انسان له ظاهر څخه نه پيژندل کیږي، له هغه چاسره چې غواړو د اوږد مهال لپاره پاتي شو، په لنډ مهال کې د یو انسان پوره معرفت ګرانه چاره ده، روانشناسي وایی د یوانسان په ټولوعاداتو اوکرکټرونو باندي پوهاوي لپاره حد اقل ۲۱ کلونه پکار دی تر دی هم زیات وخت، ممکن دغه نظریه هم ډیره دقیقه نه وی ځکه زمونږ عمرونه څومره دی چې ۲۱ کلونه د یوانسان پیژندلو ته په فکرکولو کې ورکړو، خو تردی وراخوا د پخوانو خلکو ځينې نکلونه اومتلونه که په پام کې ونیول شي بی ګټې ندي، پخوانیو اکثراْ نسب او اصلیت ته ارزښت ورکاوه هغوي به ویلي چې که خاوره اخلی له لوی ډیران نه يي اخله فیوډالانو اوشتمنو خلکو به ان د خپلوي اړیکي هم له سیالانو سره تړلي.

که مو پام کړی وي ځیني جاهلان له ډم، جولا، نایي، جټ او نداف سره خپلوي نه کوې ځکه چې د دوی په ناروا باور که دا طبقې کم اصله دي. دا طرز تفکر له پخوانیو هندوانو راغلی چې انسانان یې په طبقو یا کاسټونو وېشل.

خو د اسلام مبارک دین بیا د نسب او اصلیت خبره ردوي او تقوا یې معیار ګڼلی دی وایي چې (( الله ج ته ترټول غوره هغه څوک دی چې ډیره تقوار ولري یعني په هغه دنیاکې ستانه د نسب او اصلیت پوښتنه نه کوي بلکي د اعمالو پوښتنه کوي.

خو ډیر بیا دا وایي چې زه انسان پيژندلی شم. هغوی چې دا خبره کوي کیدای شي چې له مادیاتو ا ود کرکې له زاویی ورته وګوري څه معنی؟ ځینې ماده پرستې او کرکجن چې همیشه یې سترګې د بل په مادیاتو کې خښي کړي وي او څه لاسته ورنه شي نو بیا وایې چې چندان سړی نه دي.

یا دا چې د تعصب له مخې قضاوت کوي لکه یو کس به ډیر لایقه وي خو دابه یې غیبت کوي وایې به چې چندان سړی ندی، پيسې به لري چې دده بل به نه لوريږي پري خو دا به هم وایې چې چندان سړی نه دی، دښمني به یې وي دا به هم همدا خبره کوي. تجربه

ریښتیا هم چې د انسان پيژندل پوهه، تجره او زیرکې غواړي ترڅو وپيژندل شي لکه رحمان بابا وایې:

په ظاهر لباس يي مه شه ای رحمانه+ منځ يي ګوره چې چغزی دی که مټاک

یا یو متل دی چې وایي: د کتاب په پوښ باندې قضاوت مه کوي، منځ یې وګورئ.

ځینې په دي نظر دي او وایې چې ((لومړی خو دا چې د انسان پيژندل دومره اسانه کار نه دي ولی چې که کلونه کلونه د یو چا سره تیر کړئ پوه به نه شی چې دا ښه او که بد انسان دی. یو د اشتباه خبره ده چې د هر چا نه کیږي هغه بیله موضوع ده. تجربو خودلی ده چې کله یو څوک پیژنۍ نو څلور دقیقي وخت ورکړي څه مطلب که دي درته په همدې اوله کې ډیري غټې غټې وویشتلی او ځان یې درته ډیر غټ معریفی کړ لکه زما ماما جنرال دی، ورور مې ریس جمهور دی، لس موټري لرو، په دوبی کې مارکیټ لرو ا وداسی نوري غټې غټې خبري نو پوه شه چې دا یواځې لافن دی او بس چې دا نه د ملګرتیا لیاقت لری او نه د بل څه، نو وای چې بیا تری تیریږئ یا دا چې که کارونه یې اسلامې وی نو بیا هم درته معلومیږي چې ښه سړی دی او پاتې شوه د باطن خبره نو بیا هغه باندې یواځې او یواځې الله ج پوهیږې او بس)).

که غواړی چې یو څوک ښه وپيژنۍ، وخت ورکړی ترڅو یې له خوی او خصلت نه خبرشی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *