څو کاله وړاندې چې له ایران څخه کابل ته راغلم نو کور کې ټول راته خوشال وو ځکه یو څه پیسې مې ګټلې وې او هم مې د کور مشرتوب په غاړه و.
ډیره علاقه مې درلوده چې تعلیم وکړم خو د کور مسولیتونه مې ډیر و؛ ومې نشوئ کړئ چې تعلیم وکړم د کار په لټه کې شوم.
یوه ورځ د خپلوانو کور ته لاړم ټولو سره مې ملاقات وشو ډیر خوښ شوم کله چې بیرته راتلم نو په بس کې په لاره له یوې نجلۍ سره اشنا شوم له خبرو وروسته یې د خپل دفتر ادرس راکړ چې هلته ورشم کیدای شي کوم کار راته راکړي.
د دوی د دفتر ادرس مې واخیست څو ورځې وروسته چې دفتر ته ورغلم رییس راته په دفتر کې د اشپزۍ وویل چې اشپز ته اړتیا لري «که چیرې اشپزي کولائ شئ نو سر له سبا کولائ شې وظیفې ته راشئ.» ما اشپزي زده وه او مجبور هم وم کار مې دفتر کې پیل کړ.
کومې نجلۍ چې له ما سره یې دا مرسته وکړه هغه ډیره مهربانه وه د دفتر ټولو کارکوونکو سره یې ډیره ښه رویه کوله.
ډیر وخت وروسته مې دې ته پام شو چې زه د نجلۍ خوښیږم ما هم د رییس له وجې څه نشو ویلی نجلۍ ته مې د خپل فامیل په اړه هرڅه ویلي و څه موده وروسته یې راته د واده کولو وړاندیز وکړ، ما هم دا موضوع له خپلې فکورنۍ سره شریکه کړه.
هغوی راته وویل چی نجلۍ به وګورو د نجلۍ له لیدو وروسته مې کوژده هم وشوه.
لنډه به یې وایم
له واده وروسته نجلۍ په کور کې ډیره خوشاله وه ټول فامیل می ورسره خوښ و.
ځکه زما د مور او پلار یې ډیر خدمت کاوه.
چې کله به ښار ته لاړو نو نجلۍ به کله خفه او پریشانه ښکاریده د سرک پر غاړه د ناستو ماشومانو په لیدو به ډیره خواشيني کیده ژر به یې جيب ته لاس کړ پیسې به یې ورکړې.
زه د هغې دې کار تشويش کړم څو وارې مې وپوښتله چې ولې د ماشومانو په لیدو دومره خواشینۍ کیږي؟ ویل هسې زړه مې نری دی دله ماشومانو سره ډېره مینه لرم.
د شپی په خوب کې به ییې هم کله کله ژړل د چا نوم به یې يادوه خو زه نه پوهيدم.
یوه شپه یې خوب کې وژړل ژر مې ویښه کړه بیا یې هم ژړل ما ورته وویل چې څه شوي دي؟ ویل هیڅ نه دي شوي
ما ته یې نه ویل شکي وم فکرونه راسره ملګري وو.
د نجلۍ د پلارګنۍ کور ته لاړم چې دا کیسه می ورته وکړه مور یې وژړل ویل خیر ده ښه به شي. څو ورځیې وروسته مې دا خبره د دفتر له رییس سره شریکه کړه هغه هم ډیر خفه شو.
رییس مې وویل چې ګوره زویه یوه وعده به راسره کوې چې هیڅوک خبر نشي ځکه زه هم اولاد لرم د هغوی له خاطره باید تا خبر کړم.
د رییس په سترګو کی مې اوښکې راغلې؛ ویل چې د هغې خاوند و، شهید شو د هغه څخه یې یوه کوچنۍ لور پاتې ده چې دوی هلته په کور کې پټه ساتلې ده.
ته ښه پوهیږې چې دا افغانستان دی دلته که ځوانه ښځه کونډه شوه څوک بیا هغې ته ارزښت نه ورکوي په سرکونو او لارو به خیرات غواړي.
نو د نجلۍ فامیل د هغې د ژوند د ژغورلو لپاره داسې دروغ وویل چې کوچنۍ ماشومه د تل لپاره ترې بېله کړي.
اوس نو ته د هغې مظلومې سره داسې عمل ونه کړې چې ټول ژوند یې خوار او زار شي.
د رییس خبرو له اوریدو او کور ته تر راتلو هیڅ نه وم پوه شوی، کله مې چې کور کی ټولو ته وویل. دومره په قهر شول چې دواړه یې له کوره بهر وشړلو ما نجلۍ د لاسه ونیوه د پلارګنۍ کورته لاړو دروازه کې ورته ودریدم ورته ومې ویل چی ماشومه مور ته راوباسئ.
مګر هغوی انکار وکړ ما ورته وویل که ماشومه خپلې مور ته ونه سپارئ زه پولیس خبروم مور یې له ویرې کور ته دننه کړم ماشومه یې مور ته راوسته دا داسې وخت وو چې زه هیڅ په ځان نه پوهيدم، له خوشالۍ می ډیر وژړل.
بیرته کور ته نه ولاړم ځکه زما فامیل چې قوم کې یې یو ښه د غیرت نوم درلود، نو د هغوی له خاطره چې په کلي او قوم کې بې غيرته نشي، خپل کور پریښود؛ ترکیې ته راغلم اوس مې له خپلې مینې سره ډیر خوښ یم کوچنۍ ماشومه له حده ډیره راته ګرانه دهه
وروره ستا په شان خلق په دی دنیا کی ډیر کم پیدا کیژی آفرین دی ستا پر مور او پلار وی چی ستا په شان یو غیرتی اولاد یی پیدا کژی همدغه مور او پلار به ستا د دی نیک کار په خاطر خدای ج بښی او تا ته به یی هم هم په دی دنیا هم په هغی دنا اجر درکوی
شمس الرحمان مومند
برادر عزیز یقینآ مثل خودت افراد انګشت شمار پیدا میشود تا چنین عملی را انجام دهند با کاری که کردی هیچ پشیمان نشوی خودت به یک انسان زنده گی نوین بخشیدی بیاد داشته باش یک روز همان پدر ومادرت بخاطر معذرت خواستن حتمی میایند و الله متعال
.وروره! ښه خوږه کیسه ده البته یو اړخ ئې
:موږ ته دی دوې دندی را وسپارلې
لومړی: ستاسی دانسانی چلند تحسین
دوهم : خپلی ټولنی ته د زرم او دوه زرم او درې زرم ځل لپاره توصیه
:اې وطنوالو
دا منحط او شیطانی فرهنګ نور له ځانونو څخه لیری کړی چه مثلاً دا فلانی کار زموږ د کلیوالی یا قومی عنعنې خلاف دی
هیڅ بد کار د قومی عنعنې خلاف ندی
هغه کار چه خدای او رسول او انسانیت او فطرت او مدنی قوانینو نه وی منع کړی هغه نو ولی بد کار وی او ولی د عنعنې خلاف کار وی
چه لږ غوندی سړی او د سړی بچان شو په ګټه به مو وی
بهترین کار دی کړی دی. الله مو دواړه خوشحاله او کامیاب لره.