تاند- د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي نن په کندوز کې خپلو لسګونو زرو پلویانو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د اورګاډي پټلۍ به د کندوز د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان سره نښلوي او په کندوز کې به دوه اداري واحدونه جوړوي.
کندوز یو له هغو ګوته په شمېر ولایتونو څخه دی چې د خپلو ګاونډیو ولایتونو خلاف تر ټولو لږې ولسوالۍ لري. په داسي حال کې چې کندوز تر بغلان او تخار زیات دی خو ولسوالۍ یې تر دواړو لږې دي.
کندوز شپږ ولسوالۍ لري.
د افغانستان حکومت د مخکینۍ پرېکړې خلاف پتېلې ده چې له ترکمنستان څخه د اقینې له بندره د اورګاډي پټلۍ به د بلخ ولایت له لارې له تاجکستان سره نښلوي. په دې پرېکړه کې کندوز حذف شوی دی.
خو ډاکتر اشرف غني احمدزي د کندوز د خلکو دې دواړو غوښتنو ته په اشارې وویل، که ولسمشر غوره شو د اورګاډي پټلۍ به د کندوز له لارې له تاجکستان سره وصل کړي.
ده په مورنۍ ژبه د تعلیم پر ضرورت هم ټینګار وکړ او د امو دریا په غاړه د استحکاماتو ژمنه یې هم ورکړه.
امو دریا هر کال د افغانستان د شمالي ولایتونو د خلکو کرنیزې مځکې لاندې کوي.
له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره په غونډه کې د ده دواړه مرستیالان هم حاضر ول.
جنرال عبدالرشید دوستم په غونډه کې اعلان وکړ چې د خلکو ملاتړ ته په کتو په انتخاباتو کې خپل ملاتړ په ډاد اعلانولی شي.
جنرال دوستم وویل چې انتخابات به دوهم پړاو ته نه ځي ځکه چې مطمین دی چې په لومړي پړاو کې دوی بریالي کېږي. د کندوز په دې غونډه کې د برخوالو شمېر ځینو رسنیو پنځوس زره او ځینو نورو د ۷۰ زرو او ۸۰ زرو ترمنځ اټکل کړی دی.
تر دې مخکې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په پلوۍ په تخار، بدخشان او خوست ولایتونو کې هم لویې غونډې جوړې شوي او ویل شوي چې د هرې غونډې د برخوالو شمېر لسګونو زرو ته رسېده.
ماشاء الله، ماشاء الله، داسي لويه غونډه مي په خپل عمر كي نه وه ليدلي، ډاكټر أشرف غني چي دومره مينه وال يواځي په كندز كي لري، نو په ټول أفغانستان به لا څومره مينه وال ولري؟! خبره له شميره وتلي ده، او داسي ښكاري چي دويم پړاو ته د ټاكنو دتلو هيڅ امكان نشته، له اول پړاو څخه ډاكټر أشرف غني بريالي دي إن شاء الله ـ
We Afghan do not have another choice, he is the only one with a vision for the futre of our beloved country and the only chioce, It is the make or break situation for all Afghans, I pray to Allah to give the Afghans the wisdom to make the right choice so that we have a peaceful and prosperous Afghanistan once again.