تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: پخوانی جهادي محمد اسماعیل خان پر امریکا توندې نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان اشغال شوی دی.

اسماعیل خان زیاته کړې چې طالبان باید د ټرمپ له څرګندونو درس واخلي او له پردیو سره دې د مذاکراتو پر ځای د هېواد له زړه سوانده سیاسي مشرانو سره د خبرو میز ته کېني.

نوموړي د هرات په مولانا تالار کې افغان حکومتي مشران بې واکه وبلل او تور یې لګولی چې یوازې امریکا د افغانستان د سولې، جګړې او راتلونکې په اړه پرېکړې کوي: (( ای طالبانو تاسې ځان مسلمانان او د اسلامي حکومت غوښتونکي بولئ، نور له خارجیانو سره مه ځئ چې زموږ لپاره پرېکړې کوي، راشئ د هیواد له واقعي مسلمانو مشرانو سره د افغانستان برخلیک وټاکئ او مذاکرات وکړئ.))

اسماعیل خان زیاته کړې دا مهال له اسمانه راورېدونکي امریکايي بمونه او د ځمکې له لارې د طالبانو په لاس کې پاکستانۍ وسلې یوازې بې ګناه ملکیان وژني، خو په وینا یې که بین الافغاني مذاکرات وشي د افغانستان ۴۰ کلن ناورین پای ته رسېدلی شي.

اسماعیل خان امریکا ته هم په ګواښ ویلي چې افغانستان ستاسو ځای نه دی: (( ۱۵ کاله پخوا مې هم درته ویلي وو چې تاسې دلته نه شئ پاتې کیدای، اوس هم وایم چې امریکایان نور په افغانستان کې ځای نه لري.))

اسماعیل خان په افغانستان کې هغه زورواکی جهادي قومندان بلل کېږي چې د حامد کرزي په دوره کې د اوبو او برېښنا وزارت څخه د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په اختلاس تورن دی.

نوموړی لومړنی زورواک او جنګسالار و چې ولسمشر غني واک ته له رسېدو څخه وروسته یې د غني په خپله اصطلاح پلاستیکي ښکرونه ترې مات کړل.
نوموړی له همغه وخته د اشرف غني په سرسختي منتقد بدل شوی دی.

2 thoughts on “اسماعیل خان: حکومتي مشران واک نه لري، طالبان دې موږ سره خبرې وکړي”
  1. آزموده را آزمودن خطاست، مؤمن له یوه سوری دوه ځلی نه چیچل کیږی.
    دهرچا ژوند او سوابق د هغی د ادعا د رد یا تایید لپاره تر ټولو ښه شاهد دی، نور ملت نه غولیږی او مؤمنانه زیرکتیا یی د سعادت ضمانت کوی ، نور حزبی ، قومی او نور جاهلی تعصبات بازار نلری ، یواځی اسلامی او ملی ګټی زموږ محوریت ګرځیدای شی او بس،ملت نور مؤمن خادمان غواړی نه فاسدانحصارګر ،معامله ګر او د جهاد غله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *