په اویايمو کلونو کې چې د مجاهدینو واکمني وه، په ښوونځي کې د زده کړې پر وخت به هر سهار راټوليدو او د ( بښلی مو جهاد کې سر او مال د خدای په نام، عسکر یو د اسلام، عسکر یو د اسلام ) ترانې تر اورېدو وروسته به بېلابېل شعارونه وو چې یو ( لاشرقیه لاغربیه، اسلامیه اسلامیه) وو.

که څه هم شعار عربي وو، خو دومره پرې پوهېدو چې (نه ختيځ او نه لويديځ، يوازې اسلام او اسلام).

دا شعار په رښتیا چې ښکلی، ژور او پياوړی وو او د هر مومن هيله او غوښتنه وه، خو د عملي کولو لپاره يې ګڼ خنډونه پر وړاندي دي. موږ لږ تر لږه پخپل هيواد کې دې موخې ته ونه رسېدو، نور خو پرېږده . هغوی چې دا شعارونه يې ورکول ځينو يې داسې کارونه وکړل چې زرګونه کلونه به هېر نه شي. د جهاد تر سیوري لاندې يې جهالت راژوندی او لوړتیا ته ورسوه. د هېواد ټوله، سیاسي، اقتصادي، پوځي او کولتوري پانګه يې له خاورو سره برابره کړه. د پخواني شوروي پر وړاندې د میړنیو شهیدانو وينو نه يې بلډنګونه او قصرونه جوړ کړل، د میړني افغان ولس میړانه او سرښندنه يې وپلورله او يو میړنی هېواد يې په نړۍ کې ورک، سپک او سرټيټی کړ.

له یادو هېوادپلورو پخوا نورو هم همدا نارې وهلې (کور، کالي، ډوډۍ ) او (دا کاروان په شا نه ځي، ځي به د اسمان په لور… ) خو هغوی هم د هېوادپلورنې هټۍ جوړې کړې، د هېواد ډیر بيچاره وګړي يې د (کمونیزم ) لپاره له تيغه تیر کړل او د هېواد ويجاړونې لار يې پرانسته .

د پورتنیو ميکروبونو نه وروسته بله ډله راووته چې دوی هم د خپلې واکمنۍ د ټيګښت لپاره دين رامخته کړ او نږدې ټول هېواد يې راخپل کړ، خو دوی هم د تیرو پر پل، پل کېښود او د هېواد او ملت د ربړونې لپاره يې بېلابېلې چارې پيل کړې، هېواد له ستر ګواښ سره مخ شو، ځکه ښوونه، ښوونځی، ښوونکی او په ټوله کې هر ډول پرمختګ ګناه شو. راډيو ټلويزون زندۍ شو، د فکر او بیان ازادي کفر شو او هغه د انحضرت ( ص) له رسالت او بعثت وړاندې جهالت او د اروپا د منځنیو پيړیو یاد يې تازه کړ.

له پورتنیو ډلو ټپلو او راتپل شویو واکیزو اډانو راوروسته د (‌B 52 ) په زور لويديزه ولسواکي راغله، هغه څه يې راوتپل چې په لويديځ کې د لويديځوالو لپاره وو، يو لږ شمیر هېوادپال افغانان او ګڼشمیر افغان دښمنه ډلې د لويديزې ولسواکۍ تر سیوري لاندې د ناټو په زور په موږ راوتپل شول.

د پخوانیو دورو او واکمنیو جنګسالارانو، د لویديزې ولسواکۍ سېمبولونه راخپل کړل، ږيرې يې لنډې یا وخرېيلې، دریشۍ يې واغوستلې، نيکټايۍ يې تر غاړې کړلې، د هېواد په مالي سرچينو واکمن شول، بهرنیانو هم د هېوادپلورنې په بدل کې پرېمانه ډالر ورکړل . خپلې ډلې يې تر پخوا لا پياوړې او د جعلي مدني ټولنو، بې ضمیره او هېوادپلورو لیکوالو او رسنیو په جوړولو يې هر څه تر خپل پوښښ لاندې راوستل. د دې ټولو ځانپلورو، دينپلورو، جهادپلورو، هېوادپلورو او ملت پلورو افرادو او ډلو له لاسه افغان ملت او افغان هېواد له داسې ګواښونو سره مخ شو چې وتل ترې ناشوني او ډیر ګران دي.

د دې ټولو پردېپالو او مزدورو وګړو او ډلو په فکر او وجود کې د اسلامیت او افغانیت نشتوالي میړنی، مجاهد او توریالی افغان ولس له داسې حالت سره مخامخ کړ چې په نړۍ کې بدنومه او بيچاره شو. هغه ارزښتونه او عناصر چې د افغانانو او افغان هېواد افغانستان بنسټ جوړوي، په دوی کې نه وو چې اسلامیت او افغانیت دی.

د دې لپاره چې خپل ګران هېواد او ملت له باندنيو یرغلګرو، ښکېلاک، زبېښاک او کورنیو پردېپالو خوندي او وژغورو ؛ نو د هغه وخت د ښوونځي شعار داسې اړوو چې ( نه ختيځ نه لويديځ، يوازې اسلام او يوازې افغان ) چې هم مو دين خوندي شي او هم مو ملت او هېواد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *