تاند- د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC) په افغانستان کې د سولې، امنیت، ثبات او ملي پخلاینې د ملاتړ لپاره د اسلامي علماوو د نړیوال کنفرانس د دایرولو لپاره تیاري پیل کړه.

دا به د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د دې تر ټولو سترې اسلامې مرجعې لومړنۍ هڅه وي چې د درستو اسلامي هیوادونو ستر دیني عالمان به پکې ګډون وکړي.

د اسلامي کنفرانس سازمان سرمنشي ډاکتر یوسف العثیمین نن /سې شنبه/ په جده کې د افغانستان په اړه د نړیوال تماس ډلې له غړیو سره په غونډه کې وویل، د افغانستان د سولې او پخلاینې په باب د اسلامي کنفرانس نړیواله غونډه به د افغانستان د سولې د عالي شورا او د افغانستان د علماوو د شورا په همکارۍ په راتلونکو میاشتو کې جوړه شي.

د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې د ۵۰ هیوادونو او نړیوالو موسسو استازو ګډون کړی وو.

ډاکتر یوسف العثیمین یادونه وکړه چې په پام کې نیول شوی کنفرانس به په افغانستان کې د مذهبي زغم او ګډ سوله ییز ژوند د ترویجولو او د دین د ارشاداتو او د سختدریځۍ او افراطیت د مخنیوي پر موضوعاتو تاکید وکړي.

ده همداراز وویل«نننۍ غونډه د دې ښکارندويي کوي چې اسلامي کنفرانس تل د افغانستان وضعیت ته پاملرنه کړې او په راتلونکي کې به هم په افغانستان کې د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.»

د افغانستان په اړه د تماس ډلې د غونډې شریک ريیس د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په دې تاکید وکاوه چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د دښمنانو د بې رحمیو په وړاندې د ماشومانو، ښځنو او ټولو ملکي وګړو د ساتنې لپاره د هر اقدام کولو ته پوره ژمن دی.

ښاغلي کرزي دا هم وویل چې د افغانستان حکومت په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د کلیدي اصلاحاتو په راوړلو کار کوي.

One thought on “اسلامي کنفرانس د افغانستان د سولې په اړه د علماوو نړیوال کنفرانس جوړوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *