تاند- سره له دې چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ظاهراً په ټپه ولاړې دي خو اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، معلومات یې ترلاسه کړي چې د طالبانو او یو شمېر افغان چارواکو ترمنځ منظم تماسونه شته.
اژانس وايي، د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او د ملي امنیت د ریاست د عمومي رييس په ګډون افغان چارواکي له طالبانو سره د هیواد د اساسي قانون او سیاسي راتلونکې په اړه ټېلفوني خبرې کوي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس له موضوع څخه د خبرو کسانو په حواله وايي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر یوه میاشت ترمنځ له طالبانو سره ږغېږي.
دا اژانس وايي، داسې اسناد لري چې د افغان چارواکو او په پاکستان او قطر کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ تماسونه ثابتوي.
د راپور پر اساس، په داسې حال کې چې افغان چارواکي وايي چې یوه خوا هم په ښکاره د سولې خبرې نه تاییدوي، خو اسناد ښيي چې دوی د طالبانو له لوري د افغانستان د اساسي قانون او انتخاباتو د منلو په شمول پر سولې خبرې کړي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د یوه افغان چارواکي په قول، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ځکه چې اجازه یې نه لرله چې له رسنیو سره خبرې وکړي، ویلي چې طالبان په اساسي قانون کې د ځینو مادو د تعدیل غوښتنه کوي خو البته په بیړه نه.
دوی دغه راز په افغانستان کې د شرعي حدودو د جاري کېدو غوښتونکي دي.
دغه چارواکي همداراز ویلي:
طالبانو د هلکانو او نجونو له تعلیم سره موافقه ښودلې، خو د مختلط یا ګډ تعلیم مخالف دي.
دوی په ټولو برخو کې د ښځو له کار او ټولنیز فعالیت سره موافق دي، دا هم مني چې ښځې له سترې محکمې پرته په نورو محکمو کې د قاضیانو په توګه هم کار کولی شي خو په اساسي قانون کې دا شامل وي چې ښځه د هیواد ولسمشره کېدای نه شي.
طالبان د ځانګړو محکمو د جوړېدو غوښتونکي دي چې په وروستیو ۱۶ کلونو کې د زورواکانو له لوري د مځکو د غیرقانوني غضب په زرګونو قضیې وڅېړي.
دوی همداراز ویلي چې انتخابات دې د عبوري حکومت له جوړېدو وروسته وشي او په عبوري حکومت کې دې داسې کسان شامل وي چې په انتخاباتو کې ګډون نه کوي.
دوی دا هم وايي چې تر انتخاباتو پورې دې ټولې خواوې په هغو سیمو کې پاتې شي چې فعلاً د دوی په کنټرول کې دي.
اوس پوه شوئ چې د سولې د شهید زوی ( صلاح الدین خان) ولې له اتمر او ستانکزي سره مخالفت کوي؟