تاند- د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي نن د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کامرون سره په یوه خبري غونډه کې د ناټو پوځیان د افغانستان د امنیت لپاره مهم وبلل.
ده وویل:«غواړم چې له هغو کورنیو مننه وکړم چې چې اولادونه یې په افغانستان کې وژل شوي دي. دوی له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېدل او موږ به دوی هېر نه کړو.»
د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون نن په نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی. دا د تېرې اوونۍ د یکشنبې له ورځې چې اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده، د یوه بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې افغانستان ته راځي.
اشرف غني احمدزي د واک په دوهمه ورځ له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړه او له ۲۰۱۴ وروسته یې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور دوام ته لار پرانسته.
د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون د افغانستان له نوي حکومت سره د خپل هیواد د ملاتړ ژمنه وکړه، ویې ویل چې بریتانیا به د افغانستان د سوکاله راتلونکې او امنیت سره مرسته وکړي.
کامرون، مخکې تر دې چې په خبري غونډه کې څرګندونې وکړي، په ارګ کې له ولسمشر غني سره خبرې وکړې.
ده وویل:«بریتانیا په افغانستان کې د ثبات له راوستلو سره د مرستې لپاره لویه بیه پرې کړې ده.»
ده په افغانستان کې د ۴۵۳ بریتانیايي پوځیانو د وژل کېدو یادونه وکړه او د هغوی د قربانیو ستاینه یې وکړه.