د کرکټ بورډ خبرپاڼه –
د افغان کرکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکی او پیاوړی لوبغاړی اصغر ستانکزی د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو. د نوموړي نوې دنده په یوه خبري ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ مشر ټاکونکي دولت احمدزي له لوري اعلان شوه.
د خبري ناستې پرانستونکې وینا اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وکړه. هغه له هر څه وړاندې د محمد نبي عیسی خیل د لوبډلمشرۍ په موده کې د لاسته راوړنو په لړۍ خبرې وکړې.نوموړي پخوانی لوبډلمشر یو پیاوړی لوبډلمشر وباله او د نوموړي استعغی لامل یې د نوموړي پر مهارتونو د فشار منفي لامل وباله او ویې وییل چې عیسی خیل به د یوه تکړه لوبغاړي په توګه په لوبډله کې لوبه ترسره کوي.
ستانکزي د نوي لوبډلمشر او مرستیال په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې، نوی لوبډلمشر د نوموړي تجربو ته په کتنې سره له خورا زیات دقت وروسته وټاکل شو او ورسره نوی مرستیال د ځوانو لوبغاړو له ډلې څخه دی چې د راتلونکي لپاره به خورا اغیزمن ثابت شي. همداراز د اجراییوي ریاست له لوري شیرآغا همکار د کرکټ ملي لوبډلې نوي مدیر په توګه اعلان شو.
د ټاکونکې کمیټې مشر دولت خان احمدزي له هر څه وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا انټرکانټیننټل سیالیو ارزښت او د دغو سیالیو لپاره پر چمتووالي خبرې وکړې. احمدزي د تمریناتي کمپ لپاره د ټاکل شوې لوبډلې نوملړ او نوی لوبډلمشر اصغر ستانکزی او مرستیال جاوید احمدي یې هم اعلان کړل.
په پای کې نوي لوبډلمشر اصغر ستانکزي د خپل نوي سپارل شوي مسئولیت په اړه خبرې وکړې. ستانکزي د کرکټ بورډ له ادارې څخه مننه وکړه چې دغه مسئولیت یې ورپه غاړه کړ او ژمنه یې وکړه چې په پوره مسئولیت به د لوبډلې مشري ترسره کړي.