تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هیواد او افغانستان چارواکي نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې پر مهمو مسلو خبرې کوي او د دوو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه تماسونه بیا پیلوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورڅ ماښام وویل چې (د افغانستان – پاکستان د سولې او پیوستون د عمل پلان) غونډه به د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شي.

د پاکستان له لوري د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سُهیل محمود د پاکستاني پلاوي مشري وکړي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د افغان پلاوي مشر دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې اړیکې سړې دي خو داسې ښکاري چې په وروستیو ورځو کې دې هیواد ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار سفر او د اسلام اباد د سفر لپاره د ولسمشر غني له لوري د عمران خان د بلنې منلو د دوو هیوادونو په اړیکو کې کنګل مات کړی وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو هیوادونو په خپل منځ کې د دوه اړخیزو اړیکو په خاطر (د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان) په نوم یو میکانیزم جوړ کړی چې وروستۍ غونډه یې د تېر کال په نوومبر میاشت کې جوړه شوې وه.

د سولې اوړ پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان د ۲۰۱۸ م کال په مې میاشت کې جوړ شو څو له دې لارې د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې، اختلافي مسلو ته حللارې وموندل شي او دوه اړخیزې اړیکې پراخې شي.

دا میکانیزم ۵ کاري ډلې لري؛ سیاسي- دیپلوماتیک، د پوځونو ترمنځ همږغي، استخباراتي همکاري؛ اقتصاد او د کډوالو چارې.

ټاکل شوې وه چې په هرو درو میاشتو کې په دې چوکاټ کې د دوو هیوادونو چارواکي غونډې وکړي  خو د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې خړپړتیا سبب شوه چې د نوومبر له میاشتې را په دې خوا بله غونډه ونه شي.

پاکستاني رسنۍ وايي، افغانستان د سولې او پیوستون د عمل په پلان کې ټینګار کاوه چې لومړی دې پاکستان د دوو هیوادونو د دیني علماوو ګډ کنفرانس جوړ کړي چې په افغانستان او سیمه کې د جګړې خلاف فتوا ورکړي. خو پاکستان بیا ویل چې افغانستان د علماوو په کنفرانس کې د صادرېدو لپاره د پرېکړه لیک مسوده وړاندیز کړې نه ده.

پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په قول وايي چې اوس دواړه خواوې پر دې مسلې تر یوه حده تفاهم ته رسېدلي دي.

One thought on “اسلام اباد د افغانستان او پاکستان د لوړې کچې غونډې کوربه دی”
  1. پاکستان دانګرېز لمسی دی افغانان هسې په خبرو دوکه کوي. تر څو چې قوي فشار ورباندې رانه شي تر هغه پورې په والله که سم شي. همدا وینې تویول دافغانانو به جاري وي او دوئ به یې سیل کوي هیندو کافر هم هسې ټوپونه وهي څه یې له وسه نه کیږي. نور به مونږ څه ووایو الله پاک دې دا پنجابیان تباه او برباد کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *