تاند- د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي نن په خپل کور کې د قومونو له مشرانو او سپین ږیرو سره په یوه غونډه کې په هیواد کې د ملي وحدت او پخلاینې د ټینګښت، او د دیني عالمانو پر رول خبرې وکړې.
ښاغلي غني وویل د مشرانو نظرونه تل د نېکمرغۍ او ملي یووالي سبب کېږي او ژمنه کوي چې په راتلونکې کې به هم د هغو کسانو مشورې او نیوکې مني چې تجربه کاره دي.
ده تاکید وکاوه چې د عالمانو له حضوره پرته د حکومت اداره کول ممکن نه دي. اشرف غني احمدزي وویل:«په راتلونکي نظام کې د عالمانو مشارکت له معنوي او دنیايي نظره لازم او اساسي دی او معنا به یې د دې سترې طبقې په وسیله د عدالت تامین وي.
ښاغلي غني په دې غونډه کې، چې د ننګرهار قومي مشر حاجي دین محمد او دغه راز حشمت کرزی هم حاضر ول، وویل:«موږ د کفایت او تقوا پر اساس د ملي او ټولیز مشارکت غوښتونکي یوو. زموږ راتلونکی حکومت به د کفایت، ملي وحدت او افغانیت پر اساس د افغانستان د ټولو قومونو د ګډون هنداره وي نه د قومیت. زموږ په ټیم کې به هیڅ افراطي برخه ونه لري او هیڅکله به داسي کسان، چې د نومونو یادونې ته یې اړتیا نشته، زما استازیتوب ونه کړي.»
ښاغلي احمدزي په خپل حکومت کې د تاجکانو ګډون حتمي وباله ویې ویل:«د تاجک له لویه قومه پرته به راتلونکی حکومت نیمګړی وي، په اوږدمهال کې موږ د اساسي قانون د تعدیل او د ولسمشر لپاره د ۴ مرستیالانو، چې هر یو ځانګړې دنده ولري، غوښتونکي وو. خو په لنډ مهال کې به د مشر وزارت چوکۍ ایجاد کړو چې صلاحیت یې د ولسمشر له مرستیال سره برابره وي. موږ به دا وزارت د تاجکانو یوه مشر ته ورکړو. تر پایه پوري په خپلې دې ژمنې ولاړ یم چې یو پراخ ملي حکومت به جوړ کړم.»
hamdagha ham maslehati hokomat di
in my opinion with out other afghan nations we can not a run a good government.
خه جه دي ويلي أودي ته دعمل جامي وروا غوندي دأبه ستا اوستا دملت دكاميابي كامونه وي
تل دي وي ملي وحدت ،،سرلوري دي وي قهرامان أفغانستان، ربا نده دي وي دافغانستان ملي بيرق ،،
جلالزوي
Yes, every afghan should be treated equally and should have equal rights, but those who think of themselves non-afghan should be punished…
ښاغلی ډکټر غنی د د مشر وزارت څوکی خلکو ته روښانه کړي. یعنی وزیر اعظم یی مقصد دی که څنګه؟ په بله معنی اعلی وزارت؟
دا څوکي به ډاکټر زلمی رسول ته ورکړی
په حکومت کې د ټولو افغانانو حق دی چې حضور ولري خو دا حضور به د ایماندارې، تقوای،، ریښتینې افغانیت او د کاري تجربي او علمي کچې پربناوي نه داچې د جهاد، مقاومت او نورو نومونو څخه په ګټه اخیستلو سره په حکومت کې بي کفایته او بیسواده وګړو ته ځای ورکړل شي. هیچاته باید د کارې تجربې او علمي کچې د لرلو څخه پرته که هغه پښتون وي، که تاجک وي او که هزاره وي او که ازبک، په حکومت کې ځای ورنکړل شي ځکه که دا کار وشي نو بیا به د کرزي د لس کلنې دورې په شان یو مصلحتي حکومت وي او ملت به ترې نه هیڅ ګټه پورته نکړي.
په درنښت
نصرت جانه وروره
مصلحتی حکومت هغه ته ویلی شی چی د یو قوم مشر ووایی چی لس چوکی به ماته راکړی او بل قوم ووایی چی ۲۰ به ماته راکوی او بل ووایی چی ۱۰ به ماته راکوی. یا هم ووایی چی پښتانه اکثریت دی ۲۰ چوکی دی دوی ته ورکړل شی تاجکان ورپسی دی دوی ته دی ۱۰ چوکی ورکړل شی او همداسی نور قومونه . مطلب دادی چی د اهلیت او تقوا اصل په نظر کی نه نیول کیږی او قدرت ویشل کیږی دی ته مصلحت ویلی شی خو که یو ورور چی تاجک دی او ددی اهلیت لری چی باید په یو وزارت کی کار وکړی نو په کار ګمارل کیږی یا که د کوم بل قوم څخه داسی کس وی چی هغه د کار اهلیت لری او وړ سړی وی نو په وزارت یا کوم بل پوست کی به کار کوی دی ته مصلحت نشی ویلای
السلام علیکم !مونږ چې کله اشرف غني ته مفکر وویل نو دا مو په ځان منلې چې نوموړی ډیر لایق دی نو په دې اساس د نوموړي دغه مفکوره هم نه ردوم او رښتیا هرڅوک چې وړتیا ولري ولو که تاج هم وي هغه زمونږ ورونه دي مونږ یې مخالفت نه بلکې ښه راغلاست ورته وایو مونږ هیڅکله قوم پرستي نده کړې ځکه قوم پرستي د اسلام له نظره یو بد ترین عمل دی مګر مخالفت د ټولو هغه اشخاصو کوو چې افغانستان ته یې غیر له خیانته بل څه نه دي راوړي هغه که په پښتنو کې هم وي زیات او په شدت سره یې غندو ځکه شاه شجاع پښتون ؤ اما مونږ یې غندو ، صالح محمدخان خو پښتون او د امان الله خان ماما دی اما د خیانت په وجه یې مونږ غندو مګر د افغانستان ټول هغه اتباع چې وطن ته یې خدمات ترسره کړي خیانت یې ندی کړی په سترګو یې قبلوو