نثار احمد ژوند

ماشوم وم ، کابل ته تګ یو بل ډول خوند اورنګ درلود ، د بازار شور ماشور او نور ښاري کیفیتونه به مې لا د مخه په ذهن کې مصور کړي وو. د تور اوسپین تلویزیون د ځینو فلمونو وړې وړې صحنې به مې په خیال کې یو په بل پسې ګړندۍ ګړندۍ تیریدلې ، له ځانه سره به مې وخندل بیا به مې نالیدلي ویدیویي واړه واړه خیالي کلیپونه ذهن ته راغلل له خندا به ورته شین شوم ، په همدې وخت کې به خوب یوه نرۍ جټکه راکړه راویښ به یې کړم ، د خوب نافرمانه سلسله به رانه وتښتیده او لکه د یوې پخې هنرمندې ادا کارې غوندې به یې په سترګو کې را پورې وخندل ، غصه به راغله خو زر به مې خپلو لاسونو ته پام شو چې لانده نکریزي مې په موټي کې کلک نیولي ، لس واړه ګوتي به مې بې حسه وي ، غوښتل مې چې موټي کې لانده نکریزي خوشي کړم ، خو سم دستي به مې د مور خبره را په زړه شوه :

– که دې موټی خلاص کړ، بوډۍ به درنه ټول نکریزي وتښتوي بیا به سبا کابل ته سپین لاس روان یې !
د بوډۍ له ویرې به مې نور هم موټی کلک کړ ، بس تر سهار به زما له خوب او بوډۍ سره جګړه وه. سهار وختي به رڼو ستورو پړکونه وهل ، سپیدې به لا نه وې چودیدلې ، چې موږ به را روان شو. په لاره به مې له ځانه سره کرل اوریبل ، ښه وه لومړۍ ورځ به په چکر تیره شوه او شپه به راورسیده ، تلویزیون به چالان شو. هغه وخت یواځې د افغانستان ملي تلویزیون و. د جمعې په شپه به یې هنري فلم خپراوه او مابه ترې من من مزې اخیستې. یو دوه ځلې مې د فلم اصلي کرکټر ولید ، کله به چې هوايي ډګر ته د معشوقې له پاره وروستۍ خدای په امانۍ ته ورسید ، نو الوتکه به له ځمکې پورته شوه ؛ د ناهیلۍ دې شیبې او د دوو مینو زړو جلاوالي به مې ټولې خوښۍ ویرجنې کړې. نا میلمنې اوښکې به د سترګو میلمنې شوې ؛ ژر به مې د پلار خبره ته پام شو :
– یره له زوی سره مې کاپر زړه دی هیڅ نه ژاړي !
له دې خبره سره سم به مې اوښلنې سترګې بیرته عادي حالت ته را وګرځيدې او په مرۍ کې غوټه ژړا به زړه ته ښکته شوه. څو کاله وروسته نظامونه ګډوډ شول او په تلویزیوني خپرونو بندیز ولګول شو. بیا داسې وخت هم راغی چې کابل د لسګونو تلویزیونو خاوند شو. نور نو په فلمونو کې د الوتکې د الوتو خبره او کیسه راته یوه هنري کلیشه یې موضوع شوه او مایې هم په وړاندې د بې پروا توب دریځ غوره کړ. خو
نن زه په خپله د همدې کرکټر اصلي چارې پرمخ وړم ؛ له هوايي ډګړه مات ، مات او ناهیلی له څو ایشولو هګیو او بوسراغو (روغن جوشیو ) سره د کور په لور روان یم او الوتکه رانه والوته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *