فضا تیاره ده, لایتناهي ده او دا تیاره فضا د لمر وړانګې رڼا کوي. پورته شین ښکارېدونکی اسمان نه دی دغه د لمر خپرې شوې وړانګې دي چې موږ ته نیلي رنګه ښکاري.
د وړوکتوب یو سول همدا ده چې اسمان ولې شین ده ؟ ممکن چې تاسې کله واړه وی دا پوښتنه مو کړې وي او یا هم بچیان لری او له تاسې دا پوښتنه وکړي. ځواب زمونږ په لمریز سیستم کې د بې اندازې وړانګو په سرچینه پېل کیږي. د لمر وړانګې سپینې ښکاري خو دا وړانګې له ټولو هغو رنګونو جوړې شوي کومې چې د طیف په ذریعه وینو چې له سره تر بنفشي رنګه پورې رنګونه دي. د لمر وړانګې د اتموسفیر یا فضا په اوږدو کې د مختلفو عناصرو، ترکیبونو او ذراتو لخوا جذب کیږي، انعکاس او تغیر ورکول کیږي. د اسمان رنګ د راتلونکو وړانګو د څپو له طول سره تړاو لري خو په هوا کې د اکسیجن، نایتروجن او د دوړو د ذرو مالیکولونه هم پکې خپل رول لري.
 
کله چې د لمر وړانګې له پاسه خوا په ځمکه غورزېدلې وي دا وړانګې اتموسفیر یا فضا په عمودي زاویه کې قطع کوي. کومې څپې چې لنډې دي لکه د نیله او بنفشي وړانګو څپې د فضا دذرو لخو د اوږدو څپو ( لکه د سور، نارنجي او زېړ رنګ څپې) په پرتله په اسانۍ جذب کیږي. د هوا ذرې نیله او بنفش رنګ وړانګې په بله خوا خپروي او بېرته د ځمکې په لور نه جذب کیږي کومې چې مونږ ته د شین اسمان په څېر ښکاري. د غرمې لخوا ځکه بنفشې رنګ په نیله کې ورکیږي ځکه چې زمونږ سترګې له نیله رنګ سره تر بنفشي رنګ حساسې دي.
 
د لمر پرېوتو (dusk) او سباون (dawn) پر وخت کله چې لمر افق ته نږدې وي نو د لمر وړانګې له اتموسفېر سره ډېره مایله زاویه جوړوي او د غرمې په پرتله دا وړانګې په اتموسفېر کې زېاته فاصله وهي. په داسې حالت کې د نایتروجن او اکسیجن او په هوا کې نورې ډېرې مالیکولي ذرې دي د لمر د وړانګو مخنیوی کوي. په راتلونکو وړانګو کې د نیله او بنفشي وړانګو ډېره برخه د دې ذرو لخوا فلټر کیږي او په همدې وجه د اسمان نیله رنګ کمرنګه ښکاري. په فضا کې چې کله د نیله او بنفشي رنګونو نفوذ کم شي نو د اوږدو څپو وړانګې پاتې کیږي چې سور، نارنجي او زېړ رنګونو وړانګې دي او له همدې امله په سهار او زیړي مازیګر کې د اسمان رنګ سور، زېړ او نارنجي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *