تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي نن وویل چې د رایو پراخ او هراړخیز تفتیش ته ژمن دی څو باور رامنځته شي او د ده له سیال عبدالله عبدالله سره په انتخاباتو کې په ټپه درېدلی حالت ختم شي.
ښاغلي غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په خبرو کې وویل:«موږ ژمن یوو چې دا یقیني کړو چې انتخاباتي پروسه سالمه او مشروع ده او په هغې کې د افغانستان د خلکو اراده څرګندېږي.»
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تېره شپه ناوخته د چین له پلازمېنې پیکینګ څخه کابل ته ورسېد چې د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره خبرې وکړي.
ده نن له افغانانو وغوښتل چې د رایو پر تفتیش تمرکز وکړي او د هغو مشروعیت یقیني کړي.
جان کیري د افغانستاتن د ولسمشرۍ له کاندیدانو او د ملګروملتو له خاص استازي سره تر کتلو مخکې په کابل کې وویل:«دا وخت د افغانستان لپاره خورا زیات حساس دی.»
ده له ډاکتزر غني سره په کتنه کې وویل:«حاضردمه دې هیڅ کاندید بری نه اعلانوي. نهايي نتیجه دې وروسته له دې اعلان شي چې د رایو تفتیش بشپړ شي او ټولو پوښتنو ته ځواب وویل شي هماغه راز چې ښاغلی غني دې مسلې ته درناوی لري او رعایتوي یې.»
ښاغلي کیري په افغانستان کې د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره په کتنه کې وویل:«زموږ هیله دا ده چې یوه لاره وموندل شي چې د خلکو د شکونو لپاره پوښتنو ته پکې ځوابونه وویل شي او دوی د ډاډه کېدو ترڅنګ خپلې راتلونکې ته هیله من شي. خو ویلی شم دا کار باید په اوسني وخت کې په اتومات ډول وشي.»
رویټرز خبري اژانس وايي چې جان کیري به د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي سره هم وویني. د نوموړي په اړه ویل کېږي چې که اوسنی ولاړ حالت حل نه شو نو ممکن د یوه موقت حکومت مشري ورله غاړې شي.
پرون د ملګروملتو په منځګړتوب دواړو کاندیدانو د څه باندې ۸ زره محلونو د رایو له بیا شمېرل کېدو او تفتیش سره موافقه وکړه خو ګومان نه کئېږي چې د دغو محلونو د رایو د تفتیش په نتیجه کې د انتخاباتو په حتمي پایلو کې بدلون راشي او د عبدالله عبدالله قناعت دې حاصل کړي.
Pa doham dawar entekhabato ke deero afghanano gadoon kari noor da entikhabato payli zandawal da afghanano pa gata na dey, afghan walas helamd dey che da entikhabato payli zar tar zar elan she, tar so da khalko bawar birta pa hokomat rapida shee