تاند – د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزي له شمشاد تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دا ځل په انتخاباتو کې د څارنې منظم پلان لري.

ډاکتر غني دا ومنله چې په لومړي پړاو انتخاباتو کې د دوی د ټیم څارنه کمزورې وه او په دې برخه کې لږ تر لږه ۲۰ زره وړاندیزونه ده ترلاسه کړې دي چې د هغوی په رڼا کې به د درغلیو مخه ونیول شي.

اشرف غني تور پورې کړ چې په لومړۍ مرحله کې له پلان سره سمه درغلۍ وشوه او د دې د ثبوت لپاره یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پریکړې ته اشاره وکړه چې په زرګونه کارکوونکي یې له کاره ګوښه کړې دي او غواړي چې د پوښتنو ګرویژنو لپاره یې عدلي مراجعو ته معرفي کړي.

د اشرف غني احمدزي د ټیم یو شمیر کسانو مخکې ویلي و چې په لومړي پړاو کې د دوی ځینو څارونکو ته د انتخاباتو تر ورځې یوه ورځ مخکې ویل شوي وو چې کارتونه نه شته او یا یې د نورو ناظرانو کارتونه ورکړي و چې بیا په پردیو کارتونو دوی د رایي مرکزونه ته چا نه و پرې ایښي.

د دې ستونزې په اړه ښاغلي احمدزي شمشاد تلویزیون ته وویل چې سر له اوسه یې د ۲۵۰۰۰کسانو لپاره کارتونه د انتخاباتو له کمیسیون څخه ترلاسه کړې دي او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه یې غوښتې دي چې ۲۵۰۰۰ نور کارتونه ورکړي.

اشرف غني زیاته کړه چې پنځوس زره نور څارونکي به هم لري چې هغوی به بیا د دغو نورو ځای ډکوي او په هر محل کې به دوه څارونکي ځای پرځای کوي.

د تحول او تداوم د ډلې مشر د نظارت په برخه کې دا خبره هم وکړه چې دا ځل به په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې مخور کسان تر انتخاباتو مخکې څارنه کوي څو بیا داسې نه شي چې په یوه محل کې د انتخاباتو په ورځ د پاڼو د خلاصیدو ستونزه پیدا شي.

اشرف غني احمدزي د درغلیو د مخنوي لپاره دا هم وویل چې عسکر او پولیس به دا ځل د رایي د مرکز سل متري ته نه داخلیږي، ځکه چې دا محرم محل دی. په لومړي پړاو کې که څه هم په انتخاباتو کې د امنیتي ځواکونو د مداخلې راپورونه خپاره نه شوو خو د نتیجو تر اعلان وروسته ولسمشر حامد کرزي هم له وسله والو ځواکونو وغوښتل چې په انتخاباتو کې دې خپله بیطرفي خوندې کړي.

اشرف غني د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه مننه وکړه چې د ده دا غوښتنه یې ومنله چې د رایي ورکولو محلونه زیات کړي. احمدزي په ورته وخت کې انتقاد وکړ چې تیر ځل د کورنیو چارو وزارت تر ۷۰۰ ډیر محلونه وتړل او دا دوی ته د منلو نه دی چې محل دې وتړل شي.

0 thoughts on “اشرف غني: د انتخاباتو د څارنې لپاره مې ۲۰ زره وړاندیزونه ترلاسه کړي”
  1. وایی: مار کوږ کوږ ځی خو چی د غار خولی ته ورسی بیا سم شی! همداسیهم ده اوس کرمۍ نشته نو د ارګ لپاره شرم دۍ چی ناغیړی وکړی او د وکورنیو چارو وزارت له لاری غلطی وکړی او د رایی ورکولو ځایونه وتړی

  2. ګرانو لوستونکو ته سلامونه وړاندی کوم
    د ملی اردو او پولیس د مداخلی په هکله رښتیا هم چی راپورونه ورکړل شوی نه وو خو زه په ننګرهار ولایت کی په یو مرکز کی ددی شاهد وم چی د ملی پولیس یو کس خلکو ته ویل چی ( در اشرف غنی چی را دیدی که همه تان پشت اشرف غنی هستید به عبدالله چرا رای نه میدهید) چی په دی کی بیا د یو ناظر او ددی ترمنځ په دی اندازه خبره ګرمه شوه چی نژدی خبره وهلو ته رسیدلی وو خو د خلکو په منځګړتوب مسله پای ته ورسیدل او ددی پولیس یو کس دغه پولیس له دی ځایه وویسته بیا نور نه پوهیږم چی کوم خواته لاړ. مطلب دادی چی عبدالله عبدالله یو ډیر منظم او مخکی جوړ شوی پلان له مخی پرمخ تلل او موخه یی داوو چی په هر صورت کیږی باید عبدالله بریالی شی که هغه په جعل وی، خلکو ته ګپ ورکول وی یا هری بلی وسیلی وی خو چی د اشرف غنی مخه ونیسی او همداسی یی وکړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *