تاند – د پاکستان په بلوچستان کې د تیرو څو میاشتو په ترڅ کې په تر ټولو خونړۍ او سختې جګړې کې ۳۰ بلوچ بیلتون غوښتونکي وژل شوې دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د دوشنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ډيره وسله هم نیولې ده. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر رویټرز اژانس ته څرګنده کړه چې په جګړه کې لس پوځيان ټپیان شوې دي.

تر دې دمه د بلوچ بیلتون غوښتونکو ویندویانو رسنیو ته د دې جګړې په اړه څه نه دې ویلي.

په تیرو څو میاشتو کې پاکستاني پوځیانو په بلوچستان کې پراخ عملیات نه و کړي، خو بلوچانو بیا هم د پاکستان پوځ او استخبارات تورنول چې بلوچان په پټه نیسي او وژني یې. په بلوچستان کې د بشري حقونو د ډلو په وینا په زرګونو بلوچان تر اوسه تري تم دي او بلوچان پاکستاني پوځي او استخباراتي ادراې د دې بلوچانو په نیولو او وژلو تورنوي خو اسلام اباد سربیره په دې چې دا مني چې یو شمیر بلوچان ورک شوې دي، ژمنه کوي چې د دغو کسانو په موندلو کې به مرسته وکړي.

بلوچ بیلتون غوښتونکي غواړي چې خپلواکي ترلاسه کړي او دوی اسلام اباد تورنوي چې له ګازو او زیرمو یې استفاده کوي او د بلوچستان برخه لکه څرنګه چې پکار ده نه یې ورکوي.

پاکستان هند تورنوي چې په بلوچستان کې له یاغیانو سره مرسته کوي خو هند دا تورونه ردوي.

0 thoughts on “اسلام اباد د لسګونو بلوچانو د وژلو ادعا کوي”
  1. الله دی د پاکستان مرتد پوځیان هلاک او تباه کړی چې ټوله اسلامی نړۍ تری په سور اور کې ولاړه ده! بلوڅان باید د ځانو پوری واسکټونه وتړی او د پاکشتان په هر ګوټ کې د پاکستان پوځي او دولتی تاسیسات په نخښه کړی او پری نږدی چې د پاکستان قاتل پوځیان ددوی تر کوری ورورسیږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *