خبریال: همت جانزی- په پکتیکا کې د کرنې مسلکي او تخنیکې لېسې د جوړولو چارې د پوهنې وزارت د مسلکي او تخنیکې زده کړو د معین له لورې د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.

په دې اړه د پکتیکا ولایت دغونډو په تالار کې د پوهني ریاست له لوري یوه شانداره غونډه هم جوړه شوې وه.

په غونډه کي له کابل څخه د راغلي هییت په ګډون، په ولسي جرګه کي د پکتیکا د خلکو استازي حاجي عبدالقدیر خروټي، د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي، د پوهني ریس کوچي ځاځي، د ټولو ادارو ریسانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني ټولنو، د پوهني ریاست اړوند ټولو کارکوونکو د ټولو ولسوالیو د پوهني آمرینو، متعلمینو او محصلینو چې تعداد یې تر زرو اوښت، ګډون کړی وه.

د پکتیکا د پوهني ریس کوچي ځاځي د پکتیکا د پوهني د روان بهیر په اړه د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وویل،

که د پکتیکا اوسنی او د پنځه کاله وړاندي معارف که سره پرتله شي، ډیر مثبت بدلونونه به په کي ووینو چې دا ټول د پکتیکا د ولس هڅي دي.

د پوهنې وزارت د تخنیکي اومسلکي زده کړو معین په غونډه کي وویل، که چیري پکتیکاوال تخنیکي او مسلکي زده کړو ته مخه کړي په راتلونکي څو کلونو کی به په دې ولایت کي په زرګونه مسلکي کدرونه ولرو او ورځ تر بلي پکتیکا دپرمختګ په لور ګام اخلي.

غونډي ته په ولسي جرګه کي د پکتیکا دخلکو استازي حاجي عبدالقدیر خروټي هم خبري وکړي او په ننګ یې نیوکه وکړه چې د وظیفي په وروستیو اوونیو کي پکتیکا ته راځي، ده وویل ننګ باید د پکتیکا لپاره له پخوا څخه توجه کړی وای ځکه چې نوموړی د پکتیکا اوسیدونکی دی او دا خلک ورته ډیر امیدونه لري.

د پکتیکا د مرستیال والي په ګډون یو شمیر نور قومي مشرانو له ننګ څخه مننه وکړه چې پکتیکا ته راغلی ، ګډونوالو په خپلو خبرو کي له ننګ څخه غوښتنه وکړه چې د پکتیکا معارف ته جدي پاملرنه وکړي.

په غونډه کي له کابل څخه راغلو میلمنو ته د پکتیکا د پوهني ریاست د مقام له لوري د پښتنو له دستور سره سم لونګی هم ورپه سر شوې.

د پکتیکا ولایت د پوهني ریاست ویاند محمدالله همت یار رسنیو ته وویل، چې پر دې ودانۍ (۱۸) میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، ودانۍ په لس جریبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ټولې شپاړس درسي او اداري خونې به و لري.

د همت یار په خبره، دغه لېسه به د اوبو، برېښنا، تشنابونو او نورو اړینو اسانتیاوو څخه برخمنه وي.

همت یار وویل، د کرنې لېسې زده کوونکي تراوسه خپله ودانۍ نه لري، او د دارلعلوم په ودانۍ کې زده کړې ترسره کوي.

نوموړي وویل، زده کوونکي د ودانۍ د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به یې شته ستونزې له منځه لاړې شي.

هغه د پوهنې وزارت دراغلي پلاوي څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د پکتیکا د پوهنې بهیر ته نوره پاملرنه هم زیاته کړي.

د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې د پکتیکا یاده لېسه اوس مهال نږدې (۱۶۰)زده کوونکي لرې، اوکال تربله د زده کوونکو شمېر ډېرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *