تاند- اسیايي پرمختیايي بانک د افغانستان په شمال کې د ۱۷۸ کیلومتره سړک او پټلۍ د جوړولو لپاره د افغانستان له مالیې وزیر سره د ۲۲۰ ملیون ډالره وړیا مرستې موافقه لاسلیک کړه.
د مالیې وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم دا مالي مرسته د هغه مواصلاتي شبکې د پروګرام دریمه برخه ده چې د شمال جنوب دهلیز یعني د دره يي صوف او یکاولنګ ترمنځ 178 کیلومتره سړک او له ګردن دیوال څخه د غور ولایت تر مرکز چغچران پوري د سړک مقدماتي څیړنه او د کابل د حلقوي سړک څیړنه به ورباندې وشي.
د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخيلوال د دغه تړون د لاسليک پر مهال وويل: « آسیايي پرمختیایي بانک د افغانستان د پراختیا په برخه کې یو له مهمو مرسته کوونکو څخه دی او موږ یې له دې مهمې مرستې څخه د زړه له کومې مننه کوو. د سړکونو او د وسپنې پټلۍ جوړول چې د آسیايي پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ جوړېږي، له موږ سره د افغانستان د مختلفو سیمو په نښلولو کې مرسته کوي څو موږ هغه هدف ته ورسیږو چې افغانستان د سیمې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې په یوه مهمه مرکزي نقطه بدل شي.»
د مالیې وزارت په وینا د آسیايي پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ دا یوه لویه پروژه ده چې په ترڅ کې به یې نژدې 578 کیلومتره ملي او سیمه ییز سړکونه ورغاول شي او د افغانستان په شمال کې به نژدې 225 کیلومتره د وسپنې پټلۍ او ریل تمځایونه جوړشي. همدا راز به له حیرتان څخه تر مزار شریف پورې د وسپنې پټلۍ ساتنه وشي او په بله برخه کې به د فواید عامې وزارت د ظرفیت په لوړولو او د ترانسپورټي سکتور په ښه والي کې ترې ګټه پورته شي.
دغه پيسي دهغو 805 مليون ډالرو برخه دي چې د 2011 کال د اکتوبر په 12 مه یې د افغانستان د مالیې وزارت او آسیايي پرمختیایي بانک ترمنځ تړون لاسلیک شوی ؤ. د دغې پروژې د دوو برخو قرارداد پخوا لاسلیک شوی او نن یې د دریمې برخې تړون لاسلیک شو.
الله دی مرسته کوونکو ته خیر ورکړی چه زمونږ سرکونه، روغتونونه او ښونځی راته جوړوی، دی نورو مولایانو او نورو غوندی خو نه دی،چه یوازی بارود او د مرګ اوزار برابروی الله دی هلاک کړی