د روان ٢٠١٤عيسوي کال د جولايي مياشتي پر اتمه نېټه اسرايلي الوتکو د عملياتو په پلمه د فسلطين پر غزه سيمه بمبارۍ پيل کړې

د راپورونو له مخي د يوې مياشتي په دوران کي اسراييلي طيارو پر غزه ۴۷۶۰ هوايي برېدونه کړي، چي ١٨٧٥ کسان وژلي دي.

د ملګرملتونو د معلوماتو پر بنسټ په ژول سويو کسانو کي ٨٥ سلنه ولسي وګړي او ان په ښوونځيو کي په لوست بوخت زده کوونکي دي.

فلسطين هم د افغانستان په ډول له تيرو څو پرله پسې لسيزو راهسي د جګړې په اور کي سوځي، فلسطين او افغانستان دواړه، د کونډو، يتيمانو او کنډوالو هيوادونه دي.

په دواړو هيوادونو کي هره ورځ ملکي خلک د غم پر ټغر ناست او خپله ډوډۍ له اوښکو سره خوري.

په جګړو کي که افغانستان دى يا فلسطين د سر تاوان ترڅنګ مالي ويجاړۍ هم په ميرات ورته پاتيږي، ليکن د بشري حقونو(!)چغي وهوونکي ټېکدران چيري دي؟ چي د ولسي خلکو ساندي واوري.

که تاسي رسنۍ تعقيب کړي وي، نو په دې وروستيو کي د فلسطين غزه يوه له هغو سيمو څخه ده، چي د اسراييلي بمباريو او جګړو له امله ډېره وځپل سوه، خو له بده مرغه څنګ ته يې ځيني پراته مسلمانان او شتنمن عرب د خپلو شخصي ګټو په خاطر په لوړ ږغ لاهم څه نه سي ويلاى.

په داسي حال کي، چي د اسلام پېغمبر(ص) فرمايي: ( مسلمانان لکه يو وجود داسي دي. ) ليکن افسوس! نن د مسلمانانو د وجود يوه برخه نه بلکي څو برخي په درد او غم اخته دي، خو د مسلمانانو بله برخه په چړچو کي غرق دي.

داښه خبره ده، چي نن يوځل بيا داسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ په قاهره کي د سولي خبري پيل سوې.

په کار ده، چي د نړۍ مسلمانان د خپلو سياسي، اقتصادي او نورو فشارونو په سبب داخبري لومړى دوامداره او بيايي په يوې داسي ډول پاى ته ورسوي، چي د غزې ترڅنګ د فلسطين هره برخه د اسراييلو له راتلونکو خپلسريو څخه د تل لپاره وژغورل سي.

فلسطينيان که څه هم په تش لاس د اسراييلو مقابله کوي او دا مقابله يې تيري څو لسيزي په مېړانه بريالۍ ساتلې، خو په کار ده، چي له دې وروسته دغه روانه جګړه په تلپاته سوله بدله سي، ځکه اوسمهال ټول هغه اسلامي هيوادونه، چي تپل سويو جګړو ځپلي يوې دوامداري سولي ته اړتيا لري، ترڅو دوى يوځل په ارام دماغ پر خپلو چارو له سره غور وکړي.

په اسلامي نړۍ کي تر هرڅه لومړى تلپاته سوله مهمه ده او وروسته د نورو شتمنو اسلامي او که امکان ولري دغيري اسلامي هيوادونو بلاعوضه اقتصادي مرستوته ډېره اړتيا لري.

د خداى لپاره ! دا څه حال دى؟ ورځ تربلي اسلامي هيوادونه په يو او بل نوم د مشرانو له نعمت څخه د بې برخي کېدو ترڅنګ دوستۍ(!)په نامه يوڅو مياشتي بې شماره مرستي وي، خو وروسته دا مرستي په ورور وژنه، ورانۍ او اوږدې جګړې بدلي سي.

موږ او تاسي وينو، چي عراق، لبيا، افغانستان، فلسطين، سوريه، شام اوځيني نور اسلامي هيوادونه همدااوس په دې دوږخ کي سوځي، خو د سولي او بشريت (!)نړيوال ټېکداران خپلو اتباعو او سفيرانو ته په خوندي ځايونو کي د پټېدو يا له ځينو يادو هيوادونو څخه د وتلو سپارښتني کوي.

په دغسي حساسو شرايطو کي يوازي د مسلمانانو ريښتني يووالى، په دين پوهېدنه او عمل هغه څه دي، چي له دغه روان ناورين څخه ژغورل کېداى سي.

يوازي پر ډلو ډلو د وېشل کيدل، ياد د مادي امتيازاتو لپاره تر نابلدو وزرونو سرلاندي کول، له پوهي تېښته او نوري ورته چاري هغه څه دي، چي زموږ کښتۍ د ساحل پرځاى طوفاني ته څپو ته مخامخ کوي.

٠٧ – ٠٨ – ٢٠١٤ پنجشنبه، کندهارښار، چوڼۍ

0 thoughts on “اسلامي نړۍ د تپل سويو جګړو په لوخړو کي/ ابراهیم سپېڅلی”
  1. سلام دوستانو! اسلامی نړی او هغه اسلامی هيوادونه چی په خپل مينځی نومول شويو جګړو باندی اخته دی څه بايد وکړی: لمړی تر ټولو مهمه خبره داده چی دجنګ اړخونه بايد دداسی دريم ګړی سره کشينی چی واقعأ دصلحی طرفدار وی.دوهم:داهيوادونه،نه په دويم يا دريم هيواد کی،بلکه په خپل هيواد کی دننه په هغو دوه اړخيزو جنجالونو چی ددوی ترمنځ شتون لری خبری وکړی.دريم:داخبری بايد دوطن دابادی لپاره وی چی څنګه کولای هغه جنګی اوتباکونکی حالت ته د پای ټکی کشيږدی. څلورم:جګړی ته دپا ی ټکي ځکه بايد کيږدی ،تر څو وکولای شی چي خپل هيواد د يو قوی اوپه نوی تخنيک مجهز کړی ،اقتصاد،علمی ،تخنيکی ،نظا می اوخپل سيا سی ثبات دهيوادد ټولو اوسيدونکو تر منځ اوهمدا ډول داسلامی نړی هيوادونوتر منځ ټينګ کړی .نو هلته يو مملکت يا اسلامی نړی کولای شی چي دبل دتيری په وړاندی خپل غوڅ دريز ولری.پنځم:اسلام هيوادونه بايد په خپل مينځ کی همدا شان لکه غربی نړی چي يو(نظامی جوړښت) لری لکه( ناټو) يا په يو وخت کی،(وارسا) وجود درلود مينځ ته راوړی، تر څو دهغو شخړو چي دپردو له لوری مينځ ته راوړکيږی دفع کړی. دا يو لوی اوغټ مبحث دی چي دضرورت پر وخت بايد ورباندی ليکنه وشی.

  2. Salamoona,
    UN, Usa, Islamic lands conference etc… wali pa awala hamla d` Israil che civil shazy & mashoman yi wawajil khpal ghbargun wanashod? pes la 10000/60 marg-jobla.. che os yi anti-moslim jenral SISI che d` mohtaram dr. Mursi aw mosolmanano doshman dey aw per palestinyano yi serhadona tarrly wo aw di , gwaki miyanjigary aw sola kawi! pas la tteza palaty!!.
    D` wror akber s.s. wrrandiz dder mohim dey che ttol islamy mulkonah bayed khpal milal-e mosolman djorr krry. ghayr-el maghzdobe aleyhim ve lazddaalliin.!.Vessalaam.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *