تاند- د هند او چین له پر له پسې پرمختګ سره له ډېرو کلونو وروسته اسیا د شتمنۍ له نظره دوهم مقام له اروپا څخه واخیست.

د امریکا د باسټن د سلاکارانو ډلې په یوه راپور کې نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې په اسیا او پسفیک سیمې کې (استرالیا- نیوزیلنډ)، له جاپانه پرته، تېر کال خصوصي سیکتور ۴۷ تریلیون ډالره لرل ځکه چې په چین او هند کې د ملیاردرانو شمېر زیات شوی دی.

د شمالي امریکا د پانګوالو شتمني لا هم د نورو لویو وچو تر شتمنیو زیاته ده خو ګومان کېږي چې په ۲۰۱۳ م کال کې به اسیا تر امریکا واوړي.

په مجموع کې تېر کال په نړۍ کې د شتمنو خلکو شتمني په سلو کې ۱۲ زیاته شوه او ۱۵۴ تریلیون ډالرو ته ورسېده او د دې علت د ونډو او پورپاڼو د بازار تودوالی ښودل کېږي.

چین اوس له امریکا وروسته د نړۍ دوهم اقتصادي قدرت ګڼل کېږي او له اټکلونو سره سم تر ۲۰۲۵ پوري به له امریکا لومړی مقام واخلي.

اوس د نړۍ په پنځو سترو اقتصادي قدرتونو کې دوه یعني جاپان او چین په اسیا کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *