خواوشا څلویښت کاله په افغانستان کې د نړیوالو لویو قدرتونو ترمنځ جګړه روانه ده او په دې سترګې نشو پتولی ،چې قربانیان یي یوازې افغانان دي.
دلته په دې څلویښت کلنه توده جګړه کې په لسګونو او سونو استخباراتي ډلو خپل فعالیتونه وکړل.
هر یوې ډلې تر خپل وسه په انسانانو ظلمونه وکړل او تر خپل قدرته يي بې شمېره د تېغه تیر کړل.
نړیوالو قدرتونو د سر ناخلاصي ملت د اسلام تر نامه لاندې په بیلابیلو نومونو او رنګا رنګ بیرغونو د یوه بل سره مخامخ کړل.ویی جنګول،په خپل منځو کې یي سره ووژل او دا ملت یي هر رنګ استعمال کړ. یو نقل داسې دی چې:
((د پخوا زمانو یو پاچا و.د هغه پاچاهي ډېره لویه وه.د پاچا په پاچاهۍ کې د لټانو شمېر ورځ په ورځ زیاتیده.پاچا کاریګر سړی و،بې کاري یي نه خوښوله.
د لټانو (تنبلانو) لپاره یي یوه خونه جلا کړې وه،چې په ښکلو قالینو او سامان آلاتو سنمباله وه.ددې کوټې په دوه کونجونو کې سوري و.
له یوه سوري چې به موږک راووت په بل به ننووت او له بل چې به راووت نو په دې بل ننووت.
پاچا په لټانو د ډوډۍ او اوبو بندیز ولګاوه او ویي ویل: تر هغه چې دوي لاس په کار شوي نه وي ډوډۍ او اوبه به نه ورکوئ!
همداسې وشول او پاچا به هر سهار د لټانو د خونې لومړی لیدنه کوله،لومړۍ ورځ تیره شوه لټانو ته ډوډۍ رانغله په دوهمه هم څه رانغله.په درییمه ورځ لټان خپلو کې کیناستل او مشوره یي وکړه.چې هسې نه د لوږې مړه شو.
راځئ!
لاس په کار شو او پاچا ته یوه مشوره ورکړو، چې ددې بندیز نه خلاص شو.
مشورې وشوې او پاچا راغی لټانو ورته وویل:
پاچا سلامت !
دې کوټه کې خو تا ډیر مصرف کړی،قالین،توشک او بالختونه دا ټول ډیر قیمتي دي.
خو ،پاچا سلامت!
له تا مو جار کړې،په دې کوټه کې یو موږک دی ددې سوړې نه راوځي او په دې بله ننوځي او له هغې چې راووځي په دې ننوځي.
نو ددې چې غم ونه خوړل شي.
نو دا موږک ډیر خطرناک شی دی.دا ښکلې قالینې، توشکې او بالختونه به ټول خراب کړي.
پاچا خوشاله شو.چې خلک خو د مشورې لپاره جوړ شوي.خدمتګارانو ته یي امر وکړ، چې هلئ ډوډۍ ورته راوړئ!
پاچا هم ورسره ډوډۍ وخوړه، له ډوډۍ وروسته پاچا وویل: اوس به څه کوو؟
لټانو وویل:موږک وژنو.
پاچا امر وکړ .موږک د سوړې نه د راوتو سره مړ کړئ!
لټان څپلۍ په لاس د موږک راوتو ته په انتظار دي.
موږک له سوړي راووت او لټانو پرې ګوزارونه شروع کړل.خو لټان ددې پر ځاي چې موږک وولي د کوټې په پاس چت ګوزارونه کوي په شیبه کې کوټه د ګردونو نه پټه شوه.
پاچا چې د لټانو ننداره وکړه.خدمتګارانو ته یي امر وکړ،چې هلئ! ډوډۍ ورته راوړئ اوبه ورته راوړئ!
دا معمول جوړ شو.
څه وخت چې به لټان وږي شو.په موږک به یي ګوزارونه شرو کړل.او دا به هغه وخت چې پاچا به ولاړ و.
دوه درې میاشتې دا کیسه همداسې روانه وه.دا خبره تر نورو پاچاهیو ورسېده.د بلې پاچاهۍ یو پاچا راغی او د ځان سره یي د خپلې پاچاهۍ یو لټ راوست. هغه یي هم ددې لټانو سره په کوټه کې پریښود.
د بلې پاچاهۍ لټ چې ددې لټانو دا عادت ولید.عجیب ورته ښکاره شو.
فکر یي وکړ،چې دا خلک خو بیخي د عقل نه خلاص دي.موږک په ځمکه دی او دوي پاس چت په څپلکو ولي.
دې کې یو لس شل ورځې تېرې شوې،اخر یي زړه تنګ شو او د موږک ویشتو ته یي ځان چمتو کړ.غرمه شوه،پاچا راغی.
موږک له سوړې راووت.
لټانو د ګوزارونه شروع کړل .
درز شو، چې د بلې پاچاهۍ نه راغلي لټ موږک مړ کړ.
خبره خلاصه شوه.پاچا چې د موږک مړ ولید.
چوپه خوله روان شو.
دا ځل یي نه د چایو امر وکړ او نه یي د ډوډۍ.
پاچا لاړ او لټان وږي پاتې شو.
داخلي لټانو خارجي لټ ته وویل: له کوم ځایه راغلې او دادی زمونږ رزق دې رابند کړ.
د خدای نېکبخته په دې یو موږک کې زمونږ د ټولو رزق و.مونږ خو په همدې شپې سبا کولې.))
اوس خبره داده.
چې سوړه هماغه یوه سوړه ده.موږک هماغه یو موږک دی.خو ګټې په کې د ډیرو دي.
دا موږک کله په یوه نوم او بیرغ سره راشي او کله د بل نوم او بیرغ سره.
هره ډله تر خپل وس او اندازې پورې وحشتونه دهشتونه او وژنې وکړي او بیا په سوړه ننوزي.بیا له بلې سوړې راوځي خپله وکړي او بیا په سوړه ننوزي.
دا جنګ به روان وي.دا جنګ نه ختمیږي او دا جنګ تر هغه وخته وي،چې د دې سر ناخلاصي ملت سر نه وي خلاص شوی.
دا جنګ به تر هغه روان وي ،چې د ټ ـ ټوپک او ج ـ جهاد پیکارۍ اثر ددې څلویښت کلن جنګ ځپلي ملت د وجود نه وتلی نه وي.
عطاخان شینواری.