خبریال: میرویس جلالزی – یو اسټرالیايي جنرال چې یو مهال یي په افغانستان کې د امریکایي او بریټانیایي ګډو ځواکونو مشري پر غاړه لرله ویره څرګنده کړې چې ګومان کوي افغانستان بیا د نړیوال ترهګرو په مرکز بدل شي.

د متحدو ځواکونو پخوانی سر اعلی قوماندان جیمس ستیواردیس په خپله وروستۍ مرکه ویلي که چیرته ناټو او امریکايی ځواکونه په بشپړه توګه له جګړه ځپلي افغانستانه ووځي دی ویره لري چې دا هیواد به د نړۍ د ترهګرو په یوه ځاله واوړي چې يه نتیجه مئ به یې هر هیواد ته ګواښ مخامخ شي.

نوموړي ویلي چې د اسټرالیا په شمول نړیوال ایتلافي ځواکونه باید له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې قوي حضور ولري ځکه د اسلامي دولت جنګیالي دغه هیواد په لوري خپلې ریښې پراخوي او ښايي د دې هیواد نسبي امن په خطر کې واچوي.

دغه څلور ستوري استرالیايي جنرال جیمس ستیواردیس، چې د مخکښو نړیوالو پوځي ستراتیژیستانو په ډله کې شمیرل کیږي، ویلي چې حالات له نږدې څاري او په پوهېږي چې طالبان او د اسلامي دولت جنګیالي یو له بل سره د هرې ورځې په تیریدو نږدې کیږي او خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او دا مسله د شدیدې اندیښنې وړ ده .

نوموړي ویلي، دې ته اړتیا نه شته چې لس زره ایتلافي عسکر له ۲۰۱۶ کال وروسته له افغانستانه وباسو ځکه د هغوی شتون د اوږده مهال لپاره اړین دی او تر څنګ یې باید د کورنیو ځواکونو لپاره د تعلیم او تربیې تر څنګ د تجهیز پروسه ګړندۍ او غښتلي کړو.

جنرال جیمس وړاندې زیاته کړه:

(( موږ نه شو کولای له افغانستانه سترګې واړوو، موږ باید هلته حضور ولرو، امریکا هم باید په دغه هیواد کې خپل استخباراتي حضور ته په قوت سره ادامه ورکړي او د پینځو سترګو استخباراتي شبکې سره چې اسټرالیا یې هم په افغانستان کې غړيتوب لري خپلو همکاریو ته داوم ورکړي)).

نوموړي همدا راز افغان ولسمشر اشرف غني په دې وستایه چې له یوې لسیزې بې باورۍ وروسته یې له ګاونډي پاکستان سره د خپلو استخباراتي همکاریو نوی فصل پرانیست.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره میرمن جولیا بیشپ چې وړمه ورځ کابل ته راغلې وه له امریکايی جنرالانو سره د لیدو پر مهال پر هغوی فشار اچولی چې له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ولري.

هغې له امریکايي جنرالانو سره د اسلامي دولت د وسله والې سرزورې ډلې خطرونو له پراخیدو او همدا راز په افغانستان کې د هغوی د را ټوکیدو په باب خپله اندیښنه څرګنده کړي او له امریکايي متحدینو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د خپل حضور موده له ۲۰۱۶ کال وروسته هم تمدید کړي.

هغې ویلي چې د سرتیرو د حضور د مودې تمدید به د اسلامي دولت د جنګیالو په ګډون د افغانستان ټولو مخالفانو ته دا پیغام ورکړي چې نړیواله ټولنه په دغه له جګړې را وتلي هیواد کې د اوږدې مودې لپاره د ګواښونو د ځپلو لپاره شتون ولري.

ټاکل شوې چې د امریکا ځواکونو چې اوس یې شمیر تر لسو زرو لږ اوړي له ۲۰۱۶ کال وروسته په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي او یوازې د ګوتو په شمیر سرتیري به په کابل کې د امریکې د سفارت د ساتلو لپاره حضور ولري.

د دغه اسټرالیايي جنرال دا اندیښنه پر داسي مهال را برسیره شوي چې ویل کیږي د اسلامي دولت جنګیالو د طالبانو یو پخوانی قوماندان د افغانستان او پاکستان لپاره د دغې ډلې د مشر په توګه ټاکلی دی.

دغه قوماندان حافظ سعید خان نومیږي چې د داعش له لوري د خراسان د مشر قوماندان په توګه ټاکل شوی.

افغانستان، پاکستان او د هندي ځیني برخې د داعش ترهګري ډلي په نقشه کې د خراسان په نامه یاد کړای شوي دي.

په یوه ویدیويي پټه کې چې د اسلامي دولت د جنګیالو له لوري پر انټرنیټ خپره شوي د دغي ډلي د یوه منسوب قوماندان ابو محمد الادني له خولي راغلي چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلي پخوانی ویاند حافظ سعید خان په سویلي اسیا او خراسان کې د دوي د نظامي چارو مسول ټاکل شوی دی.

حافظ سعید ۴۲ کاله عمر لري او څو ورځې دمخه یې له تحریک طالبان پاکستان څخه ځان بیل اعلان کړ، هغه د اورکزیو په قوم پوري تړاو لري.

پاکستانیو رسنیو ویلي چې د تحریک طالبان د دغه پخواني ویاند نوې دنده به د افغان طالبانو د مشر ملاعمر او همدا راز د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن پلانونه له جدي ګواښ سره مخامخ کړي، هغه دوه کسه چې ګومان کیږي د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کې پټ شوي وي.

One thought on “اسټرالیایي جنرال: افغانستان بیا د ترهګرو په نړیوال مرکز بدلیدای شي”
  1. داستر اليائ جنرال وينا ده چه افغانستان به بيا يو ځل دتر هګرۍ په مر کز تبديل شې.زه ديو افغان جنرال په تو ګه ستا دا طرحه کاملاء ردوم.
    اول داچه دافغانستان نه تاسو او ستاسی متحدينو دتر هګرۍ ميدان دخپلو شومو اعمالو په خاطر مو چه افغانستان او اسيا ميانه کی درلودل بدل کړو.دخپلو شو مو اعمالو په خاطر مو پاکستان په مرکز دترهګرۍاوتروريستۍ تبديل او دهغی ځای څخه مو سور اور په افغانستان بل کړه.
    يو تعداد افغانی مجاهدين چه مخکی تاسی سره اړيکی لرلی دطآلب په نامه مو ګرفتار ګونتانامو ته مو دبعد ی اهدافو دپاره چه مولرل وليګه دادی چه تربيه مو ورکړه شرآيط مو مساعد کړه هغو اوس دداعش په نامه راو ړاندی کيږی. او فعاليت ئ شروع کړی چه تا محترم جنرال هغه په نامه هم ياد کړه. داعش يعنی امريکا.
    دوهم داچه داعش څوک دی او چا تربيه کړه او دچا په اقتصاد تغذيه او مسلح شول کولای شی دمير من کلنتن دامريکا دخارجه چارو دوزارت دوزيری خبر او ويناوی تعقيب او واوری.
    دريم داچه بعدی په افغانستان څه پلان لرۍ ستاداستر اليائ جنرال وينا ده چه افغانستان به بيا يو ځل دتر هګرۍ په مر کز تبديل شې.زه ديو افغان جنرال په تو ګه ستا دا طرحه کاملاء ردوم.
    اول داچه دافغانستان نه تاسو او ستاسی متحدينو دتر هګرۍ ميدان دخپلو شومو اعمالو په خاطر مو چه افغانستان او اسيا ميانه کی درلودل بدل کړو.دخپلو شو مو اعمالو په خاطر مو پاکستان په مرکز دترهګرۍ تبديل او دهغی ځای څخه مو سور اور په افغانستان بل کړه.
    يو تعداد افغانی مجاهدين چه مخکی تاسی سره اړيکی لرلی دطآلب په نامه مو ګرفتار ګونتانامو ته مو دبعد ی اهدافو دپاره چه مولرل وليګه دادی چه تربيه مو ورکړه شرآيط مو مساعد کړه هغو اوس دداعش په نامه راو ړاندی کيږی. او فعاليت ئ شروع کړی چه تا محترم جنرال هغه په نامه هم ياد کړه. داعش يعنی امريکا.
    دوهم داچه داعش څوک دی او چا تربيه کړه او دچا په اقتصاد تغذيه او مسلح شول کولای شی دمير من کلنتن دامريکا دخارجه چارو دوزارت دوزيری خبری او ويناوی تعقيب او واوری.
    دريم داچه بعدی په افغانستان څه پلان لرۍ ستاسی دخبرو داسی معلوميږی داترهګری په افغانستان کي دداعش په نامه ستاسی دستراتيژيکو پلا نونو يوه بله برخه ده.
    داچه په افغانستان کی تاسی اوستاسی خارجی متحدين او افغاني متحدين ناکامه شوه اوس غواړۍ په بل شکل دی پلان ته مو موخه ورکړۍ.
    انشاالله بياهم ناکامی ستاسی نصيب ده ځکه چه افغانی متحدين مو په لړزه او ناکامۍ سره مخ دی.ستاسی دخبرو داسی معلوميږی داترهګری په افغانستان کي دداعش په نامه ستاسی دستراتيژيکو پلا نونو يوه بله برخه ده.ځکه چه امريکاېانو ډير پخوا په زابل کی دهليکوپترو په ذرېعه په ذآبل کی اکمالات ورته کړی وه او اوس اول ظهور ئ هم دهماغه ځاي څخه دي.
    داچه په افغانستان کی تاسی اوستاسی خارجی متحدين او افغاني متحدين ناکامه شوه اوس غواړۍ په بل شکل دی پلان ته مو موخه ورکړۍ.او خپل شوم اعمال مو تر سره کړۍ.
    انشاالله بياهم ناکامی ستاسی نصيب ده ځکه چه افغانی متحدين مو په لړزه او ناکامۍ سره مخ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *