تاند – اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم د انتخاباتي ټیم له یو شمیر استازیو سره په کابل کې دغونډې پرمهال نن وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم بایکاټ افغانستان ته سخته اقتصادي ضربه ورکړې ده. اشرف غني د دغه اقتصادي زیان په اړه وویل: « د پانګونې په برخه کې مو په میلیونونو ډالر له لاسه ورکړې دي ځکه چې یو شمیر تړونونه د انتخاباتو د دغه بهیر لپاره ځنډول شوې دي».
عبدالله عبدالله د دوهم دور تر انتخاباتو څو ورځې وروسته خپل څارونکې له کمیسیونه وایستل او د انتخاباتو له دواړو کمیسیونونو یې وغوښتل چې د رایي شمیرنې بهیر ودروي. که څه هم انتخاباتي کمیسیونونو خپل کار ته د اشرف غني د څارونکو او د نړیوالو او ملي څارونکو په حضور کې دوام ورکړی دی خو د عبدالله عبدالله تحریم پر دې بهیر خپل اغیز شیندلی دی، د قسمي نتیجو اعلان وځنډیده او بیا ونه شو، د ابتدایي نتیجو اعلان له چهارشنبې دوشنبې ته معطله شو او د ۱۹۳۰ محلونو د راییو بیا شمیرنه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پیل کړه. دا بیا شمیرنه له تیرې سه شنبه راهیسې دوام لري او تر دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان اوغور ولایتونو کې یوه برخه رایي چې شمیرلې وې بیا له سره وشمیرلې.
د راپورونو له مخې په کابل کې د ایسا یا د پانګونې د نړیوالې ادراې کارونه سست شوې دي او د انتخاباتو پر بهیر د بې اعتمادي لپاره د افغانستان د مرکز کابل او د ولایتونو په مرکزونو کې د غیرمنقول جایدادونو بیې راښکته شوې دي.
د افغانستان مالي وزیر ډاکټر عمر زاخیلوال له بي بي سي په مرکه کې د افغانستان پر اقتصاد د انتخاباتي لانجې ناوړه اغیز منلی دی او ویلي یې دي چې، ډیرو مرسته کوونکو هیوادو باید د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته افغانستان ته ورکړې وای، خو د ټاکنو د لانجې له کبله دغه مرسته ځنډیدلې ده. مالي وزیر ډاکټر زاخیلوال دا خبره هم کړې ده چې د انتخاباتي لانجې له امله د افغانستان نژدې ۲۵٪ صادرات او ۱۰٪ ګمرکي عواید کم شوې دي.
دغسی یو څه ځان ته حرکت ورکړه داکټر صاحبه دا ته څه کوی تراو سه خو دکټلی هم نه ده چی دومره فشارونه قبلوی تراوسه دهرراز اواز پورته کولو حق لری نو په کلکه غوښتنه داده چی خپل اواز په تمامه معنی پورته کړی تر څو هغی چا چی رایه درکړی پدی پوی شی چی زموږ رایه بی ځایه نده تللی نو محترم ډاکټر صاحب اشرف غنی نوره ستا په کلکه توجه غواړو چی مغرضین اودښمنانان ددی خاورډیر تیار ناست دی له هر فرصت نه په هر شکل چی وی کټه پورته کوی نو ستاسی سره به اول دلوی خدای کومک او بیا هم ددی مظلوم ملت د سپڅلورایو کومک وی چی کومی معلومی شی چی ستا رایی له خپل معترض کاندید نه زیاتی دی دهری معاملی او خپلو پاکو رایو ددفاع په خاطر د هری کورنی او بهرنی دسیسی په ضد را ودریږی او خپل حق په تمامه معنی مشخص کړی او د خپل ارامی سوکالی او صلح امیز ژوند جوړولو لپاره نوی ولسمشر وټاکی دټولو هیوادوالو دنظریاتو دتوجه په هیله سرلوړی اباد او ارام افغانستان له خدای اونوی ولسمشر څخخه غواړو الله مو دی نصیب کړی امین امینن امین امینــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ- یا رب العالمین………………………………………………….. څومره مو چی وس رسږی خپل او دانظریات خپلو هیواد والو سره شیر یا شریک کړی شریک کړی شریک کړی .