خبریال: احمد رشاد

د کډوالو په اړه د اسټرالیا او امریکا تر منځ شوې معاملې اسټرالیا مجبوره کړې چې خپلې سمندري پولې لاپسې ټینګې کړي او هلته خپل امنیتي حضور پیاوړی کړي.

دغه تړون چې د روان میلادي کال د نومبر په لومړیو کې وشو، امریکا چمتو شوه چې د اسټرالیا له توقیف خونو څخه په سلګونو کډوال وروسته له یوې ارزونې انتقال او هلته یې ځای پر ځای کړي.

د همدغه تړون د عملي کیدو په موخه د امریکا د کورني امنیت ځینې مسوولین اسټرالیا ته راغلي او د هغو کډوالو قضیې څیړي چې ممکن امریکا ته یې انتقال کړي.

که څه هم د اسټرالیا لومړي وزیر مالکوم ټرنبل بار بار ویلي چې دغه تړون یواځې د یوه ځل لپاره دی او هیڅ نوی را رسیدونکی کډوال به پکې شامل نشي، خو د کډوالو د راتګ په اړه لا اندیښنې شته.

اسټرالیا اندیښنه لري چې قاچاقبر به له دغه تړون څخه د تبلیغاتو په توګه استفاده وکړي او ناخبره پناه غوښتوونکي به وهڅوي چې اسټرالیا ته روان شي او قاچاقبر به په دې توګه خپل کارو بار( انساني قاچاق) ګرم وساتي.

د ډیپلومات ویبپاڼې((The Diplomat په حواله، اسټرالیا حکومت د همدغو اندیښنو د لرې کولو لپاره د خپل هیواد په شمالي سواحلو کې شپږ بیړۍ ځای پر ځای کړي او له دوی  به د پوځي بیړیو د یوه یونټ لخوا ،چې په رهبري شوو میزایلو سمبال دی، ملاتړ وشي. همدارنګه دغو سواحلو ته به د اوبتلونو ضد الوتکې هم ولیږل شي.

دغه امنیتي ترتیبات د مالکوم ټرنبل د هغې خبرې عملي کول دي چې ویلي و له خپل بحري قلمرو څه به پولادۍ کړۍ را تاوه کړي او هیڅ ناقانونه وګړی به دغه قلمرو ته داخل نشي.

که څه هم نیوزیلانډ، کاناډا او مالیزیا سینه ډبولې چې د اسټرالیا کډوالو ته به خپله خاوره کې ځای ورکړي خو د ټرنبل حکومت په خپله خبره ولاړ دی او هغه دا چې امریکا سره تړون یواځې د یوه ځل او د شته کډوالو لپاره دی.

خو له امریکا سره د شوي تړون د عملي کیدو لپاره لا اندیښنې شته دی. دغه  تړون د باراک اوباما له ادارې سره شوی و. د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتې مبارزې له شعارونه ښکاري چې دا سړی د کډوالو په اړه جدي دی. ټرمپ ویلي وو چې کډوال او په ځانګړې توګه مسلمان کډوال به نه پریږدي. خو د اسټرالیا په اړوندو توقیف خونو کې ( چې د تړون له مخې به یې ګڼ شمیر اوسیدونکي امریکا ته انتقال شي) د بیلابیلو اسلامي هیوادونو وګړي اوسیږي.

تمه ده له امریکا سره شوی تړون د نوي ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له سوګند پورته کولو ( ۲۰جنوري ، ۲۰۱۷) وروسته عملي شي.

د تړون د عملي کیدو پر وړاندې د شته اندیښنې د لرې کولو په موخه، اسټرالیا د کډوالو او سرحدونو وزارت یو استازی مایکل پیزولو (Michael Pezzullo) امریکا ته استولی چې له نږدې څخه د تړون عملي کیدو لپاره کار وکړي.

کډوالي د اسټرالیا لپاره یو لوی سرخوږی دی او د دغه سرخوږي درملنه ورته ډیره قیمته تمامیږي.

 د یوې څیړنې له مخې له (۲۰۱۳) کال راهیسې اسټرالیا په توقیف خونو او د پناه غوښتونکیو د قضیو د څیړلو په بهیر، نهه عشاریه شپږ (۹/۶ بیلیونه ډالر) لګولي دي.

د څیړنې له مخې، اټکل کیږي چې تر راتلونکیو څلور کلونو پورې پنځه عشاریه اوه (۵/۷ بیلیونه ډالره) نور، لګښت هم راشي.

د همدغو لګښتونو له کبله دغه هیواد نه دی تیار چې د کډوالو په اړه پالیسي نرمه کړي. د دغه حکومت کړنلاره روښانه ده او هغه دا چې هیڅ ناقانونه وګړی به دغه هیواد کې ځای پر ځای نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *