تاند- د ننګرهار ولایت لسګونو زرو اوسېدونکو نن په جلال اباد کې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په پلوۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
په غونډه کې په دې غونډه کې، چې د ډاکتر اشرف غني ترڅنګ د ده دوهم مرستیال هم پکې برخه اخیستې وه، د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدیر او حاجي دین محمد د ننګرهار د خلکو له لوري د ډاکتر غني ملاتړ څرګند کړ.
په ختیځو ولایتونو کې د ډاکتر احمدزي د انتخاباتي کمپاین د مطبوعاتي مسوول ارشاد رغاند په وینا ښاغلي دین محمد وویل:«په تېرو دوه دورو ټاکنو کې چې ختیځوال د چا ترشا دریدلي، بریالی کړی یې دی، دا ځل ولسمشرۍ ته له نوماند ډاکټراشرف غني سره یوو، نن د هغه د ملاتړ اعلانولو پرځای سرله اوسه ده ته په دې ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي وایوو.»
د ډاکټراشرف غني د بدلون او دوام ټاکنیزټیم دویم مرستیال استاد سرور دانش پخپله وینا کې وویل:«ولس په یوه خوله بدلون او د هغه داوامداره ساتل غواړي، زموږ ټیم ویاړمن دی چې د ملي یووالي او پاکو ملي احساساتو تمثیل او استازیتوب کوي.»
ښاغلي احمدزي ننګرهار له دې کبله هم مهم وباله چې د اعلحضرت امان الله خان او باپاچان په شان شخصیتونه پکې خښ دي:
«امان الله خان، چې دلته خښ دی، موږ ته پيغام دا دی، چې تل به خپله خاوره خپلواکه وي او پاچا خان، چې دلته خښ دی هغه موږ ته څه وايي، چې وینه بس ده! وینه بس ده! وینه بس ده! موږ به په منطق او په ورورګلوي پایداره سوله راولو، دا ده پاچا خان پيغام دی، موږ به د جومات او مکتب واټن لیرې کړو، مکتب او مدرسه به په ټکر نه وي دا د جرګو وطن دی او موږ به د جرګو له لارې سوله راولو.»
د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل:«د ختیځوالو دا پراخ او بېساری ملاتړ په حتمي بریالیتوب ډاډمنوي.»
ډاکټراحمدزي دغه راز وویل په ټاکنو کې له درغلیو نه وېریږي،ځکه ولس له ده او ټاکنیزټیم سره یې دی او د خپلو رایو ساتنه او دفاع کولای شي.
ډاکټراشرف غني ژمنه وکړه چې له بریالیتوب څخه وروسته به ختیځ ولایتونه د بریښنا واردولو له ستونزې خلاص او خپله بریښنا صادرونکي کړي.
هغه همدا شان وویل، حکومت به یې ختیځ ولایتونه په مهمو اقتصادي ولایتونو بدل او ټولو ځوانانو ته به یې د ښو زده کړو زمینه برابره کړي.
ډاکټراشرف غني او دوهم مرستیال ته یې په ختیځ کې د بدلون او دوام ټیم د کمپاین د عمومي مسول احسان الله کاموال او ځینو نورو مخورو لخوا د مشرۍ پګړۍ وتړل شوې.
تر دې مخکې په ننګرهار کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په ننګه هم لویه غونډه جوړه شوې وه.