تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزي نن یو وار بیا تاکید وکاوه چې د افغانستان ولسمشر به د خلکو په ازادو رایو ټاکل کېږي.
ده وویل چې افغانانو د خپلو دردونو د شفا لپاره په انتخاباتو کې ګډون وکړ او خلکو د دې لپاره د دوی هرکلی وکړ او رایې ورکړې چې بدلون یې غوښت.
ده وویل چې افغانان یو لاس او متحد دي، د افغانستان دښمنان دې د افغانانو سیاسي اختلافات د افغانانو د وېش په معنا نه ګڼي.
اشرف غني وویل چې د افغانستان بودجه له کسر سره مخامخ ده، خلک اقتصادي ستونزې لري، سوداګر د درو میاشتو لپاره مال نه شي واردولی ځکه ډاډ نه لري.
ده د غزني پېښه غموونکې او د پغمان پېښه شرموونکې وبلله او ویې ویل چې هره ورځ یوه امنیتي پېښه کېږي چې ډاډ له منځه وړي.
ده اوسنۍ وضع د منلو وړ ونه بلله او ژمنه یې وکړه چې باید په دې حالت کې باید بدلون راولي څو خلک باوري شي چې انتخابات د دوی د بهبود لپاره دي.
ده له عبدالله عبدالله سره د سیاسي خبرو په اړه وویل:« موږ له لومړۍ ورځ د ملي یووالي د حکومت غوښتنه کړې وه او اوس هم په خپلې دې ژمنې ولاړ دیوو. ده وویل د ملي وحدت حکومت هغه حکومت دی چې د هیواد ستونزې حل کړي نه هغه حکومت چې دوه سرونه ولري او حکومت وېشل شوی وي.»
ډاکتر غني وویل:«که مو نن پر اساسي قانون معامله وکړه سبا به ستاسو د اولادنو پر سر معامله کوو، که پر قانون معامله پیل شوه بیا به پای نه لري.»
ده په عین حال کې په پراخ او ټولشموله حکومت تاکید وکړ او دا یې د افغانانو غوښتنه وبلله.
اشرف غني وویل چې د ملي وحدت حکومت باید د خلکو غوښتنو ته ځواب وویلی شي، باید بحث د خلکو پر مشکلاتو وي. هر څوک چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ښه طرحه ولري باید ومنل شي.
اشرف غني وویل چې خلک زموږ څخه عمل غواړي. هغه حکومت چې د خلکو ځواب ونه ویلی شي نتیجه نه لري.
ده زیاته کړه، له عبدالله سره زموږ بحثونه اصولي ول، د نهایت احترام په فضا کې ول.
د دوام او بدلون د ټیم مشر خلکو ته ډاډ ورکړ چې د قدرت انتقال او د نوي حکومت جوړولو ته پوره چمتووالی لري.
ده د روانې پروسې په وړاندې خپل صبر او چوپتیا ته په اشارې وویل:«که مو چیغې نه دي وهلي د دې معنا دا نه ده چې قوت نه لرو، زموږ صبر د هیواد د ثبات لپاره دی، ولس له خپلو مشرانو چیغې نه غواړي تدبیر غواړي.»
اشرف غني همداراز وویل، افغانستان د مشورو او جرګو هیواد دی، دلته په دیکتاتورۍ مسلې نه حل کېږي.
ده په حکومت کې د خلکو ګډون ضروري وباله، ویې ویل چې خلک باید په حکومت کې شریک شي.
اشرف غني احمدزي وویل چې د انتخاباتو نتیجې به ژر اعلان شي خو خلک چې له بحرانه اندېښنه لري باید واضح ډاډ ورکړای شي چې منل شوې پروسه یوازینۍ لار ده.
ده له عبدالله سره لاسلیک کړې اعلامیه سمه لار وبلله او ویې ویل چې له دې پرته بله لار نشته.
ښاغلي غني وویل:«چا ته اجازه نه ورکوو چې په هیواد کې بحران راولي. نه مو بحران جوړ کړی، نه یې جوړوو بلکې مخنیوی یې غواړو.»
ده د جګړې په اړه وویل چې افغانان له جګړې ستړي شوي او په انتخاباتو کې د دوی پراخ ګډون د همدې ښکارندوی و.
ښاغلي احمدزي تاکید وکړ چې د خلکو د مشروع رایو له منلو پرته د قدرت د انتقال لپاره بله لار نشته.
ده وویل، سره له دې چې د انتخاباتو له کمیسیون سره یې مشکل درلود خو قانون کمیسیون ته واک ورکړی ځکه د کمیسیون د پرېکړو احترام کوي.
اشرف غني د رایو د تفتیش بهیر ته په اشارې وویل چې د افغانانو هره رایه ۳ ځلي تفتیش شوې ده. که غواړئ ۵ واري یې وشمېرئ، ویې شمېرئ.
ده انتخابات له پراخ ملي اعتباره برخمن وبلل او ړیې ویل چې نړیواله ټولنه هم حاضره ده چې د انتخاباتو له مشروعیته دفاع وکړي.
ده د انتخاباتو له کمیسیونه وغوښتل چې په راتلونکو څو ورځو کې ولس له ابهامه خلاص کړي او نتیجې اعلان کړي.
ده د نتیجو اعلان د خلکو د ابهام د پای ته رسېدا سبب وباله.
ده له عبدالله وغوښتل چې له دوی سره لاس یو کړي او خلکو ته اطمینان ورکړي چې کارنده او شفاف حکومت رامنځته کېدای شي او اوسنی وضعیت باید بدل کړي.
This is called a leader of wisdom man his every golden word worth a history to be written. He is an university of politics. Abdullah must learn from Ashraf ghani.
Dear Mr. Ahmadzai, You are the true elected next president of Afghanistan, stick with your word and do not give-up. The Nobel people of Afghanistan voted for you and they will stand by you. You are the winner with no doubt. (: