تاند- ولسمشر اشرف غني احمدزي د افغانستان له دیني عالمانو وغوښتل چې د ملت په غوښتنه د سولې غږ د جوماتونو له منبرونو څخه اعلان کړي.
ډاکتر غني نن /جمعه/ په ارګ کې له دیني عالمانو سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د حضرت ابوبکر صدیق خطبه، چې د خپل خلافت په لومړۍ ورځ یې کړې وه، تطبیق کړي.
ده دیني عالمان د انبیاوو وارثان وبلل او له هغوی څخه یې په انتخاباتو کې د ګډون په خاطر مننه وکړه.
ده وویل:«ستاسو په برکت او ګډون انتخابات په خیر تېر شول، تاسو خلک پوی کړل چې لومړی د خدای پاک امانت او بیا د خپل هیواد خیر او ثبات په پام کې ونیسي.»
ده وویل، حضرت ابوبکر صدیق ویلي و چې باید پر کمزوري د ظلم علت وپوښتو او د کمزورتیا علت چې بېوزلي، خواري او ظلم دی، له منځه یوسو او د هغه چا په وړاندې چې له خپل قوته سو استفاده کوي، د کمزوري د حقونو دفاع وکړو.
اشرف غني دیني عالمانو ته په خپله وینا کې ټولو افغان حاجیانو ته د حج مبارکي وویله، ویې ویل:« د خدای پاک او د افغانستان د خلکو له لوري یو لوی امانت راسپارل شوی. دا چوکۍ د صبر، عجز او په عین حال کې د ارادې مقام دی.»