یوې تنظیمي ورځپاڼې (ماندګار) پخپله یوه ګڼه کې د ولسمشرۍ له یو تن کاندید عبدالله عبدالله سره د زلمي رسول، ګل اغا شیرزي نومونه جمع کړي دي ددغه نوملړ د زیاتیدو لپاره یې د استاد سیاف نومهم له عبدالله سره جمع کړی په داسې حال کې چې هغه د هیڅ کوم نوماند ملاتړ نه دی کړی، دغې ورځپاڼې د ډاکټر اشرف غني له نوم سره یوازې د ښاغلي داوود سلطانزوی نوم لیکلی چې ګویا همدا یو نوماند دی چې د ډاکټر غني ملاتړی دی.
عجیبه ده ځینې د یوه کس یا یوې ډلې په پلوي کې دومره غرق شي چې ړوند او کوڼ شي. دوی د ډاکټر اشرف غني احمدزي له ټیم سره د ملګرو شخصیتونو او ګوندونو نوملړ لکه چې هیڅ لیدلی نه وي. تر کومه ځایه چې د ولسمشرۍ په نوماندانو پورې اړه لري د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو اصلي بدنه د ډاکټر غني ملاتړي دي.د ولسمشرۍ د ټولو کاندیدانو رایې چې تیر ځل ویشل شوې د ډآکټر غني د نفوذ په ساحه کې دي په دوهم پړاو کې به له شکه پرته د ډاکټر غني په صندوقونو کې لویږي.
هغه څو تنه چې د عبدالله له ټیم سره یو ځای شوي دي نه شي کولی د خلکو رایې هم عبدالله ته ور انتقال کړي ځکه دا خلک دي چې خپله رایه پخپله کاروي ددوی رایې د زلمي رسول یا شیرزي په جیبونو کې نه دي.
عبدالله او د هغه ټیم به ویل چې د افغانستان د راتلونکي په اړه به خپله خلک پریکړه کوي نه حضرت صبغت الله مجددي یا استخاره. دوی د همدې لپاره نبوي سنت او اسلامي کړووړو یعني استخارې ته هم سپکاوی وکړ خو کله چې یې خبره پخپله ګټه وي بیا نو د خلکو اراده دوی ته معنا نه لري هغه وخت ټولې رایې د زلمي رسول او شیرزي په جیبونو کې نغدې چغدې ویني.
له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره تر دیرشو زیات بانفوذه او مطرح ګوندونه ملګري دي.
که د شخصیتونو خبره شي ډاکټر غني د افغانستان د مهمو مذهبي محترمو کورنیو پر ملاتړ سربیره د داسې ملي، مذهبي، ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو له ملاتړه برخمن دی چې هر یو یې د ولسمشرۍ تر هر نوماند زیات نفوذ او ګرانښت لري.
د افغان جهاد باني او د مجاهدینو د اسلامي دولت بنسټ ایښودونکی او د اسلامي دولت لومړنی جمهورریس ستر روحاني شخصیت حضرت صبغت الله مجددي، جهادي رهبر پیر سید احمد ګیلاني، د ملي پیوند ګوند مشر سید منصور نادري، د افغان ملت ګوند مشر ډاکټر انورالحق احدي، د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د فکر وعمل جرګې مشر علي احمد جلالي، د حق او عدالت ګوند د رهبري غړی محمد حنیف اتمر، جهادي مهمې او منلې څیرې قاضي محمد امین وقاد، حاجي دین محمد، مولوي عبدالحکیم مجاهد، انوري، احمدضیا مسعود، سباوون، مولوي خلیل الله فیروزي، خالد فاروقي، جمعه خان همدرد، نجیب الله کابلي، پخوانی وزیر او اقتصاد پوه ښاغلی فاروقي او په سلګونو نور محترم افغان شخصیتونه په دوهم پړاو ټاکنو کې د ډاکټر غني ملاتړي دي چې په دوهم پړاو ټاکنو کې د هغه بریا تضمینولی شي.
سربیره پردې هره ورځ په لسګونو مدني او ټولنیزې ټولنې او قومي مشران او دیني عالمان له ډاکټر غني څخه خپل ملاتړ اعلاموي. خو رسنیز پوښښ یې یا نه وي یا ډیر کم وي د تحول او تداوم ټیم نه غواړي د عبدالله د ټیم غوندې هسې هیاهوی را پورته کړي.
د همګرایي ټیم هره ورځ د هغو کسانو د ملاتړ غونډې په آب وتاب سره جوړوي چې لا پخوا ددوی ملګري و، د جمعې په ورځ ظاهر اغبر په بادام باغ کې بیا عبدالله ته د ملاتړ غونډه د هغو کسانو په ګډون جوړه کړې وه چې د امرالله صالح د ملاتړ په غونډه کې هم حاضر و. په همدې ورځ په اریانا کابل هوټل کې د صادقي زاده نیلي او محمد اکبري له خوا همداسې د ملاتړ غونډه جوړه شوې وه ټولو افغانانو لیدلي چې همدا کسان له ډیر پخوا له دوی سره وو.
بل هر څوک پوهیږي ځینې کسان چې ددوی دي که له دوی سره وي که نه هماغه رایې لري چې عبدالله یې لري کوم تغیر دده په رایو کې نه شي راوړلی. یو شمیر بیا داسې کسان هم شته چې له عبدالله به وي خو دده به نه وي او له عبدالله سره به هغه کانه کوي کوم چې عبدالله له ولسمشر کرزي سره کړې وه.
د ولسمشرۍ په لومړیو ټاکنو کې چې یونس قانوني کاندید و او عبدالله د کرزي خارجه وزیر و، عبدالله پخپله په یوه مرکه کې اعتراف وکړ چې رایه یې خپل سیمه ایز او تنظیمي ملګري یونس قانوني ته ورکړې وه د عبدالله په اوسنیو انډیوالانو کې داسې کسان کم نه دي، همدوی څو څو ځله ویلي چې له عبدالله څخه پیسې اخلي خو د کورنۍ او خپلوانو رایې خو څه چې آن پخپله به هم عبدالله ته رایه ور نه کړي. غازي نواز تڼی، جبار شلګری او نور…له همدې جملې کسانو څخه دي.
له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره نه یوازې د ولسمشرۍ د کاندیدانو زیاتره ټیمونه، مهم بانفوذه شخصیتونه او په لسګونو مهم ګوندونه او ټولنې ملګري دي بلکې ټول افغان ملت په صادقانه ډول له ډاکټر غني سره ملګری دی چېد خدای (ج) په توکل سره به یې د خپل خدمت او د هیواد د ژغورنې لپاره په ټاکنو کې واک ته ورسوي.
Ashraf Ghani + Milat= Dostoom Pahlawan