تاند- په ترکیه کې د اسلامي همکارۍ تنظیم د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې ختیځ بیت المقدس د فلسطیني ادارې د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني.

د ترکیې په استانبول کې د ۴ اسلامي هیوادونو مشرانو په خپله بیړنۍ غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ له لوري د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پلازمېنې د منلو پرېکړه غیرقانوني وبلله.

دوی دغه راز وویل چې د امریکا دا پرېکړه د دې ښکارندويي کوي چې دا هیواد د خبرو له لارې د منځني ختیځ د مسلې د حل کولو اراده نه لري.

غونډې ته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وویل، نور د امریکا منځګړتوب نه مني ځکه چې په زغرده د اسراییل ملاتړ کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسراییل یو تروریست هیواد وباله.

ده وویل چې د امریکا له لوري د بیت المقدس په رسمیت پېژندا هیڅ ارزښت نه لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: مونږ په ځانګړې تاریخي شیبه کې سره راټول شوي یوو چې د اسلامي امت او نړۍ ګډ پام پر قدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز دی. هغه زیاته کړه، قدس زموږ لومړنۍ قبله او د حرم شریف او د (مسلمانانو) د دریم سپېڅلي جومات په توګه د مسلمانانو په توګه زموږ  د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې او زموږ د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه دي.

ده زیاته کړه: له پیوستون څخه په استفادې کولای شو د فلسطین خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره جامع پلان ترتیب کړو، ځکه واړه اقدامات  او خورې ورې پروژې کافي نه دي.

ولسمشر غني په فلسطین او سیمه کې د عادلانه او پایداره سولې د تامین په خاطر د عرب نوښت جامع طرحې د ترتیب لپاره له بین المللي قوانینو څخه استفاده مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مسلمانانو او عیسویانو، د خلکو او د امریکا په ګډون د امنیت شورا کلیدي غړو ترمنځ، تلپاتې سولې ته د رسېدو په خاطر سم درک ته اړتیا ده.

د امریکا ډېرو نژدې متحدانو لکه فرانسې او بریتانیا د بیت المقدس په اړه د ټرمپ برېکړه غندلې خو له دې سره سره ګومان نه کېږي چې اسلامي هیوادونه دې ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *