په مسلمانانو کي يو شمېر کسان په دې اند دي چي اسلام له قوم پالنې څخه منعه کړي او څوک چي دا کار کوي د دوئ لخوا سخت غندل کېږي او په خپلو ویناوو او مجلسونو کي يې ډېر بد معرفي کوي. د دوئ په وینا قومونه يوازي الله د پېژندنې لپاره پنځولي، لکه چي قران همدا خبره کړې(الحجرات: ۱۳) او وايي ستاسو متقي الله ته د احترام وړ دی. ځينو کسانو پر همدې موضوع کتابونه ليکلي او چا بیا ځانګړي بیانونه پر کړي چي د دوئ په ګومان مسلمانان له دې وژونکې ناروغي څخه وساتي.
البته که د قوم پالنې او قوم لمانځنې توپير ته پام وکړو، نو بیا په اساني مالومولای شو چي اسلام کي د عبادت په ډول لمانځنه يوازي د الله کېږي نور څوک ور سره ځای نه لري او پالنه د هر چا او هر شي روا ده اسلام يې په اړه د ممانعت حد نه دی ټاکلی. دوئ لومړی دا تېروتنه کړې چي د پالنې او لمانځې جدي توپير ته يې پام نه دی کړی او بیا چي يې له کومو ایاتونو د ممانعت فهم اخیستی نه خو يې هغه ایاتونه سم تشريح کړي او نه يې د نورو هغو ایاتونو تر څنګ ايښي چي د قوم پالنې ښکاره بیلګي ترې ثابتېږي.
د سورت الحجرات (۱۳) نمبر ايت کي چي الله کومه موضوع ياده کړې رښتيا هم (څانګې او قبيلې) د پېژندنې لپاره دي نه د لمانځنې او الله ته هغه کس د قدر وړ دی چي متقي وي. ايت کي د قوم پر ځای د انساني نسل څانګې او او قبیلې ذکر شوې، لومړی د قوم پالنې پر حرمت له دې ايت څخه استدلال کول سم نه دي ځکه ايت يوه خبره کوي او دوئ بل برداش ترې اخیستی دويم دا چي که يې له دې ایت څخه حرمت ثابت هم کړو هغه ایاتونه به څه کوو چي نبیانو هر يوه خپل قوم د ای زما قومه په نوم خطاب کړی او الله د يوې خاصې جغرافيې خلګو ته د دوئ له منځه د دوئ په ژبه او اصطلاحاتو اشنا کس ور استولی. له دې خو ښکاري چي خپل قوم ته خدمت هم ديني جنبه لري او هم تاریخي. رسول الله د مکې او شواوخوا خلګو ته لومړی دعوت وکړ، له مکې تر وتلو وړاندي يې يو ځل طايف هم وازمویه، نژدې عربي قبیلې يې امتحان کړې او بیا له مکې، مدينې ته ولاړ. له دې تګلارې قوم پالنه ثابتېږي نه د قوم پالنې حرمت. د قران له مخې که ګورو هر قوم ته يې رسول له خپله منځه غوره شوی دی. نوح علیه السلام د خپل قوم لپاره رسول وټاکل شو(هود: ۳۶). موسی او هارون علیهما السلام خپل قوم ته د ژغورونکو رسولانو په توګه ورغلل(ابراهیم: ۵). ابراهیم علیه السلام خپل قوم ته د بت لمانځنې پر ځای د خدای لمانځنې او جهالت ختمونې لپاره ورغی(الانعام: ۷۸). هود علیه السلام خپل قوم له اسلاف لمانځنې خلاصاوه او د عقلانیت لار يې ورته په ګوته کوله(الاعراف: ۶۵). صالح علیه السلام د عقلي او حسي د لایلو په وړاندي کولو خپل قوم له بدو د ښو او پر نورو له تيري د نيکي و همدردي لور ته را وباله(الاعراف: ۷۳) او شعیب علیه السلام هم په خپل وار خپل قوم له تول او ناپ کمونې، فساد او له لار شکونې منعه کړ(الاعراف: ۸۵).
دا ټولي هغه بیلګي دي چي هر رسول او نبي خپل قوم ته استول شوي، د الهي قانون او اصولو له مخې تر لیرې انسان لومړی پر يو چا خپل قریب او نژدې حق لري چي نیکي ور سره وکړي او له ستونزو په خلاصون کي ور سره مرسته وکړي. تر بل قوم لومړی خپل قوم پر انسان حق لري چي خدمت ور ته وکړي، هم د دين له اړخه او هم د دنیا. د انیباؤ د تګلارې موافق چي هر څومره انسان په دين کي پوهه ولري تر بل هر قوم د الهي دين له مخې خپل قوم حق پرې لري چي د دين پلوشې په کي خپرې کړې او عيني همدا معامله د دنیاوي چارو او کارونو هم ده. يو افغانته تر بل هر قوم لومړی دا په کار ده چي خپل افغان ته خدمت وکړي. دا د الهي دين خلاف عمل نه بلکي له پاس بیلګو په استناد زما په ګومان عيني د دين موافق عمل دی. دا قوم لمانځنه نه چي حرامه ده بلکي قوم پالنه ده چي زما په نظر د دين يو اساسي هدف دی.
مګر که څوک د خپل قوم لپاره پر نورو تېری کوي، د بل حق ورته را کشوي، قوم پالنه يې د بې انصافۍ، بې عدالتۍ، فساد او بدو چارو سبب کېږي، نو بیا هم د انساني عقل له مخې دا چارې روايښت نه لري او نه هم د دين. مګر خپل قوم ته په شرعي او انساني چوکاټ کي خدمت بېل شی دئ او د خپل قوم د خدمت په نوم پر انسانانو تېری بېل. نه دا انصاف دی چي د قومي خدمت په نوم پر نورو د تېري جواز ور کړو او نه دا عدالت دی چي که د يو چا له لوري د قومي خدمت تر پوښښ لاندي تېری وشي، نو موږ د هر چا او هر وخت قومي خدمت ناروا او ناسم عمل وګڼو. بلکي د هر يوه لپاره باید خپل حد وټاکو، وې پېژنو او بیا يې د روا او ناروا توپير وکړو. د يوې چپږې لپاره ټول پوستین اور ته اچول نه عقلا سم کار دی او نه نقلا.
یادونه: دلته قوم په يوه جغرافیه کي د اوسېدونکو په مانا دی نه هغه عامه مانا چي قوم د يوې ژبې ویونکو ته وايي.