تاند، یکشنبه، د جدي ۹مه: طالبانو اسوشیټډ پریس اژانس ته د یکشنبې په ورځ ومنله چې د کویټې شورا ټولو مشرانو یې په هیواد کې د لنډمهاله اوربند هوکړه کړې ده، خو وایي، د دې کړکۍ د پرانیستل کیدو په ترڅ کې به له متحده ایالاتو سره د سولې تړون لاسلیک شي.

د سولې تړون به واشنګټن ته اجازه ورکړي چې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي او هلته د امریکا تر ټولو اوږده ۱۸ کلنه نظامي بوختیا پای ته ورسوي.

د اسوشیټډ پریس په وینا بلخوا د طالبانو مشر هم باید د اوربند موافقه تصویب کړي او که څه هم د اوربند موده نده مشخص شوې مګر ویل کیږي چې دا ځل اوربند به ۱۰ ورځې دوام وکړي.

اسوشیټډ پریس اژانس دا هم وایي، چې د طالبانو د قطر دفتر پلاوی تر څو اونیو وروسته بیرته دوحې ته ستون شوی او نوې پریکړه یې خپلو ملګرو ته رسولې ده.

تر دې وړاندې عرب نیوز ویلي وو چې د لنډمهاله اوربند وړاندیز د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لخوا د خبرو په وروستي پړاو کې وړاندیز شوی و.
.

One thought on “اسوشیټډ پریس: طالبانو لنډمهالي عام و تام اوربند ته غاړه کیښوده”
  1. د طالبانو د حقاني ډلې ‌او کوټي شورا ترمنځ په افغانستان کې د اوربند پر سر سخت اختلافات راټوکېدلي دي .

    تېره اونۍ په کوټه کې طالب مشران په دې سره یوه خوله شول چې د امریکا د فشار د ټیټولو په موخه په افغانستان کې (۱۰) ورځنی اوربند وکړي .

    تر اوسه لا طالبانو دا پرېکړه نه ده اعلان کړې ، خو په کوټه کې د طالبانو د شورا یو غړی او د غونډي ‌برخه وال خبریال ډاټ کام ته وویل چې د اوربند پرېکړه لا هم نه ده وروستۍ شوې ، علت یې دادی چې د حقاني شبکې له لوري یې مخالفت کېږي .

    د طالبانو سرچینې وايي چې د کوټې غونډه کې د طالبانو مشر مولوي هیبت الله ګډون نه وو کړی ، البته د هغه پیغام ولوستل شو .
    طالب سرچینې وايي چې د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د تحریک مرستیال سراج الدین حقاني په کلکه ددغه اوربند مخالفت کوي ، خو د څرخي پله له زندان نه په تبادله کې تازه خوشي شوی د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني بیا د اوربند شرطیه ملاتړی دی .

    انس حقاني ویلي چې طالبان دي‌ د اوربند پر مهال ښارونو ته نه ځي ،او نه به دولتي عسکر له ښارونو بهر کلیو او بانډو یا د طالبانو تر کنټرول لاندی سیمو ته ځي .

    طالب سرچینې وايي چې د کوټي شورا ډېری غړي هم د انس حقاني ددې وړاندیز هر کلی کړی ، خو دا یادونه یې هم کړې ده چې که چېرته کوم طالب د ضرورت په موخه کوم ښار ته سفر وکړي ، نو سفر به یې د یوه طالب په نوم نه بلکه د عام وګړي په نوم وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *