خبریال: میرویس جلالزی – ” که افغان دولت کورني اختلافات حل نه کړي او امنیتي حالت بهتر نه کړای شي، افغانستان به له اسلامي دولت ډلي داعش سره په جګړه کې ښکیل شي.” .

دا د افغانستان د اوبو او بریښنا د پخواني وزیراسماعیل خان هغه څرګندوني دي چې تازه یې له اسوشیتید پرس آژانس سره په مرکه کې کړي دي.

نوموړی، چې اوس مهال په هرات یعني خپل پلرني ټاټوبي کې اوسیږي په تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د عبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال و خو د انتخاباتو په دوهم پړاو کې یې د عبدالله عبدالله ننګه وکړه.

اسماعیل خان د انتخاباتو تر پای ته رسیدو او په دې له پوهېدو وروسته چې پ نوي حکومت کې لوړه چوکۍ نه ورکول کېږي، په یومخیزه توګه له کابله هرات ته تللی دی.

اسماعیل خان وايی چې د اسلامي دولت ډلې پلویان او خواخوږي په حکومت کې د خپل منځي اختلافاتو له کبله مخ په زیاتېدو دي.

 اسلامي دولت ډله، چې ویل کیږي اصلي مرکز یي په عراق او سوریه کې دی، اوس په افغانستان کې هم څه نا څه فعالیتونه لري .

اسماعیل خان وايي چې د ولسمشر غني له ټاکل کیدو څخه اووه میاشتي تیریږي خو تر اوسه پوري هغه د خپلې کابینې په جوړولو نه دی توانیدلی او په دې کې هم پاتي راغلی چې خلکو ته دندې پیدا کړي او هیواد له فقر څخه وژغوري.

دی وايي:

((هغه اختلافات چې د ملي یووالي په حکومت کې مشته د دې لامل شوي څو د مخالفینو مورال غښتلی شي، البته د طالبانو او داعش، او دا د خلکو د جدي تشویش وړ مسله ده)).

اسماعیل خان د مجاهدینو یو له هغو قوماندانانو څخه دی چې د نویمې لسیزې پر مهال يې په لویديځ هرات ولایت کې د حکومت پر ضد جګړه کوله او وروسته بیا له طالبانو سره هم په جګړه کې د شمالي ایتلاف د قوماندانانو له ډلې څخه وو.

اسماعیل خان د کرزي د حکومت په لومړیو کې د هرات والي و، چې وروسته په ۲۰۰۵ کال کې د اوبو اوبریښنا وزیر وټاکل شو.

اسماعیل خان ،چې د ۶۹ یا د ۷۰ کالو دی په خپلو وروستیوغونډو کې له واک څخه د مجاهدینو د لري کېدو په باب د اشرف غني او د نظام د واکدارانو پر پالیسیو شدید انتقادونه کړي.

هغه ویلي چې اشرف غني او یو شمیر نوري کړۍ غواړي چې مجاهدین له واک څخه څنډي ته کړي او په دې کار سره به تیکنوکراتان او د هغه په خبره غربیان او کمونیستان کلیدي څوکۍ تر لاسه کړي.

هغه په غیر مستقیمه توګه د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ته اشاره درلوده او ویلي یي دي چې د کمونیست پلوه رژیم دغه کلیدي غړی واک ته د مجاهدینو د پخوانیو دښمنانو د رسیدو یوه روښانه بیلګه ده.

خان په دې باور دی چې د طالبانو او داعش ډلې د ځپلو لپاره مجاهدین یوازینی هغه درمل دی چې پرې دغه ډلې له مینځه وړل کیدای شي.

اسماعیل وايي:

((ز موږ په څير خلکو ته، چې ۲۱ کاله یې د روسانو او طالبانو پر ضد جګړه کړې دا د نه منلو ده چې غلي کینو او دښمن مو دروازو ته را ورسیږي، پخواني مجاهدین د طالبانو او داعش ضد فکر لري)).

تر اوسه پوري په افغانستان کې د داعش ډلې د نفوذ په اړه ویل کیږي چې شمیر يي ډیر کم دی، او په دې وروستیو کې د دې ډلې ځیني نښې نښانې له پاکستان سره د پرتو ختیځو ولایتونو په ځينو برخو کې لیدل شوي.

اسماعیل خان وايي په خپله سیمه کې د داعش په فعالیتونو خبر دی، هغه وایي په فراه کې داعشیان شته او په شینډنډ ولسوالۍ کې هم د داعش ځیني کسان شته.

خان په دې باور دی چې داعش په هرات کې نا امنۍ جوړي او دا کار کولای شي.

هغه وايي:

((که د ملي یووالي حکومت د ثبات په راوستلو ونه توانیږی، دا به موږ ته ډیره ګرانه وي، یوه دریمه نا غوښتل شوې جګړه به دلته پیل شي چې له داعش سره به وي، دا جګړه به یوه تپل شوې جګړه وي او موږ هیله لرو چې داسي څه و نه شي)).

اسماعیل خان لا هم په دې باور دی چې طالبان د اصلي خطر په توګه تر اوسه په خپل ځای پاتي دي او د ملي یووالي د حکومت د چارواکو ترمنځ نه همغږی به پولیسو او د ملي اردو سرتیرو ته د جګړې کنټرول ګران کړي.

ویل کیږي له کله نه چې اشرف غني احمدزي په تیر سپټمبر میاشت کې د ولسمشرۍ څوکۍ تر لاسه کړه هغه د امنیتي سکتورونو په دننه کې د پراخو بدلونو لړۍ پیل کړې او ډیره هڅه يې دا ده چې پر افغان ځواکونو کنټرول زیات کړي.

محمد اسماعیل خان، چې په هرات کې په خپل کور کې دا خبرې کولې، په اشرف غني د هغه څه په سبب نیوکه وکړه چې وايي د قومي مشرانو او مخورو له سلا مشورې پرته یې والي او امنیه قوماندان له دندو ګوښه کړي او لا تر اوسه په رسمي توګه دغه ولایت  ته څوک نه دي ور پيژندل شوي.

اسماعیل خان وايي چې د غني دا حرکات به هغه له ولس څخه لا هم لري کړي ځکه د ده په وینا نوموړی غواړي ډير تمرکز په خپل پښتون قوم وکړي.

تورن اسماعیل خان په پای کې یو ځل بیا حکومتي مشران د قومي او قبیلوي مشرانو  درناوي ته راوبلل چې پر وینا یې د ټولنې دغه برخه کولای شي ولسونه له حکومت سره نږدي کړي.

2 thoughts on “اسماعیل خان: د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې زور اخلي”
  1. په کوم ویار سره وائې چه د اسلامی دولت پلویان مخ په زیاتیدو دي. کوم اسلامي دولت؟ ولې ته مسلمان نه ئې داسلام په نامه دافغانستان وران او دافغان ملت د ګوډ اومات او ړوند ،سپره، تباه برباد نه کړ او نې کوې .تا او ته ولې دافغانستان کورڼي اختلافات حل نه کړل او نه ئې حلوې . ستا په وخت کې زموږ ماشومانو ګروپ نه بیژانده چه څه دي . تا او دا ستا په څیر نورو خود پرستو چوکې او دنیا پرستو دا زمینه مساعده کړه چه افغان ملت په ویر آخته او ښـــــــــــــامــــــــــــــــــــــــار ایـــران د خپل اتم جوړي . تاسې به زموږ داتمه لرئ چه راتلوتکئ نسل ستاسو درناوئ وکړي ،په کوم حق .اوس هم وخت دئ ټول سره راټول ښئ او یوه عاجله سوله وکړئ که غواړئ چه الله مووبخښي ۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *