تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان د لومړي ځل لپاره وویل چې د طالبانو په نوم د ګاونډیو هیوادونو تالي څټي په افغانستان کې پر بندونو بریدونه کوي او د بندونو د جوړېدو مخه نیسي.
اسماعیل خان، چې له ایران سره زړه یارانه لري، د کوم هیواد نوم وانخیست.
ده د کونړ پر سین د پاکستان مخالفت او په هرات، فراه او نیمرزو ولایتونو کې د بندونو له جوړېدو سره د ایران د مخالفت یادونه ونه کړه خو د کابل د شکر درې او د فاریاب د المار د بندونو نومونه یې واخیستل چې یو له ګاونډیو هیوادونو ډېر لېري دی او بل د ترکمنستان په شان د بې پرې او بې غرضه هیواد په پوله کې دی.
له تېرو لسو کلونو راهیسي په کونړ، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي وايي چې پاکستان او ایران د بندونو د مخنیوي لپاره وسله وال کسان ورلېږي او اجازه نه ورکوي چې بندونه جوړ کړي.
پاکستان پر کونړ سین او ایران په هرات کې د سلما، په فراه کې د بخش اباد او په نیمروز کې د کمال خان بندونو مخه په خورا ارزانو اجیرانو ډب کوي.
د انرژۍ وزیر، چې په کابینه کې د بندونو په اړه خبرې کولې، وویل چې له سپین ږیرو او امنیتي ځواکونو غواړي چې د دغو پروژو د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د کابل په ګلدرې او د فاریاب ولایت په المار کې خلک او حکومتي مامورین د ښاغلي اسماعیل خان څرګندونې نه تاییدوي، او وايي چې د حکومت د نه پاملرنې له کبله کار پر مخ نه ځي.
د کابل د والي عبدالجبار تقوا په وینا د شکر درې(ګلدرې) د بند مخه امنیتي ستونزو نه ده ډب کړې. د ده په نظر د دولت وسله وال مخالفان ورانکاري کوي خو د هغوی ورانی جدي مشکل نه دی.
د فاریاب والي محمد الله بتاش هم وايي چې امنیتي ستونزې د المار د بند د مخنیوي سبب کېدای نه شي.
د بتاش په وینا دوو شرکتونو، چې یو افغان او بل تاجکي دی، د دې بند د جوړولو قرارداد دوه کاله پخوا ترلاسه کړی خو تراوسه پوري یې عملي کار نه دی پیل کړی او د کار د نه پیلولو لپاره یې هیڅ دلیل هم نه دی وړاندې کړی.
ده د انرژۍ له وزارته وغوښتل چې د ناامنۍ په پلمه خپله کمزوري او بې توجهي پټه نه کړي.
که د شکر درې او المار بندونه جوړ شي، نه یوازې دا چې په لسګونو زره خلکو ته به برېښنا برابره شي، بلکې په زرګونو هکتاره مځکه به خړوبه شي.
د اسماعیل خان دا ادعا بلکل بی ځایه دی ځکه د کونړ بند د جوړولو لپاره چی کله اسماعیل خان پروسږکال کونړ ته سفر کړی وو ما خپله په تلویزیون کی وکتل چی اسماعیل خان پر ولس غږ وکړ که چیری تاسو ددی پروژی امنیت ډاډ راکوی مونږ به په دی بند کار شروع کړو ټول خلک چی ددغی نیک اقدام لپاره هلته راټول شوی وول په یو غږ یی وویل چی ته کار شروع کړه ساتل یی پرمونږ نو وروسته له هغه څو ورځی وروسته می په یو پاڼه کی ولوستل چی اسماعیل خان وویل چی د امنیتی وجهی په اساس مونږ نشو کولای چی د کونړ بند باندی کار شروع کړو، نو اوس دا جناب هسی دا خبری کوی، دوی د آبادی لپاره نه دی بلکه د ملت لوټولو لپاره راغلی دی.
جناب عالی! کله چه تاسو همدا کار کاوه جوړ بندونه مو نړول نو تاسو د چا تالی سټی واست؟ او دا کار څنګه ستاسو په وخت کی ثواب وو او س بیا ګنا شوه تاسو څنګه قهرمانان او دوی تالی سټی شول؟ زه فکر کوم چه ته او ستا نور لندغر اوس په دی وپوهیدی چه د سړی زامن نه یاست خو اوس ډیر نا وخته دی اوس به دا بل جهاد هم ستاسو د جهاد په شان کامیابه کیږی او دا کسان به بیا ستاسو په شان ۳۰ کاله په خپل جهاد ویاړی او له ۳۰ کلونو وروسته به دوی هم په دی وپوهیږ چه د سړی زامن نه دی !خو بیا به تر دی لا هم ناوخته وی
محترمه ستاسو چی دهرات سودا دایرانیانو سره شروع کړی ده داهم ډیر ثواب لری بل داچی ستاسو جنګ سالارانوپه هرات کی دوالیانوپر سرغوغا جوړه کړی ده داهم ثواب لری بل داچی تاسوپرخپلوجنګ سالارانو باندی اسلحی ویشی اودبرق اوبریښنا
بودیجه موټوله پرخپلو جنګ سالارانو باندی خوړلی ده داهم ثواب لری
تورن اسمعیل دا د ایران پېژندل شوی ګوډاګی اوس دا ببولالې څکه راپورته کوي چې ښه پوهیږي چې نورنو د بندونو د جوړولو چارې په هېواد کې شونې ندي او ټول ښه چانسونه یې د لاسه ووتل . اوس یې بادار یعنې ایران ښه ډاډه او خوشحاله دي چې د بندونو د جوړولو وخت تېر شو او اجازه یې ورکړه چې اوس د خپلې نېکنامۍ لپاره څېنې خبرې کوه. دا خاینان باید د خلکو له خوا محکمې ته احضار شي او د تېرو دوولسو کلونو د غفلت، او نورو خیانتونو او جنایاتو پوښتنې او ګروېږنې دې ترېنه وشي. د دوی د خاین دور شپې په شمېر پاتې دي او ډېر ژر به پلرني هېواد ایران ته کډې بار او پښې سپکې کړي………………………………په درناوي
Da Da Iran Jasoos aw da FSB karmand , qatil aw zalim , pa khpala kho tayara na pejani aw mazloom khalak yee taba aw barbad kra. Da da yahood bachai , da natanyahuo aw ahmad nijadi askar kho mung tol tabah aw barbad kro. Talib yee yaw makh aw da kharzai kabina yee bal makh
Shut up Ismael khan, why you didn’t talk about it 10 years ago.
د تورن اسماعيل سياسي ، اقتصادي او نظامي جنايات د افغانستان خلګو ته معلوم دي ،خصوصا د پاټکيانو او امريکايانو په وخت کي . د هغه نه مخکي هم دا سړی مخرب او متعصب پردی اجير وو، د ټولو پښتنو سره عقده او تعصب لري خو د کندهاريانو څخه کرکه کوي.پدې اساس يې کار هم نه دی ورته کړی.
تورن اسماعيل او نو
رو مجاهيلينو د افغانستان په ورانولو کي په۱۹۸۰ ـ۱۹۹۴ع کي بې ساري هلي ځلي کړي دي،
په بند سلما کي په څو ځله زه د دغه خود فروشه مجاهيل د بانډ پواسطه زموږ دمعصومو کارګران د وژلو شاهد يم ، هغه وخت چي خميني نوی قدرت ته رسيدلی وو د دغه مجاهيلو پواسطه به يې زموږ په پاکو خلګو کي شب نامې او نفرتونه خپرول.
دا د هرات د شينډنډ د چهار محل غريب تورن اسماعيل دتعصوبونو تاجدار اوس دنيم افغانستان مليارډر بايد محاکمه سي ،خو متاسفانه.
!!!
دا د ښاغلی کرزی نه جبیره کیدونکی اشتباه او ظلم وو چی د افغانستان د اقتصادی ودی او پرمختیا لپاره یی داسی کسان لکه تورن اسمعیل ، سید مخدوم رهین ، بسم الله خان او …. په یوه آخور سره راټول کړیدی . هغوی یواځی د خپلی شخصی ګټو د خوندی کولو لپاره فکر کوی نه دملی ګټو لپاره.
تورن د خپل ملک الطوایفی اقتدار په دوره کی د هرات ټوله ملی بودیجه او عواید په خپل شوق اوذوق سره مصرف کړل. دی د طالبانو له زندان نه د یوی معاملی په بدل کی ایران ته ورسول شو او د هغوی له سقوط نه وروسته بیا د دی مظلوم ولس په اوږو بار شو . کرزی هغه نور هم خپل ځان ته رانژدی کړی او د یوه حساس مسلکی وزارت دنده یی ور په غاړه کړه . تورن هځه وکړه چی باد راوړی دالرونه بیرته په باد مصرف کړی . د مهمو اقتصادی پروژو د جوړول پر ځای یی له ګاونډیو هیوادونو سره د انرژی د لیږدولو قراردادونه لاسلیک کړل او یو څه برښنایی له بهره وارده کړه چی هره لحظه د هغوی د قطع کولو امکان شته. دین دین لاړ او …..
نه ولسی جرګی ورته وویل چی دا کار مکوه او نه ولس. اوس د یوه انجام شوی عمل په وړاندی ولاړیو. که یوه ورځ مخکی هم سرتمبه او خودخواه کسان له یوه مسلکی وزارت نه لری شی د ټول افغانستان په ګټه به وی. لږ تر لږه دهغوی رسوا کول هم د کار پیل دی.
دا د ښاغلی کرزی نه جبیره کیدونکی اشتباه او ظلم وو چی د افغانستان د اقتصادی ودی او پرمختیا لپاره یی داسی کسان لکه تورن اسمعیل ، سید مخدوم رهین ، بسم الله خان او …. په یوه آخور سره راټول کړیدی . هغوی یواځی د خپلی شخصی ګټو د خوندی کولو لپاره فکر کوی نه دملی ګټو لپاره.
تورن د خپل ملک الطوایفی اقتدار په دوره کی د هرات ټوله ملی بودیجه او عواید په خپل شوق اوذوق سره مصرف کړل. دی د طالبانو له زندان نه د یوی معاملی په بدل کی ایران ته ورسول شو او د هغوی له سقوط نه وروسته بیا د دی مظلوم ولس په اوږو بار شو . کرزی هغه نور هم خپل ځان ته رانژدی کړی او د یوه حساس مسلکی وزارت دنده یی ور په غاړه کړه . تورن هځه وکړه چی باد راوړی دالرونه بیرته په باد مصرف کړی . د مهمو اقتصادی پروژو د جوړول پر ځای یی له ګاونډیو هیوادونو سره د انرژی د لیږدولو قراردادونه لاسلیک کړل او یو څه برښنایی له بهره وارده کړه چی هره لحظه د هغوی د قطع کولو امکان شته. دین دین لاړ او …..
نه ولسی جرګی ورته وویل چی دا کار مکوه او نه ولس. اوس د یوه انجام شوی عمل په وړاندی ولاړیو. که یوه ورځ مخکی هم سرتمبه او خودخواه کسان له یوه مسلکی وزارت نه لری شی د ټول افغانستان په ګټه به وی. لږ تر لږه دهغوی رسوا کول هم د کار پیل دی