تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د اسیا پراختیايي بانک ژمنه کړې چې افغانستان ته به د اوبو د زېرمو د مدیریت او بندونو جوړولو لپاره ۳۴۸ میلیونه ډالر د مرستې په ډول ورکړي.
دغه بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مرسته کېدونکې پیسې به تر ډېره د کندهار د دهلې بند پر ظرفیت لوړونه او د بریښنا په تولید ولګول شي.
د اسیا پراختیايي بانک د اعلامیې په حواله د دوی د پيسو په مرسته به د دهلې بند د اوبو د ظریفیت کچه ۲۸۸ متر مکعبو څخه ۷۸۲ متر مکعبو ته لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسیا پراختیايي بانک تر دې وړاندې هم له کابل سره د اوبو د مدیریت لپاره ۵۴۵ میلیونه ډالر مرسته کړې وه.