تاند- د جمعیت ګوند یو مشر، پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان وايي، اجرايي رييس عبدالله عبدالله دې بیا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان نه کاندیدوي.
د ولسمشرۍ انتخاباتو ته شاوخوا ۶ میاشتې پاتې دي او سر له اوسه د جمعیت او د شمال د پخوانۍ ټلوالې د غړیو له لوري د یوه کاندید پر سر جوړجاړي ته د رسېدو پر سر خبرې روانې دي.
اسماعیل خان، چې د کرزي په حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزیر و، په یوه مرکه کې نن /دوشنبه/ وویل، عبدالله د جمعیت ګوند د کاندید په توګه درې ځلې کاندید شوی او نور باید هڅه ونه کړي چې بیا هم کاندید شي.
عبدالله عبدالله په ۲۰۰۹ م کال د حامد کرزي په وړاندې او په ۲۰۱۴ م کال د اشرف غني په وړاندې ولسمشرۍ ته کاندید شو.
خو اسماعیل خان وايي«عبدالله ته درې چانسه ورکړل شول، دا وار ښه ده چې د هغو اوصولو له مخې چې اسلامي جمعیت ګوند ټاکلي دي، ځان شا ته کړي.»
اسماعیل خان ونه ویل چې که عبدالله عبدالله د جمعیت ګوند له لوري کاندید نه شي، نو څوک به د دغه ګوند له خوا کاندید شي.
راپورونه وايي چې د جنرال عبدالرشید دوستم، ضیا مسعود، عطا محمد نور، یونس قانوني او محمد محقق ترمنځ سلامشورې روانې دي چې د راتلونکي کال د حمل د ۳۱ مې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره پر ګډ کاندید جوړجاړی وکړي.
ظاهراً دوی ټول په دې سلا دي چې لومړی مرستیال یو پښتون وي. دا هم ویل شوي چې حکمت خلیل کرزی به د دوی لومړی مرستیال وي خو شرط دا دی چې پر لومړۍ چوکۍ سره جوړ راشي.
محقق وايي چې که د ولسمشر په دوو مرستیالانو کې یو دی نه وي هزاره قوم به د دوی کاندید ته رایې ورنه کړي او جنرال دوستم هم ورته خبره کوي. له بلې خوا قانوني، عطا محمد نور او ضیا مسعود هر یو د ولسمشرۍ چوکۍ ته ځان غوره کاندید بولي.