تاند- د اسلامي همکارۍ سازمان یا او آی سي نن اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د کنفرانس په جوړولو کې له سعودي عربستان سره په ګډه کار کوي.
له جدې څخه د کویت د خبري اژانس کونا د راپور له مخې، د اسلامي همکارۍ سازمان وویل چې دا تنظیم او سعودي عربستان د جولای په لسمه او یوولسمه په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره د کنفرانس کوربه توب ته بشپړه تیاري لري.
د اسلامي همکارۍ سازمان په خپله اعلامیه کې همداراز ویلي، د افغانستان او درستې نړۍ ستر دیني عالمان به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې او ثبات په اړه د اسلامي دیني عالمانو په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د تروریزم او سختدریځۍ پر ضد د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو دریځ روښانه شي.
د کنفرانس یوه غونډه «زغم په اسلام کې» سرلیک ته ځانګړې ده. په دې غونډه کې به د افغانستان په سوله او ثبات کې د دیني عالمانو پر رول رڼا واچول شي. په بله غونډه کې، چې سرلیک یې دی «د افراطیت او ترهګرۍ په اړه د اسلام نظر»، بحث کېږي.
د نړۍ اکثره ستر دیني عالمان فکر کوي چې سختدریځو ډلو په نړۍ کې اسلام ناسم او افراطي دین معرفي کړی او باید هڅه وشي چې نړیوالو ته د اسلام حقیقي رنګ او ماهیت وړاندې شي.
د افغانستان په اړه په سعودي عربستان کې د دوه ورځینۍ غونډې د جوړېدو پرېکړه د اسلامي همکارۍ سازمان (آو آی سي) د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ۴۵ ناسته کې شوې وه چې د سږ کال د مې د میاشتې په ۶ مه د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکې کې جوړه شوې وه.