تاند- د افغانستان د انرژۍ وزیر او پخوانی جهادي قومندان اسماعیل خان له لوېدیځوالو وغوښتل چې مجاهدینو ته بېرته وسلې ورکړي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د کورنۍ جګړې مخه ونیسي.
اسماعیل خان د جرمني له شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي چې د لوېدیځ له لوري د افغانستان روزل شوې ملي اردو به په هیواد کې تلپاتې سوله او امنیت هیڅکله هم رانه وړلی شي.
ده ویلي چې مجاهدین احساس کوي چې افغان امنیتي ځواکونه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته د امن ساتنې توان نه لري.
اسماعیل خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ده په هرات کې خپلو پلویانو ته ویلي چې وسلې واخلي، نوي وسله وال وګوماري او د جهاد د وخت جنګي جوړښتونه احیا کړي؟ وویل:«ما خپلو مسلمانو وروڼو ته په هرات کې وویل چې تاسي او ستاسي خلک باید په کلیو کې هر هغه کار چې ممکن وي وکړئ څو د لوېدیځو پوځیانو له وتلو وروسته د طالبانو د راتګ مخه ونیول شي. تاسي باید د پولیسو او اردو ملاتړ وکړئ، او کله چې مو احساس وکړ چې دولت کمزوری دی، باید ورسره مرسته وکړئ. زما او د ټولو پخوانیو مجاهدینو لپاره چې په خپله رضا د پخواني شوروي، د نجیب د حکومت او طالبانو پرضد جنګېدلي دي، اصلي اندېښنه ناامني او د هیواد د حالاتو بیا خرابېدا ده.».
اسماعیل خان په عین حال کې وویل چې ده په خپله خوښه د وزارت چوکۍ نه ده منلې بلکې په زوره کابینې ته راوستل شوی دی.
ده دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د کابینې له غړیتوب سره سره ولي د حکومت د پالیسیو خلاف څرګندونې کوي.
اسماعیل خان شپېګل ته ویلي چې د لوېدیځ دوست دی او لوېدیځو ځواکونو په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د افغانانو لپاره ډېر کارونه کړي دي.
ده په عین حال کې وویل:« مهمه نه ده چې لوېدیځ په افغانستان کې څومره پوځیان پرېږدي ځکه چې دوی سم امنیت نه شي ټینګولی، د افغانستان تاریخ ښيي چې دلته هر وخت جنګ و او د بهرنیو پوځیانو حضور ناکراري لا زیاته کړې ده. افغانان باید خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي. د زور ملګرتوب دوام نه شي کولی.»
کله چې له اسماعیل خان څخه پوښتنه وشوه چې د ده د هرات د څرګندونو په اړه د ناټو پخواني قومندان جنرال جان الن کرزي ته په لیکلې بڼه شکایت کړی و او کرزي په ځواب کې ویلي و چې د اسماعیل خان څرګندونې د افغانستان د حکومت د رسمي دریځ ښکارندویې نه دي، اسماعیل خان په خواب کې وویل:«یو لیک؟ نه یو نه بلکې دوه لیکونه یې لېږلي و. کرزي ما ته دوه لیکونه راښکاره کړل. ما ورته وویل: دا خو ښه خبره ده چې د الن په شان یو څوک په دې پوه شي چې موږ څرنګه خلک یو.»
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
له حضرت سليمان (ع) سلامه روايت دی او له حضرت محمد (ص) نه هم یادون دی، چې کله يو شخص و نه کولی شي، چې له منطقه کار واخلي، نو هرومرو خپړې او منګولې لګوي، نو تورن اسماعيل خان هم له ماغزو ګټه نه شي اخيستلی، ځکه نو په لغتو وارونه کوي، په منګولو شکول کوي او په غاښونو چيچل کوي، چې د خپل سياست پر بنسټ يې خپل زوی هم په هرات باستان کې له لاسه ورکړ او له شپېګل سره يې بيا د سګ چنګي د ډګر د تودولو خبره کړې ده، چې په څه ډول بيا د هرات متدين، پاک او مېړني خلک وغولوي او يو شمېر يې له نورو سره وجنګوي، نو دا به بيا د هراتيآنو لپاره د زلت او بدمرغي ورځې وي، ځکه اسماعيل خان د جنرال مالکه ځان و نه شوی ژغورلی، نو د سيمې ملت به په څه ډول وژغوري! او يا دا چې بيا به ايران ته تښتي او له هغه ځايه به تمويلېږي او زموږ مملکت به د ايران د سياسي ګټو بټۍ ګرځوي!
افغان ولس دې لومړی افغانان شي، بيا دې مسلمان شي او ورپسې دې سونې او شيعه شي او په پای کې دې بيا په پښتون، تاجک، هزاره، اوزبک، تورکمن، ايماق، پشه يي او نورو واوړي، ځکه تر افغانيته هېڅ هم لوړ نه شته، چې اسلام يې مقدسات دي، نو مه ځان غولولی، مه ملت تباه کوی او مه هم خلک شرموي! په دې هېله، چې د افغان ولس ځوان نسل د زړو ګېدړو په لکۍ ونه غولېږي! او د افغانستان دوښمنان دې خدای تل زليل او تباه کړي، لکه چې شول هم!
معه سلاموکم الاخوتالافغانيون
ملا ميوند آخوند
انشا الله مجاهدین به ضرور کامیابیږی … نصرمن الله وفتح قریب …. ژوندی د وی د حزب اسلامی مجاهدین …. رپانده غواړو د اسلام شین بیرغ… ژوندی د وی د حزب اسلامی افغانستان امیر او د دواړو جهادونو ستر قاید انجنیر ګلبدین حکمتیار (حفظه الله )……… افغان سهیل
سمایل لکه چی بیا غولو ونیوی ورته ووایه چی بیا درځو ستا ددیکتاتوری وخت ولاړی
مشرانوسلام؛ که مطلب موله ولس سره په راتلونکوکې زړه سواند،ترحم اووجدانآدحل لاره لټول وي،له ماغزواوپوهی کارواخلۍ.دواپړي شورای آهنګي نوربندکړۍ…………..
اسماعیل خان غواړی بیاهغه سه تکرارکی چی دروسانودماتی ورسته ی وه کړه خوتیرزل دی ویل چی روس مومات کی موژدنړی بدمعاشان یونن دبدمعاشانودعوه نورکوی وای نړی ته موماته ورکړه سماعل خان دوستم خان سوک دې….
مجاهد هغه ده چي د الله لپاره وجنګيږي نه د پاکستان او ايران لپاره . او سهيل وايي چي ګلبدين د دواړو جهادونو ستر قايد . هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
هریو دخپل مکفوری اوگتو لپاره کار کوی اسلام اوجهاد وسیله گرجوی کاشکی پنجوس په سل کی داسلام لپاره کار کیدلای هغه شرایط چی په اسلام ک مهم دی هغه نه پرجای کیزی حتی لمونج داسلام اول رکن دی وروسته تر کلمیه طیبه دغه لمونج نه قایم کوی بیابه نور داسلام قانون چنگه پرجان ومنی خطایستل خطایستل دی
ښه خبره يي کړي دمړ او بې شعوره کام سره همداسې خلک پکار دي چې په يوويشتمه پيړۍ کې هم وسلې دخپل ولس دوژلو لپاره غواړي خو ولس يي بيا هم ځان نه پيژني او امير صيب زنده باد او قومندان صيب زنده باد په نارو يي خولې نه ستړي کيږي دداسې کام رهبرۍ ته همداسې مشران پکار دي
د سهیل خبرو ډیر خفه کړم. څنګه یو انجنیر، پوه او عالم سړی داسې کم عقله زهن لری او دومره بی عقل شی او داسی پوچ ولیکی. هغه د چا خبره چی عقل په کتابو نه دی دایو الهې برخه ده.
ګرانو وروڼو حقیفیت باید ومنو اوچاته سپکی اوسپوری ویل سم کارندی اورا به شو دورور انجینر سهیل خبری ته دایو شکاره اوځلانده واقعت دی چی داسلامی حزب امیر جناب حکمتیار صاحب دافغانستان دجهاد قاید دی اوقاید پاتی شو هم یی سرو لښکروته اوهم صلیبی ځواک ته دمقامت ددین او وطن مینو واقعی مجاهدینو مشری کړی اوکوی یی الله دابر حق جهاد بیا دده ترمشری لاندی بریالی کړی.
تر اوسه می لیدلی نه وو چه یو ملا ښی خبری و کړی. ملا میوند اخند خو والله چه په رښتیا ملا دی. به داچه انجنییر سهل هم بدی خبری ندی کړی، خو رما په اند اسماعیل خان هغه پخوانی شهرت او عزت نلری، هغه په وزارت کی څه وکړل چه له دی پسه به یی وکړی. دا خوسی او بیځایه خبری دی او دا وخت د داسو خبرو ندی
هر هغه څوک چې په افغانستان کې جګړه ته لمن وهي هغه د افغانستان د خلکو وژونکی او د خدای حضور ته مخ توری دی انشاالله
هر هغه څوک چې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي هغه د افغانستان د خلکو وژونکی او د الله حضور ته مخ توری دی او افغانستان وګړي ورڅخه کرکه لري
له ټولو درنو سخه هیله کوم چه دټوپک خبری بس دی او د قلم په طرف باید حرکت وکړو، یوازی او یوازی قلم دی چه د امن لپاره کار کوی