روښان زرغون

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون د هغه هیواد ګانګرس ته د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د   ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نوې ستراتېژي له اعلان وروسته، په خپل لومړني رپوټ کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د ویره اچوونکو پناځایونه د سیمې امنیت او ټیکاو ګواښي.

پنتاګون په دغه رپوټ کې کانګرس ته لیکلي چې افغانستان له هغو یاغیانو سره ښکېل دی چې له بهره پیاوړي او تنظیمېږي.

رپوټ کاږي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته القاعده، د حقاني شبکه، لښکرطیبه، تحریک طالبان پاکستان، داعش او د ازبیکستان اسلامي غورځنګ پنا ځایونه لري او د دغو ډلو فعالیت د سیمې ټیکاو ګواښي.

تر دې لږ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلر سن ویلي و چې که پاکستان د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس وانه خلي امریکا به  له دغه هېواد سره اړیکې وشلوي.   

که وکتل شي دا څرګندونې ډېرې سختې او پاکستان ته جدي خبرداری ګڼل کېږي، په لومړي نظر کې خو داسې ښکاري چې پاکستان ته نور د امریکا زغم پای ته رسېدلی او ډېر ژر به دغه هېواد یا د ترهګري له ملاتړه لاس اخلي او یا به د امریکا سختې غصې سره مخ کیږي. په ښکاره خو د امریکا د بهرنۍ کړنلارې له تر ټولو لوړو بنسټونو او چارواکو یانې د  بهرنیو چارو وزیر او دفاع وزارت له دې څرګندونو داسې اخیسته  کېدی شي چې امریکا به له دې وروسته د پاکستان پر وړاندې هماغه د طالبانو او بن لادن په اړه کړنلاره غوره کړي.

کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱ نیټه د نیویارک سوداګریز مرکز او د امریکا دفاع وزارت د الوتکو په واسطه تر ترهګریز برید لاندې راغلل د امریکا د هغه وخت ولسمشر  جورج بوش اعلان وکړه یا امریکا یا هم ترهګر درېیمه لار نه شته.  د همدې کړنلارې له مخې یې د طالبانو اداره ړنګه کړه چې ویل یې د ترهګرو ملاتړ کوي او د اسامه بن لادن پر سر یې میلیونونه ډالر انعام وټاکه چې مړ یا ژوندی یې غواړي، نو ځکه خو یې د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې اسامه بن لادن د پاکستان په پوځي ښارګوټي ایبټ اباد کې په توره شپه کې وواژه او مړی یې د امریکایانو په وینا د سره سمندرګي په تل کې خښ کړ.

رښتیا! هغه وخت یې پاکستاني چارواکو ته هم خبرداری ورکړ چې که د ترهګرو له ملاتړه لاس وانه خلي نو هېواد به یې ډبر پیر ته ورستون کړي چې همدې څرګندونو د پاکستان پوځي حکمران پرویز مشرف اړ کړ چې د امریکا خوا ونیسي.

د امریکایي لوړ پوړو چارواکو او بنسټونو وروستۍ څرګندونې ددوی د همغه وخت دریځ ذهن ته راولي او داسې ګڼل کېږي چې یو ځل بیا به پاکستانیانو ته ډبر پیر ته د ورګرځېدلو په شان خبرداری ورکړي.

خو تجربو ښودلې چې د پاکستان خلاف دا څرګندونې نوې خبره نه ده او د چا خبره دا هماغه د پېشو او موږک لوبه ده په دې مانا چې د اوباما په واکمنۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن هم څو ځله ورته څرګندونې کړې وې. هغې هم ګواښ کړی و چې ترهګرو پټنځایونو پسې به د ډېرورنډ کرښې هغې غاړې ته خپل پوځیان ولېږي او له منځه به یې یوسي، خو ددغه ډول ګواښونو ډېره ستره پایله دا شوه چې پاکستاني چارواکو     امریکایانو ته د القاعدې یو څو له کاره لوېدلي عربان او طالب مشران لاستړلي وروسپارل او یا یې هم خپل دوښمنان لکه بیت الله مسعود او ځینې نور په خپلو رپوټونو سره د ډرون توغندویو مخې ته وتړل، نور خیر او خیرت او په بدل کې یې میلیاردونه ډالر هم ترلاسه کړل.

لرې به نه ځو د اوسني ولسمشر ټرمپ په واکمني کې هم د هغه نوې ستراتېژي سرترپایه د ترهګرو ډلو ملاتړ له امله پاکستان ته له ګواښونو او خبرداریانو مالامال وه. ددفاع وزیر جیمز متیس او د ملي امنیت سلاکار مک مسټر له څرګندونو داسې ښکاریدل چې د پاکستان کړنې ورته د زغملو نه او ژر ده چې له دغه هېواد سره حساب کتاب پاک کړي.    

امریکایي چارواکو پخوا هم ويلي و چې د پاکستان پر ضد اقداماتو کې پر هغه هېواد، د مرستو بندول او پر هغو پاکستاني چارواکو بندیز لګول هم راځي چې له ترهګرو سره همکاري لري.

د دفاع وزیر جمیز مټیس  تېره میاشت خبرداری ورکړی و چې د پاکستان پر ضد له هر کېدونکي اقدام مخکې باید یو ځل بیا له اسلام اباد سره خبرې وشي او د ترهګرۍ په ضد مبارزې ته قانع کړل شي. له دې سره جوخت د سي ای اې مشر مایک پمپیو ویلي وو که پاکستان د ترهګرو پر ضد د امریکا غوښتنې ونه مني، دوی(امریکا) به د اورپکو د پناه ځایونو له منځه وړلو په موخه خپله لاس په کار شي.

خو شاوخوا یوه نیمه اونۍ وړاندې چې همدغه ددفاع وزیر مټیس پاکستان ته له روانېدو مخکې خبریالانو ته ویلي و چې د پاکستاني چارواکو د “ترټلو” نیت نه لري، خو وايي هیله کوي چې اسلام اباد به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.                                                                                                           ښاغلی مټیس خبریالانو ته ویلي، باوري دی چې له پاکستانیانو سره ګډه وجه موندلی او ګډ کار کولی شي.

نو ځکه خو د ټیلرسن او پنتاګون وروستی دریځ هم ډېر جدي نه ښکاري او که یو څه جدیت هم په کې وي پاکستانیان یې پر چل پوهېږي بیا به یا کوم امریکایي یرغمل چې ځای ځای ګی یې هسې هم ورته مالوم دی له بنده راخوشې او یا به پر هغو ځایونو پوځي عملیات وکړي چې د خپلې خوښې کسان یې واردمخه ترې ایستلي وي او یا به هم د پلان له مخې په پوځي عملیاتو کې خپل دوښمنان په نښه کړي چې په دې سره به نه یوازې امریکا خوشاله او انعام هم ترې واخلي او خپل دوښمنان به هم وځپي.

له دې ځایه داسې اخیسته کېدی شي چې اوسني ګواښونه هم د تېرو هغو له تکرار پرته بل څه نه شي ګڼل کېدی او هغه چې وایي:« اسمان چې څومره غوېږي هومره نه اورېږي»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *