اسپرین د (acetylsalicylic acid ASA) په نامه هم پېژندل کیږي، د تبې، درد او پړسوب لپاره کاریږي. ځانګړی پړسوب د کوم د درملنې لپاره چې اسپرین کاریږ د (Kawasaki disease, pericarditis, and rheumatic fever) په نومونو یادیږي. که چېرې اسپرین د زړه له حملې وروسته ژر ناروغ ته ورکړل شي د مرګ خطر کموي. اوږدمهاله کارونه یې د زړه د حملې د مخنیوي, ایسکیمیک مغزي سکته (ischaemic strokes), د وینې د لخته کېدو (blood clots) لپاره کاریږي. ممکن د سرطان ځینې ډولونه خطر هم کم کړي په ځانګړې توګه د غټې کلمې سرطان (colorectal cancer). د تبې او درد لپاره په ۳۰ دقیقو کې اغیز کوي.
یو نامطلوبه اغیز یې د معدې درد پیدا کول دي. ډېر جدي بد اغیز یې د معدې زخم، له معدې څخه د وینې جریان او نفس تنګي ده. کوم خلک چې الکول څکي، عمر یې زیات وي له معدې څخه یې د وینې د جریان خطر زیات وي.
د اومیندوارۍ په اخري موده کې د اسپیرین ورکولو سپارښتنه نه کیږي، ماشومانو ته چې عفوني شوي د ورکولو سپارښتنه نه کیږي ځکه چې د (Reye syndrome) پیدا کولو خطر لري. که چېرې له حده زیات وکارول شي ممکن غوږونو کې کړنګاری پیدا کړي.
Rheumatic fever
د پړسوب یوه ناروغي ده په کومه چې په زړه، عضلاتو، مفصلونو او مغز باندې اغیز کوي.
Pericarditis
د پیریکاردیم (pericardium) پړسوب ده، پیریکاردیم فایبري کڅوړه ده چې زړه یې پوښلی وي. علایم یې نا څاپه د سینې په قفس کې درد پیدا کېدل دي.
Kawasaki disease
د (mucocutaneous lymph node syndrome) په نامه هم یادیږي، یوه ناروغي ده په کومه کې چې د وینې رګونه په ټول بدن کې پړسوب پیدا کوي. تر ټول عام علایم یې تبه ده کومه چې تر پنځه ورځو پورې دوام کوي او درمل یې تبه نشي کموالی.