تاند – د هرات پخواني والي او د حامد کرزي په کابینه کې د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسماعیل وایي چې د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور دې په خپل ځای پاتې شي.

اسماعیل خان چې په هرات کې یې یوې خبري غونډې ته نن یکشنبه /د ډسمبر۲۴مه/ خبرې کولې وویل چې حکومت د اساسي قانون پر خلاف رامنځته شوی دی.

نوموړي وویل چې د ولسمشرغني له خوا د عطامحمد د استعفا منل او یا په دې برخه کې د هغه حکم د قران ټکی نه دی چې په ماتولو یې څوک کفر ته وځي.‌

اسماعیل وویل چې حکومت د جهادي څېرو په بې واکه کولو سره د حکومت له داخل څخه د حکومت پر ضد جبهه پرانستې ده او غواړئ چې په دې توګه خپلې ناکامۍ پټې کړي.

تورن اسماعیل د عطامحمد نور دا خبره تکرار کړه چې د هغه په حذفولو سره به په شمال کې د طالبانو او داعش نفوذ زیات شي، خو په شمال کې د ۷۰۷ پامیر قوماندان جنرال بابه جان وویل چې هغوی د سیمې کنټرول په لاس کې لري او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په شمال کې ناامنۍ جوړې کړي.‌

اسماعیل خان او عطامحمد نور دوه له هغو افغان جنګسالارانو څخه دي چې ویل کیږي په تېرو ۱۶ کالونو کې یې د نړیوالو مرستو او د افغانستان د داخلي عوایدو ډېرې برخې لوټلي او پانګې یې زرګونو میلیونو ډالرو ته رسولي دي.‌

5 thoughts on “اسماعیل خان د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د دریځ ملاتړ وکړ”
  1. درنو لوستونکو په دی خلکو باور ندی پکار ځکه دا د پیسو لپاره هر ناروا کار روا بولی او زه د جمعیت په ګوند کښی داسی سړی نه وینم چی په خدای او وطن مین وی. دوی د افغانستان لیوان او لوی شیطانان دی چی د یوه غله منافع یی په شمال کښی په خطر کښی وی بل بیا په غرب کښی سر را پورته کړی. د چور لیری کول د ولسمشر لپاره یو لوی چلنج دی که یی لیری کړ ملت به ورپسی ولاړ وی او شاید راتلونکی انتخابات هم وګټی او دا ملک به یی د ټوپکمارو له منګلو خلاص کړی وی او که ولسمشر دا خاینن ورک نکړل فکر نه کوم چی بیا به په ده اعتبار وکړی او دا د ټول افغانستان لپاره یو تور داغ دی چی بیا به یی زموږ بچیان د پیغور په شکل اوری. داسی ملحد خلک لکه عطا، اسماعیل جټ، رازق، خاکریز وال، او ناحق بیان د زابل ، دوستم، محقق،
    سیاف، همایون همایون، د قدیر کوچنډی که په رضا نه لیری کیږی سیاسی مرګونه په جهان کښی ډیردی او تارخ ثابته کړی چی وقتی یو مملکت له داسی عناصرو خلاص شی بیا څوک جرعت د فساد او شر اچونی نسی کړلای

  2. د افغان مؤمنو بچیانو دقیق شی.
    اسماعیل او عطا د یوه تنظیم ارکان او اهم قوماندانان وو، که یو ځغلنده نظر د دوی سوابقو ته وکړی ، تر جهادی او ملی خدماتو یی فساد، ملی خیانت ،قتل ،غلا ، اختطاف او خلاصه د خپلو ولایتونو ګنج الفساد بلل کیږی او همدا دلیل او شباهت دی چی د یوبل حمایت کوی .
    که دوی رښتیا هم سالمه دینی پوهه او تربیت درلودای دومره انحصار او ملی بداخلاقی یی نه کوله،مع الاسف د تنظیمونو د ارکانو درونی خباثت د خادم المفسدین جلالتمآب …. په تیره ۱۳ کلنه دوره کی ښه آفتابی شوه او په ادارو کی یی نه اسلام وو ، نه جهاد او نه ملی اخلاق.
    او دا ارذل الناس انحصارګر مفسدین پدی هم نه پوهیدل چی حکومتی یا دولتی منصب ، ملی اخلاق غواړی.
    نو د عطا او امثالهم جاهلانه مفکوره او بیانات د جهاد ،افغانیت او عادی انسانیت لپاره شرم او د اسلامی او ملی ګټو خلاف بلل کیږی او هر هغه تنظیم چی د ارکانو لویه برخه یی افسد الناس وی ، مشروعیت نلری باید غیر قانونی اعلان او مفسدین یی قانون ته وسپارل شی

  3. د افغان مؤمنو بچیانو دقیق شی.
    اسماعیل او عطا د یوه تنظیم ارکان او اهم قوماندانان وو، که یو ځغلنده نظر د دوی سوابقو ته وکړی ، تر جهادی او ملی خدماتو یی فساد، ملی خیانت ،قتل ،غلا ، اختطاف یی ډیر لوی او خلاصه د خپلو ولایتونو ګنج الفساد بلل کیږی او همدا دلیل او شباهت دی چی د یوبل حمایت کوی .
    که دوی رښتیا هم سالمه دینی پوهه او تربیت درلودای دومره انحصار او ملی بداخلاقی یی نه کوله،مع الاسف د تنظیمونو د ارکانو درونی خباثت د خادم المفسدین جلالتمآب …. په تیره ۱۳ کلنه دوره کی ښه آفتابی شو او په ادارو کی یی نه اسلام وو ، نه جهاد او نه ملی اخلاق.
    او دا ارذل الناس انحصارګر مفسدین پدی هم نه پوهیدل چی حکومتی یا دولتی منصب ، ملی اخلاق غواړی.
    نو د عطا او امثالهم جاهلانه مفکوره او بیانات د جهاد ،افغانیت او عادی انسانیت لپاره شرم او د اسلامی او ملی ګټو خلاف بلل کیږی او هر هغه تنظیم چی د ارکانو لویه برخه یی افسد الناس وی ، مشروعیت نلری باید غیر قانونی اعلان او مفسدین یی قانون ته وسپارل شی او د فساد معاونین دی دوی ته لاری نه جوړوی بیا بالاخص د عدلیی خبیثه بقایاوی.
    زموږ مؤمن ملت خادم حکومت غواړی نه شرمیدلی تنظیمی مفسد انحصارګر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *