د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سفر له دې کبله د اهمیت وړ دی چي له یوې خوا د افغانستان او ترکیې تاریخي دوستي پالل او لا غښتلې کول د دواړو ملکونو لپاره ګټوره ده، او له بلي خوا، لکه څنګه چي ریس صاحب اشرف غني وویل: « له ترکیې څخه باید څه زده کړو.» حقیقت دا دی چي ترکیه په ګرده مینځني ختځ کي تر ټولو نورو ملکونو باثباته، پرمختللی، او ډیموکراتیکو اصولو ته ژمن مسلمان هېواد دی. د اسلامي شرق په ننني خطرناکه حالت کي، ترکیه یوازینی هېواد دی چي څه هیله او خوشبیني ایجادوي؛ او د ښه حکومتوالۍ، پراخ مشروعیت، او پیاوړي اقتصاد یو ژوندی مثال دی. بل پلو، د اردوغان تر لیډرشیپ لاندي د عدالت او انکشاف ګوند په ترکیه کي له یو داسي سیاسي اسلام څخه الهام اخلي چي له ۱۹۹۰ راهیسي ئې په تدریجي توګه ښه او محسوس نتایج ترلاسه کړي دي. د عدالت او انکشاف ګوند د خپل کاري سابقې، کارنامو، او اجراتو په مټ په ښاري او سراسري انتخاباتو کي په پرله پسې توګه کامیابه سوی دی.
البته، که چیري د ترکیې ماډل او نمونه کامیابه سي، ترکیه به د اسلامي شرق لپاره د زده کړي او مطالعې یوه جالبه او جوړونکې سیاسي تجربه وي. ریس صاحب د ترکیې په باب پخپلي یوې مقالې کي چي په فارن پالیسي مجلې کي په ۲۰۱۱ کي چاپ سوې ده، په لنډ ډول داسي وایې: ترکیه باید د مختلفو نظریاتو، تمدنونو، خلګو، او تجارت په مرکز او اډې باندي بدله سي. ځکه ترکیې یوه داسي پالیسي غوره کړې ده چي هم شرقي او هم غربي ده، هم اسلامي او هم سیکولر ده، هم سیمه ایز او هم جهاني ده. دوهم، ترکیه یو داسی حکومت لري چي د سختو فیصلو د کولو اعتماد، جرات، او استقلال لري. د اردوغان حکومت په اقتصادي او انکشافي پالیسو کي اصلاحات راوستي دي.
حکومت د خصوصي سکتور سره په ګډه کار کوي. هغه یو قابل او متبکر ټیم چي تکړه غړي لري له ځان سره مل کړی دی. درېیم، د عدالت او انکشاف ګوند د خلګو زړونه ګټلي دي، او له خلګو سره ئې د تماس او ارتباط مختلف چینلونه خلاص کړي دي. حکومت د ځوانانو او نویو اجتماعي قشرونو د جذبولو لپاره فرصتونه برابر کړي دي. او بالاخره د اردغان په مشرۍ حکومت خپلو خلګو ته د اقتصادي پرمختګ، ځان جوړولو، او ځان بسیاکولو لاري چاري برابري کړي دي. همدا او داسي نور ټکي د ریس صاحب په مقاله کي راغلي دي.البته، لومړی باید دا ووایم چي د افغانستان او ترکیې شرایط کاملا توپیر سره لري. ترکیه اباده، ازاده، او ارامه ده، خو برعکس افغانستان ویجاړ او ناامنه دی.
مګر دا هم مهمه ده چي له ترکیې څخه باید ځیني درسونه زده سي. او هغه درسونه دا دي: د ملت او وطن د جوړولو په پروسه کي ښه حکومتوالي لومړی اړین ګام دی. په بل عبارت، د خلاصون بله هیڅ لنډه او ګریزي لاره نسته. په نړۍ کي، هیڅ ملک پرته له ښه حکومت څخه ندی جوړ سوی.
ښه حکومتوالي هله مینځته رتلای سي چي له سیاسي مشرانو سره د خلګو ملاتړ او مشروعیت وي. په هېواد کي د قانون حاکمیت وي. حکومت پر شورا، ډیموکراسي، فردي او مدني ازادیو باندي باور ولري، او د خلګو نظرونو او رایو ته احترام ولري. حکومت عدالت قایم کړي، او مکافات او مجازات په عدل جاري کړي. د خوشحالۍ ځای دی چي ریس صاحب خپله هم د ښه حکومتوالۍ وعدې بار بار کړي دي، او تر ډېره حده ئې په تجربه هم ښودلې ده چي خپله پاک، لایق، او خواري کښ بنیادم دی. خو له دغو ښېګڼو سره سره، ښه حکومتوالي محسوس او واقعي امکانات او اسباب غواړي.
د مثال په توګه، اردوغان تجربه کاره حزب لري. متقي، قابل، او مشهور سیاسي ملګري لري. مګر د ریس صاحب په حکومت کي ددغو شیانو کمبودي له ورایه ښکاري. هغه یوازي خپله ښه او پاک سړی دی، مګر شاوخوا حکومتي او اتیلافي یاران ئې بده سابقه لري. حکومت ئې نوی او د متخاصمو ډلو څخه متشکل دی. بلخوا، ریس صاحب په خورا بېړه روان دی، او په یوه وخت کي ئې لسو کارونو ته لاس اچوی دی.
کابل بانک غله نیسم. «شیرچور» تصفیه کوم. ټولو معلمانو ته نمرې ورکوم. په عجله حلالي او مرداري مقررۍ کوم. دا کوم او ها کوم. او بس هر څه په تلوار کوم.
همدا راز، د ترکیې بل درس دا دی چي اقتصاد پاچا دی، او اقتصاد د ننني حکومتونو برخلیک ټاکي. اقتصادي ځان بسیاتوب د یو مستقل دولت د ملا تېر دی. ثروت، اقتصادي وده او د ولس عمومي رفاه د یوه ملت او دولت د فکري شتمنۍ استازیتوب کوي. مانا داچي په ټولو هېوادونو کي، پرګڼې خپلو جیبونو ته ګوري. که چیري د خلګو اقتصاد ښه وو، په نس ماړه او په تن پټ ول، د خپلو بچیانو لپاره ئې ښه او روښانه ګانده لیده، او هم ئې د پرمختګ او شخصي تشبث لاري پر مخ خلاصې وې، پرګني هغه مشر او هغه حکومت ته بیابیا رایه روکوي.
لنډه داچي ریس صاحب باید ډېر ژر د افغانانو د اقتصاد غم وخوري. د ډونرانو په مرسته داسي بنیادي پروژې عملي کړي چي افغانان د سبا لپاره ځان بسیا کړي، په ملک کي دننه زراعتي تولیدات ډېر کړي، او ځوانانو ته د کارونو نوي فرصتونه برابر کاندي. بالاخره، نن سبا د ښورښ او بغاوت د علاج لپاره نوي تیوريسنانو اقتصادي انکشاف، په خلګو کي د شتمنېدو هیلي راپارول، او د خصوصي تشبث د غښتلي کولو او پراخولو تجویز کوي.
والسلام واحد فقیري – واشنګټن