټاکلی. ځيني بدي او منکرات يې په نوم یاد کړي او ګڼ شمېر نیکي يې هم یادې کړې دي، خو د ټولو نوملړ  هم سخت دی او هم د زمانې او ټولنې په بدلېدا سره بدلېږي له دې امله يې یوازي معروف او منکر یاد کړي او پر همدې یې سکوت کړی.

که فکر وکړو نو د انسانانو هره ټولنه کوښښ کوي چي د منکراتو مخینوی وکړي او ښه کارونه عام کړي. قتل بد کار دی او ټول انسانان يې د مخنیوي کوښښ کوي. غلا ناسم عمل دی او هره ټولنه او حکومت يې د ورکولو لپاره لاس په کار دي. درواغ منکر دي، ځکه نو هره معاشره بد ځنې وړي. له دې امله نو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کار یوازي د اسلامي نظام کار نه دی. د انسانانو هره ټولنه تر خپله وسه کوښښ کوي چي دوی ته معروف ترویج کړي او څه چي دوی منکر بولي د هغه مخنیوی وکړي. دا نه یوازي د مسلمانانو د حکومتونو دنده ده، بلکي د هر حکومت دنده ده چي د منکر مخه ډب کړي او معروف نور هم عام کړي.

۲۰۱۷/ نومبر/۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *