اشرف غيرت او مرڅله:  کلتورې اسلامې او معلوماتي مجله!!!

/عبدالرحيم هلال

د غزني په ځوانو فرهنګيانو کې اشرف غيرت يوه ياده او پيژندل شوې څېره ده چې د ټولنې د وګړو د عامه شعور دلوړولو، دلوست د عامه ولو، کلتور او فرهنګ د بډاينې لپاره يې ډېرڅه کړي.

د ښه فکر او نظر د درلودلو په مټ يې د ولس په زړونوکې يې تل د ډېوو بلولو هڅې کړې، تر څو د تورو تيارو له وحشې صحرا نور را ووزې او د روڼ سباوون په لورې ګامونه واخلې.

کيدای شې ډېر کسان يوازې د نظر په وړاندې کولو او انتقادکولو سره په ټولنه کې ځانونه مطرح کړې خو غيرت هغه د چاپه خبره  پر خلکو عملاً پوه،  لوست او سواد وېشې.

غيرت په ټولنه کې د ښه فکر او عامه شعور د لوړلو،  پوهې د وېشولو، اونظر ورکولو تر څنګ عملې کار هم کوي، د ادبې، فرهنګي او هيوادنۍ ميني په لرلوسره يې په غزني او هيواد کې ډېر شمېېر فرهنګي خپل خوښې پروژي له اقتصادي بحرانه ژغورلې د بېلا بېلو مجلو کتابونو د چاپ لګښت غونډو او سيمينارونو د برابرولو لګښت ته يې وږه ورکړې.

خدای دې نه کموي، شپه او ورځ يې په ځان يوه کړې، د تن خولې تويوي، د خپلې کورنۍ د لګښټونو تر څنګ د ولس د ښې ورځې لپاره پردۍ مزدوري کوي.

شته بلا شمېرخلک چې يوازې د خپلې ګېډي غم کوې خوولس يې له لوږې د زړه غوښې خورې، د عامه شعور د نه شتون له کبله د ژور تاوتريخوالي ښکار دی.

غيرت د يوې داسې سيمې اوسېدونکی دی چې مکتب پکې کفر، د ماشومانو د احساس درک پکې شرم، پوهه پکې جرم، دښځو د حقونو غږ په ستونې کې ډب، مظلوم پکې تر پښو لاندې او ظالم پکې د فرعون رول لوبوي .

د غيرت سيمه د پردېو د شومو اهدافو د سنګرپه حيث استعمال شوې، وګړې يې د پردۍ لوبي ښکار او ژوند پکې د سر په بيه دی.

هلته د عامه شعور او پوهې د عامولو فکر لېږدول له ژوند سره لوبه او هغه ارمان دی چې د لحد له ډبرې سره د سر لګېدو وروسته په اهونو کې سا ورکوي.

  افرين شه او په هغو خلکوشه چې په داسې ټولنه کې د ولس په چوپړ کې  د ژوند شعار مبارزه ګرځوي، د ولس د ښې ورځې ارمان يې له خوبه را وښوې او په نره د خلکو په زړونو کې په زور د پوهې ډېوې بلوي.

د غيرت په ټولنه کې د تيارو په وړاندې د پوهې دډيوو د بلولو له سر لارو څخه يو دی، چې بې شمېره ننګونې په مخ کې لري خو حوصله  له لاسه نه ده ورکوي، د خپل ارمان د پوره کېدو هوډ يې کړې.

زه نه وايم چې غيرت په ټولنه کې نيلسن منډيلا دی خو دومره ويلای شم چې د توان تر حده يې په هيواد په ځانګړې ډول غزنې ته چې د هيواد د وجود د يوې برخې حيثيت لرې چوپړ له چا پټ نه دی.

کار کار دی چې ولس د ارمانونو د پوره کولو اوښې ورځې په پار ترسره شې، خدای ج ته هم منظور وي په خدای ج بندګان ګران دي چې ده ج ته خوښ وې او له ده ج سره يې معامله له خچه وتلې وي د مرميو په باران کې به هم روغ سر وړې.

د اشرف غيرت د کار، هڅې او چوپړ يوه بيلګه مرڅله مجله ده چې د ده دوجود له سا، د ژوند سا اخلې، تر دا مهاله په درز کې  په پرله پسې توګه خپرېږي.

که څه په هيواد کې د مجلو چاپولو دود ښايسته مخېنه لرې خو له دې هم سترګې نشې پټېداي چې له څومودې ورسته ايله د مرګ تر کومې ځان رسوې.

مرڅله په غزنې کې ځکه د يادونې وړ ده چې د نورو مجلو په څېر يې نه اقتصادي بحران او نه ترنګلوحالتو په مرۍ تيره چاړه کېښوده، د اشرف غيرت د هڅو او ټينګ هوډ ښه پايله  يې بللای شوچې په پوه باندې د ځوانانو د سمبالولو او ولس د ژوند د ښه والي لپاره په خپله لمن کې ډېر څه لري.

د غزنې به ګډون په ځينو نورو ولايتونو کې د مرڅلې اغيز له چا پټ نه دی چې لوستونکې يې د نوې ګڼي د راووتو لپاره ګوتي شمېري.

دغې مجلې په تېره يوه لسېزه کې د غزنې د خپل برم او تاريخ په وړاندې کولوکې ستره ونډه درلودلې، په ډېروکليو او بانډو کې يې تنګې ماشومان ليک لوست ته را بللې، ډېرو ته يې د هيوادنۍ مينې او خپلواکۍ له درسونو مالامال ليکنې وړاندې کړې .

مرڅله په غزنې کې خپلواکه ناپېلي اسلامې او کلتوري مجله ده، نه کومه موسيسه ده او نه هم کومه پروژه بلکه د اشرف غيرت له هيواد او پښتو سره د بې کچې مينې بې شعاره هڅه ده.

دا او دې ته ورته هڅې په ټولنه کې د مثبت بدلون په را وستلو کې ښه ونډه درلودلای شي (مجلې او کتابونو ته به لوستونکې پيدا کوې، کورونو ته به يې پسې وړې، په مجلسونو کې به يې وېشې، په تشونظرونو، شعارونو او انتقادونو باندې توره نه کېږي.

دغيرت هڅه همداسې يو ګټوره هڅه ده چې د هوسا، ارام او ودان افغانستان په لورې تر ټولو غوره هڅه يې بللای شو.

په غزنې کې د پښتوچاپې رسنيو په بحران کې د مرڅلې چاپول خورا ګټور کار دی، له يوه لوري د هيواد بچيانو لپاره د عامه شعور او پوهي د کچې په لوړولو، د غزنې د تاريخې بهيراو برم په وړاندې کولو، له بل لوري د ولس د کرغو تر مسلو چارواکو په رسولو کې هم ونډه د رلودای شې په همدې هيله غيرت اشنا ته وايم چې:  اشنا موږ در وياړو، ګوتې مه خورې، که خدای په غوښه پټ کړې ليرې نه ده چې په ټولنه کې به فکرې انقلابونه راولې په همدې هېله.   نور به نو خدای يادوو

/عبدالرحيم هلال

One thought on “اشرف غيرت او مرڅله”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *