تاند نیوز ډیسک: په اسلام اباد کې د شاوخوا ۳۰ حکومت ضد افغان سیاستوالو غونډه د شاه محمود قریشي په وینا پیل شوې ده.

غونډې ته په وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې د پروسې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، هیواد یې له کابل سره ښو اړیکو، د یو بل په چارو کې نه لاسوهنې او د دواړو هیوادونو ملي ګټو ته په متقابل احترام قایل دی.

نوموړي زیاته کړه، پر یو بل د تورونو لګول ګټه نه لري بلکې دواړه هیوادونه باید خپله خاوره د یو بل پر ضد ونه کاروي.

له بلې خوا د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار غونډې ته وویل، د امریکا او طالبانو خبرې د افغانستان بحران حل کولی نه شي بلکې افغانان باید په خپلو کې ستونزه حل کړي..

نوموړی وویل، د افغانستان په چارو کې دې بهرنۍ لاسوهنې بندې شي او خارجیان دې له افغانستانه ووځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد غونډې ته ګلبدین حکمتیار، عطامحمد نور، کریم خلیلي، حامد کرزي، اسماعیل خان، انوارالحق احدي، حنیف اتمر، یونس قانوني په شمول شاوخوا دیرش افغان سیاستوال، ورغوښتي دي. خو حنیف اتمر او حامد کرزی دې غونډې ته نه دي تللي.

دا ناسته په داسې حال کې جوړه شوې چې څو ورځې وروسته ولسمشر غني هم پاکستان ته ځي او له لوړپوړو چارواکو سره یې د افغان سولې د پروسې په تړاو ویني.

بلخوا اوازې داسې وې چې د اسلام اباد غونډې ته ملا برادر هم غوښتل شوی خو د طالبانو د قطر سیاسي دفتر وایي، دوی د اسلام اباد غونډې ته نه دي بلل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *