خبریال: احمد رشاد –

د اسټرالیا حکومت له امریکا متحده ایالاتو سره داسې هوکړې ته ورسیده چې له مخې به یې د اسټرالیا په توقیف خونو کې په شرایطو برابر پناه غوښتوونکي، په امریکا کې ځای پر ځای شي.

د دغه  توافق په اړه دوه ورځې مخکې د اسټرالیا لومړي وزیر او د هغه د کډوالو چارو وزیر خبر ورکړ.

د کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن ) Peter Dutton) له دفتر څخه د نومبر په (۱۳مه) په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دوی به لومړیتوب بیوزله میرمنو، ماشومانو او کورنیو ته ورکوي.

هغه دا هم په ډاګه کړې چې له دغې هوکړې، هغه کسان هیڅ استفاده نشي کولای کوم چې وروسته له دې په بیړیو کې اسټرالیا ته راشي.

د خبر پاڼې په حواله، امریکايي مسوولین به د کډوالو په اړه خپلې ارزونې پیل کړي او پرېکړه به وکړه  چې کوم ډول کسان خپل هیواد کې ځای پر ځای کړي.

په توقیف خونو کې اوسیدونکي کسان باید امریکا ته د ورتګ لپاره معیارونه پوره کړي لکه د روغتیا په اړه ډاډ او په امنیتي جرمونو کې د دوسیو نلرل.

که څه هم سرچینې د دغې هوکړې د تطبیق دقیق وخت نه دی ښودلی او نه یې ده په ډاګه کړې چې دا کار به څومره وخت واخلي خو زیاته کړې یې ده چې دا پروسه به وخت اخلي او په تدریجي توګه به مخ ته ځي.

پیټرډوټن، ویلي چې له دې هوکړه لیکه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR ) لخوا ملاتړ کیږي او دوی به هم له دې کمیشنرۍ سره پوره همکاري کوي.

تمه ده د دغه هوکړه لیک له مخې هغه (۱۸۰۰) کسان په امریکا کې ځای په ځای شي چې د (۲۰۱۳) کال د جولای له نولسمې نیټې، څخه وروسته اسټرالیا ته داخل شوي دي.

دغه کسان د اسټرالیا اړوند مانوس او نایرو توقیف خونو کې ژوند کوي.

مانوس په کوچني هیواد نیو پاپوا ګینا کې موقعیت لري. او د نایرو توقیف خونه په خپله د نایرو په کوچني هیواد کې موقعیت لري چې دواړه د اسټرالیا په مالي ملاتړ چلیږي.

د پیټر ډوټن له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د نایرو او پاپوا نیو ګینا له حکومتونو څخه غوښتي چې هغه کسان مشخص کړي کوم چې ساتنې ته اړتیا نلري، دغه کسان به بیرته خپلو هیوادونو ته وشړل شي.

د مالکوم ټرنبل تر مشرۍ د لیبرال ګوند حکومت د کډوالو په چارو کې ټولې ستونزې د کارګر ګوند میراثه ګڼي. د وروستي ځل لپاره لیبرال ګوند په (۲۰۱۳) کې ټاکنې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ. د لیبرال ګوند په راتګ سره د اسټرالیا سرحدونه د ناقانونه کډوالو په مخ وتړل شول. په همدې حکومت کې د سرحدونو د خوندي ساتلو په موخه ځانګړي عملیات پیل شول چې اوس هم ادامه لري.

خبرپاڼه کې راغلي چې د لیبرال ګوند ائتلافي حکومت د کډوالو په اړه هغه ستونزې حلوي چې د کارګر ګوند لخوا ورته پاتې دي.

اعلامیې یو ځل بیا په ډاګه کړې چې اسټرالیا به د ناقانونه کډوالو لپاره د اوسیدو ځای نشي. اعلامیه کاږي چې اسټرالیا کې به هغو کسانو ته هم ځای ورنکړل شي چې د پناه غوښتنې د دوسیو د څیړلو په مرکزونو کې اوسیږي او د کډوالۍ مستحق هم ګڼل شوي دي. او همدارنګه هغه کسان به هم په هیڅ صورت اسټرالیا کې ځای په ځای نشي چې غواړي د بیړیو له لارې راشي.

سرچینې زیاته کړې ده چې د اسټرالیا د سرحدونو د ساتنې پالیسي په خپل حال ده؛ سرحدي عملیات به ادامه لري او ناقانونه بیړۍ به بیرته ګرځول کیږي او د انساني قاچاق مخنیوی به کیږي. همدارنګه ناقانونه کډوال به نیسي او د مانوس او نایرو توقیف خونو ته به یې لیږدوي.

د سرچینې په حواله، حکومت د اسټرالیا په شمال کې بحري ځواک پیاوړی کړی، د ګزمې او څارنې امکانات یې ډير کړي او دا ډاډ حاصل شوی چې ناقانونه بیړۍ به په نښه کیږي او نیول کیږي به.

اسټرالیا حکومت له دې مخکې له پاپوا نیو ګینا او کمبودیا سره هم د توقیف خونو د اوسیدونکيو په اړه ورته تړونونه کړي و چې له مخې به یې د توقیف خونو  هغه کسان چې د کډوالۍ مستحق ګڼل کیدل، په دغو دوه هیوادونو کې ځای په ځای شي. خو دغو غریبو هیوادونو ته چا زړه نه ښه کاوه.

په اوبو کې د ایسارې لویې وچې (اسټرالیا) کړنلاره د کډوالو پروړاندې ډیره سخته او جدي ده. هیڅ ناقانونه وګړی نشي کولای د دوی قلمرو ته داخل شي او هلته ځای په ځای شي.

که څه هم دغه کړنلاره له ځینو کورنیو او بیرونیو نیوکو سره مخ ده، خو اسټرالیا حکومت ورته په ټول شدت ادامه ورکوي او وايي چې دوی ته د خپل وطن او سرحدونو امنیت تر بل هر څه مهم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *