تاندـ د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي نن وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د دوشنبې په ورځ د جوزا د څلرویشتمې نېټې د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړي.
ښاغلي غني د انتخاباتنو د خپلواک کمیسیون له لوري د شفافیت لپاره د ۱۹۳۰ محلونو د رایو د بیا شمېرلو او څېړلو هرکلی وکړ خو تاکید یې وکاوه چې نور باید د انتخاباتو ابتدايی پایلې ونه ځنډول شي او هماغه راز چې کمیسیون ژمنه کړې وه باید د دوشنبې په ورځ یې اعلان کړي.
ټاکل شوې وه چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شي خو کمیسیون وویل چې د ۱۹۳۰ محلونو رایې له سره شمېري او د دې لپاره د انتخاباتو د ابتدايي پایلو اعلان د دوشنبې ورځې /جولای/ ته ځنډوي.
ډاکتر غني وویل چې د انتخاباتو د ابتدايي پایلو په اعلان کې نور هیڅ راز تخنیکي شتونزه نشته ځکه باید ونه ځنډول شي.
«د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې نور ځنډ موږ ته د منلو نه دی او که وځنډول شي پر انتخاباتو به د خلکو جدي شک او بې باوري رامنځته شي.»
اشرف غني احمدزي همداراز وویل چې د ټولو ولایتونو مشکوکې رایې دې وڅېړل شي. باید یوازې د ځانګړو محلونو د رایوو څېړنه ونه شي بلکې د ټولو ولایتونو د هغو محلونو رایې دې وکتل شي چې شک پکې شته.
ډاکتر غني، چې نن ماسپښین په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل چې په مختلفو سیمو کې د عبدالله په ګټه درغلۍ شوي دي او یوو شمېر دولتي چارواکو د نوموړي په ګټه په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.
ده له خپل انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې انتخاباتي بهیر ته راوګرځي او په دې بهیر کې د خنډ ایجادول هیواد ته د پام وړ اقتصادي زیان اړوي.«په ملیونونو ډالر تاوان شوی او ګڼې اقتصادي معاملې او موافقې د انتخاباتو د پایلو د نه څرګندېدو له کبله ځنډول شوي دي.»
بس ده د يوه گل مرجان لپاره دومره زغم . او دا خر سترگي حرمونى ددى كار ارزش هم نه لري. ددي كميسيون مشر هم يو شوده او بي غيرته سرى دى .داسى كس كميسيون ته په كار دى چى قاطع او مدبره وي. دا خو هسى د گل مرجان په شان د لندى لأرى ملگرى دى
دوی خو غونډه وکړه چی ګل مرجان یی نه منی بیا