تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو تېره شپه ۸ بجې له اوږدو بحثونو وروسته سلا وکړه چې د ملي یووالي د حکومت د جوړولو موافقه لاسلیک کړي.
ټاکل شوې ده چې نن د غرمې په دوولس بجې په ارګ کې د حامد کرزي او یو شمېر نورو مشرانو په حضور کې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د واک وېش موافقه لاسلیک کړي.
د اشرف غني احمدزي یوه ویندوی فیض الله ذکي وویل چې دواړه کاندیدان پر ټولو مسایلو سل په سلو کې موافقې ته رسېدلي دي.
د عبدالله انتخاباتي ټیم وايي چې د ټاکنو پایلې به سبا اعلان شي خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې نن /یکشنبه/ به د انتخاباتو پایلې اعلان کړي.
د لوېدیځو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې اشرف غني احمدزی به ولسمشر غوره شي او عبدالله عبدالله ته به د اجرايي چارو د ريیس د ټاکلو واک ورکړي خو عبدالله به په خپله د اجرايي چارو رييس شي.
مخکې ویل شوي و چې ممکن عبدالله د خپل ټیم یو بل غړی دې چوکۍ ته معرفي کړي.
که څه هم رسنیو د ملي یووالي د حکومت ځیني جزییات څرګند کړي خو د فرانس پریس خبري اژانس په وینا نن به د موافقې د لاسلیکېدو په مراسمو کې د دغه حکومت د جوړښت د څرنګوالي جزییات اعلان شي.
دکمیسیون منطق ته وګوری البته غلط منطق ته نتیجه اعلان نده برنده رسما معرفی نده دملی یوالی او دموافق لاس لیک دچا لخوا ؟دوی تر اوسه مشروعیت نده پیدا کړی کرزی استعفا نده کړی ای کم عقلو دنیا وال در پسی خاندی
پورته مطلب تقویه کوم داچه دوی برنده اعلان شوی ندی او دحکومت په جړښتکی لګیادی ټول کارونه خپل کوی دکمیسیون انتخابات مشروعیت په څه کی وو؟دادومره غټه بودجه چه نن دمامورینو معاشونه هم په راتلونکی تر سوال لاندی دی په څه مصرف شوه ؟ دوی دواړو خپل څانونه برنده اعلان کړل قدرت تقسیم شو جوکات جوړ اویا جوړیږی نوزما سوال دلته دی دکمیسیون نقش څه وو او ولی چه صلحیت نه درلودو دغه شپږ میاشتی په ټپه ولاړ حالت چه دهری نګاه یا دید نه په ملیونونه خلک متضرره شول اودوی هره ګړی سیل بین وودڅه دپاره؟دملت اصلی جواب ګوی باید دوی وی
همدا د پښتنو لویه غلطی ده چه د تاریخ په اوږدو کی کوی لمړی دګندمک ماهده بیاد دیورناو اوس دا چه اینده نسلونو ته پاتی کیږی او که دا کار دوام وکړی لری نده چه ټول قدرت ددوی له لاسه اووځی
الله پاک دی په دی مظلوم ولس ورحمیږی، اشرف غنی ته دا په کار نه وو چی زور یی نه رسیده بیا دی ټول حکومت همدی غلو ته به خوشی کړی وو خو په دی کار سره اشرف غنی خپل حیثیت او لاس ته راغلی اعتبار له ټول افغان ولس سره له لاسه ورکړ، ځکه دی هم د قدرت پر سر معامله وکړه، اوس هم دی که چیری داسی وکړی چی د حکومت د اعلانیدو وروسته هم استعفا وکړی او یو کنفرانس جوړ کړی دا ټولی ناخوالی او چنلنجونو سره چی مخ وو بیان کړی دا به یی ډیر په ګټه وی ګنی که دا په دی تمه وی چی له دی خلکو سره حساب او کتاب کوی یا هم حکومت به ددی په حکم چلیږی هسی ځآن غولول او ولس فریبی ده
دفسادواشخاصو انتخاب به فاسد تشکیل کوی پس ددغه حکومت خخه حه توقع ولرو .
زیارمل صیب شور مکوه ملی کارونه همداسی پای ته رسیږی!
د سهامي شرکت محترمو شريکانو ته چی هر يو يی پنځوس فيصده وڼډه لري يو زيرۍ لرم هغه دا چی شراکت به يی د شپږو يا اتو مياشتو ډير دوام نه کوي ځکه چی شريکان د يو بل سره صادق ندي.
دانتخاباتو نتیجه تر اوسه اعلان شوی نه ده او موافقه لاسلیک شوه، که دغه لاسلیک حقیقت ولری نو اشرف به حتمند روانی ناروغی لری، اشرف دومره ډارن، بزدله او متزلزله انسان وخوت چه دافغانستان په تاریخ کی ساری نلری، او داسی شرمونه او پیغورونه یی وگټل چه دلته یی دلیکلو څخه زماگوتی شرمیری.
زه اشرف ته وایم چه مرگ به دیی قبول کړی وای، مرگ ستا
لپاره سل ځله بهتر وه نه داعلان څخه مخکی دموافقی لاسلیک.
زه نه پوهیرم تاته چا دمفتکر لقب درکړی دی، شاید دغه لقب هم دجهانی استخباراتو یو تریک وه، چه دافغانستان بیچاره خلک په دغه کلیمه(مفتکر) وغولوی او تاته په انتخاباتو کی رایی درکړی، ته عبداله نه وژلی ځکه بهرنی قواوی موجود وی هغوی هرڅه دنیژی دی څارل، دغی قواوو دمرگ مرگ اجازه چاته نه ورکوله فقط دغی قواوو ستا او دعبداله غیرت، همت، افغانی غرور او ددرغلی اوتقلب سړی معلومولو، چه دغه شرمناکه تقلب تاسی وگټلو. مبک موشه
چه موافقه دیی لاسلیک کوله نو ولی دیی داوله نه لاسلیک کوله دافغنستان وضعه دیی کړکیچنه کړه ، انسانان دی مړه کړه دوطن اقتصاد ته دیی میلیاردونه افغانی خساره ورسوله او اوس دیی دشرم څخه ډکه موافقه لاسلیک کړه.
ماته می یو ملگری وویل چه اشرف دپخوا څخه روانی مریض دی، او ځینی گولی یا تا بلیتونه خوری او دغه گولی داسی خاصیت لری چه کله سړی ته دزمری خاصیت وربښی اوکله سړی ته د ښځینه گیدړی خاصیت وربښی، نو دغه خبره می اوس ومنله چه تاسی دپخوا څخه په دغه ناروغی اخته وای.
نوچه دومره مریض وی نو بیا دیی ولی زمونږ په سرنوشت لوبی وکړلی. افسوس افسوس ستاسی په دغه کړنو چه دمظلومو افغانانو سره مو وکړی، دوکه هم خپل حد لری. اوافسوس په داسی ملک چه په نوم ولسمشر یی دانتخااتو څخه په غیر انتخابیری.
شاغلی غیرتی عبداله عبداله ته دی مبارک وی
محمداله
نن خو داموافقه لاس لیک شول او دوارو دپاره دموفقیت او شه جکومت داری خواصت دلوی خدای(ج) غوارم اوس که خوشه وی اوکه ناخوشه دوی خو جور کری خو داینده اختلاف سه دی لاس واخلی او بیا دی دامظلوم ملت نه زوروی او دنا امیدی وخواته دی نه تیل وهی ددغه شپزو میاشتو دخلا ددکولو په لته کی شی هغه که په سیاست کی وی او که په نظامی امورو کی وی او که دامنیت وی کومی خلاگانی چی ددغو شپزو میاشتو کی رامنزته شوی دی دهغو اصلاح کول او دکول دی وکری او په اینده دپاره داسی خواست ورته کوم چی دنن سه ورسته داداری فساد او دحکومت په ادارو کی مو کوشش داوی چی مسلکی کسان مقرر او روشوت خوری سه پاک وی گوری که تاسو اداره اصلاح کره بیا به یو کس هم دا نه وایی چی ما وفلانکی پوست ته ورکره او دخپل مسلک مطابق به په خپله وظیفه قانع وی او که دا اصلاحات رانه ولی نو دهر یو کاندید پلوی به وایی او واسطی به کوی او دزان تقرر به په هغه پوست کی غواری چی پیسی وی او دی هم نه شی ورته ویلای ولی خو دده سره یی په انتخاباتی کمپاین کی مصرفونه کری دی